تاند – د هرات په کرخ ولسوالي کې د سړک جوړونکي پر کارګرانو برید شوی دی چې پکې نهه تنه وژل شوي دي.
د هرات د امنیه قومانداني ویاند عبدالروف احمدي وویل، طالبانو هغه وخت پر کارګرانو د جمعې په شپه حمله وکړه چې هغوی ویده و. دغو کارګرانو د هرات – بادغیس پر لاره کار کاوه.
وژل شويو کارګرانو د افغانستان د حکومت د رغاونې له یوې کمپنۍ سره کار کاوه.
د ملګرو ملتو د یوه تازه رپوټ له مخې په افغانستان کې د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې د ملکي افغانانو تلفات ۲۳ فیصده زیات شوې دي.
د پنجشنبې په ورځ د هلمند په مارجه ولسوالي کې بیا د سړک د غاړې بمي چا ودنې پنځه ملکیان ووژل او درې تنه یې ټپیان کړل. د دې چاودنې تایید د هلمند چارواکو وکړ او طالبان یې مسوول وبلل. بلې لور ته د همدې ولایت په موسی کلا ولسوالي کې یوې چاودنې درې ښځې ووژلې.
په افغانستان کې تیر میلادي کال د ملکي تلفاتو شمیره د وړم کال په پرتله کمه شوې وه خو روان میلادي کال د دغو تلفاتو له زیاتیدو سره ورځ تر بلې امنیت ته د افغانانو اندیښنې زیاتیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو سیاسي دفتر یا یوناما وایي، د جنوري له لومړۍ نیټې د جون تر دیرشمې ۱۳۱۹ ملکیان د جګړو او نښتو له کبله وژل شوي او ۲۵۳۳ نور ټپیان شوې دي، چې دا فیصدي د تیرکال په پرتله په ورته موده کې ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
په افغانستان کې د نړیوالو احصاییو له مخې ډیر ملکي تلفات د طالبانو په بریدونو کې ملکیانو ته اوښتې دي او د بهرنیو ځواکونو په بمباریو کې هم ګڼ ملکي افغانان وژل شوې دي.
د ملکي تلفاتو د اوښتو په اعتراض کې عادي افغانانو تر اوسه یوازې خپل غم ژړلی او لارو کوڅو ته نه دې راوتلي چې مظاهرې وکړي او د جګړو له ښکیلو خواوو وغواړي چې د دوی ژوند ته پام وکړي.
مونږ د وطن د ابادی اتلانو ته د فردوس جنت او قاتلانو ته یی د عظیم عذاب غوښتنه د پاک الله له درباره کوو
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
افغانستان د ظلم او تشنج نوې بړبوکۍ پر سر اخيستی دی. امريکايان د خپلې تېښتې غږ پورته کړی، خو په افغانستان کې د بانديتيزم نوې لړۍ پيل شوې ده. له بده مرغه هېڅوک نه پوهېږي، چې کومه ډله او څوک وژل کوي، خو مظلوم ولس وژل کېږي. په افغانستان کې لکه په نوره نړۍ کې يو شمېر رواني ناروغي لري، چې د ساديزم نهايي حالت ته نغوته کوي او لکه په نويمو کلونو کې چې د مملکت خلک په وينو کې ولمبول شول، نو اوسمهال هم همدا ډول حالت په افغانستان کې رامنځ ته شوی دی، چې بايد يې مخنيوی وشي.
په سرونو د ميخونو ټکوهل، د انسانانو د غړيو پرېکول، په کانتېنرونو کې سوځول يا وژل، د ليلي د دښتې پېرې، د حامله دارو مېرمنو او نورو خويندو او ميندو بې ستره کول او داسې ډېرې نورې پېښې د يو رواني ناروغ يآ رواني ناروغانو د ډلو کار دی.
زه د افغاني مقاومت پلوي په زغرده نه شم کولی اما اړين مقاومت يې ګڼم، مګر په افغانستان کې د ناوله او له فساده ډکه اداره واکمنه ده، چې په ټول هېواد کې يې انارشي رامنځ ته کړې ده او خپل ټول کړه وړه د طالبانو او يا نورو ډلو تر لمنې لاندې پټوی، مر امنيتي قواوې په ډالرو مست نه دي! دغه اوسنی حالت په افغانستان کې د ډاکټر نجيب د دوران انګازې او د مجاهدينو د دوران ترخې وږمې لري.
لکه په نويمو کلونو کې د شمال او جنوب ذهنيت سر راپورته کړی او بهرني ملکونه هم په زغرده د افغان ولس د بدمرغي اور ته لمنه وهي. اوسمهال په جرمني کې د مونشن په ښار کې د شمال ولايتونو جنګي مجرمين سره راټول شوي او د افغانستان په اړه په دسيسو لاسپورې کوي او ليا اوس د افغانستان د تجزيې خوبونه ويني، مګر افغانستان به تجزيه نه شي، خو ټول هېواد به بيا په وينو کې ولمبوي، نو زما وړانديز د افغانستان خلکو ته دا دی، چې د ظلم پر ضد اتحاد وکړی، افغاني هېوادپالنې لپاره لاسونه سره ورکړی او افغاستان ليآ اوس د راتلونکې فاجعې څخه وژغوری، پرته له دې به سبا ډېره ناوخته وي!
د هرې پېښې پړه په طالبانو اچول د کرزي د دولت ناتواني او رزالت ته ښودنه کوي او دغه مفسد دولت نه شي کول په دې پلمه چې ګواکې طالبانو دغه کړنه تر سره کړې غوږونه لکه بيل سپيان مړه واچوي، خو ملت به د سلهاوو ميليارډونو د بهرنيو مرستو د حيف او ميل پوښتنه له کرزيخيلو کوي!
افغان ولسه راپورته شه، اتحاد وکړه او خپله خور، مور، ښځه، لور، ترور، توړۍ، ورېندار، نيا او ټول مظلوم خلک له ننني فساد، پروني جهالته او راتلونکي ناورينه وژغوره!
په پښتو وايي: په يو ګل نه پسرلی کېږي! بلبل به کوکي ډېرې ووهي، مګر وخت او زمان به د بڼ ګولونه ورژوي!
معه سلاموکم الاهلول مصالحه و الاهلول اتحادالُانسانيه
ملا ميوند آخوند