محور ورځپاڼه/
د ننګرهار په اچين او سپين غر ولسواليو کې د طالبانو دوه مشهورې ډلې، امر بالمعروف او منګل باغ له یوې اونۍ راهیسې په خپل منځي جنګ کېوتې دي.
د یادو ډلو د جنګیاليو شمېر تر شپږ سوو زیات دی او ځايي خلک وايي، چې له قبايلي سیمو تيراه، ميدان او تبۍ کنډو څخه وسلې او مهمات ورته رالېږل کېږي.
ځايي خلک وايي؛ بازار تړلی، جنګ درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او د طالبانو د هرې ډلې مړي او ټپیان له ډيورنډ اړول کېږي. د دوی په خبره اکثره جنګيالي هم پنجابیان دي.
ځايي سرچينې وايي، له يوې اونۍ راپدېخوا د ننګرهار په اچين او سپين غر ولسواليو کې د ۶۰۰ طالبانو ترمنځ سخته وسله واله جګړه روانه ده.
د اچين ولسوالۍ يوه قومي مشر بهادر محور ته وويل، دغه دواړه ولسوالۍ سقوط شوې او اوس د وسله والو طالبانو د جګړې په سختو مرکزونو بدلې شوې دي. دی زياتوي، د طالبانو د امربالمعروف ډلې مشري امير دوست محمد او د منګل باغ ډلې مشري منګل باغ افريدی کوي، چې د خلکو په کورونو کې په جګړه بوخت دي: ((له يوې اونۍ راپدېخوا بازارونه تړل شوي، هېڅوک له کورونو دباندې نشي وتلای. په دواړو غاړو کې تر ۶۰۰ زيات کورني او پاکستاني طالبان ګډ دي، لس ولسي وګړي وژل شوي، خو داسې فکر کېږي، چې دا د ولس د تباهۍ لپاره يوه جوړه شوې دسيسه ده.))
د ځايي اوسېدونکو په خبره وسله والو طالبانو دواړو ډلو په تورغره، ولۍ غره، سره غونډۍ، تبۍ کنډو او نورو سيمو کې خپل مورچلونه ټينګ کړي دي: ((دواړه ډلې له خورا درنو وسلو نه کار اخلي او له سرحدي سيمو: تيراه، ميدان او تبۍ کنډو نه ورته پرېمانه درنې وسلې او مهمات راوړل کېږي. شډل او عبدالخېلو بازارونه چې له پخوا پکې د وسلو او نشه يي توکو کاروبار روان دی، په دې ورځو کې د نشه يي توکو پر ځای هم د وسلو په ستر کاروبار بدل شوي دي.))
يو ځايي خبريال چې د نوم له اخستو ډډه کوي وايي، په يوه اونۍ کې ولسي وګړو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي. دی وايي، د وسله والو طالبانو د ټپيانو او مړيو ډېر شمېر پاکستان ته اړول کېږي، خو يو کم شمېر يې بيا د جلال اباد په روغتونونو کې په ځانګړې توګه په غني خېلو روغتون کې تداوي کېږي. دوی وايي، ددې طالبانو ډېری یې پنجابيان دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي وايي، په يادو سيمو کې د دولت نفوس کم دی، هغه شمېر امنيتي ځواکونه چې هورې دېره دي، ددې جګړې د کابو کولو او له سيمې د وسله والو د شړلو توان نلري.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړی ذبيح الله زمری وايي، دغه لانجه هله راپورته شوه، چې د يادو سيمو قومي مشرانو په خپلو سيمه کې د طالبانو د اوسېدو د مخنیوي په اړه ګواښونه وکړل: ((د پرېکړې له مخې نور به هېڅوک طالبانو ته پخپلو کورونو او کليو کې ځای نه ورکوي، که داسې کومه پېښه رامنځته شوه، نو د طالب ساتونکي ته به درنه سزا ورکول کېږي.))
ښاغلی زمری وايي، د قومي مشرانو په ملاتړ ځينې طالبان ودرېدل، چې دا د طالبانو ترمنځ د لانجې او جګړې لامل شوه.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي په اچین او سپين غر ولسواليو کې د وسله والو ډلو موجوديت او د وروستيو جګړو خبره مني، خو وايي، ولسي وګړي پکې نه دي وژل شوي.
دی وايي، د ځايي خلکو او مشرانو په مرسته دولت هڅې پيل کړې چې ددې وسله والو ډلو مخه ونيسي: ((له څه وخت را پدېخوا يوې وسله والې ډلې په اچين او سپين غر ولسواليو توغندي توغول او تردې وړاندې هم يادې سرحدي سيمې د وسله والو د فعاليتونو شاهدې وې.))