۲۰۱۹ م کال د افغانستان لپاره هم ډېر ښه او هم ډېر بد کال و.

په دې کال کې له اتلس کلونو جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره له طالبانو سره د سولې هیلې وغوړېدې

امریکا او طالبان د سولې د موافقې نهايي کېدو ته نژدې شول چې پر اساس به یې طالبانو د افغانستان له خاورې د لوېدیځوالو پر ضد د تروریستي بریدونو د مخنیوي تضمین کاوه او امریکا به خپل پوځیان له افغانستانه ایستل او ورپسې به د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته لار هوارېده.

د جولای په میاشت کې د قطر په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د دوو ورځو لپاره خبرې وشوې چې په لړ کې یې صفر ته د ملکي مرګ ژوبلو پر رسولو موافقه وشوه.

خو د کاغذ پر مخ له دغو پرمختګونو سره سره نه د امریکا او طالبانو موافقه لاسلیک شوه، نه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې وشوې او نه هم د ملکي مرګ ژوبلو د کمولو پرېکړه عملي شوه.

د دې برعکس ۲۰۱۹ کال د افغانانو لپاره په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی کال و.

د ملګروملتو د مرستندوی دفتر پر اساس د ۲۰۱۹ د جنورۍ له لومړۍ څخه تر سپټمبر پورې، چې د کال نهمه میاشت ده، ۸ زره ۲۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د هغو په منځ کې ۲ زره ۵۶۳ یې وژل شوي او ۵ زره ۶۷۶  ژوبل دي.

د ۲۰۱۹ م کال تر ټولو خونړۍ میاشت جولای وه چې تر یوزرو پنځه سوه ډېر افغانان پکې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د جنګ جګړو تر څنګ ۲۰۱۹ کال د افغانستان او افغانانو لپاره نورې لوړې ژورې هم لرلې.

په همدې کال د ولسمشرۍ انتخابات وشول. د عوایدو، صادراتو او تولیداتو په برخه کې د نورو کلونو په پرتله د پام وړ پرمختګ وشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *