لوی الله ﷻ، حضرت يوسف عليه السلام ته د خوبونو د تعبير پوهه ورکړې وه، په مصر کې د هغه مهال واکمن يو خوب لیدلی و، د خوب تعبير يې حضرت يوسف عليه السلام وکړ. د همدغه تعبير پر بنسټ یې وروسته هغې سيمې لپاره پېنځلس‌کلن اقتصادي پلان جوړ کړ. دا پلان د قرآن مجید په سورة يوسف کې له ۴۷م څخه تر ۴۹م ايت پورې راغلی دی.

که موږ د اسلام د وروستي پېغمبر حضرت محمد ﷺ ژوند مطالعه کړو نو راته جوته به شي چې هغه مبارک د خپل ژوند ډېری چارې د منظمو پلانونو په رڼا کې پر مخ وړلې. د يوسف عليه السلام پاسنی کيسه او د پېغمبر محمدﷺ سيرت جوتوي چې پلان او اسلام سره په ټکر کې نه دي.

په پرمختللې نړۍ کې خلګ به پلانه کار کولو ته د پټو سترګو کار وايي. پوهان وايي که تاسې د يوه کار لپاره پلان جوړ کړ ګواکې کار مو پنځوس سلنه بشپړ کړ.

د پلان د اړينتيا کچه موږ له دې ځايه هم مالومولای شو چې په نړۍ کې د هېواد‌مشريزو، پارلماني او نورو ټاکنو نوماندان په هره غونډه کې ولس ته خپل پلانونه تشريح کوي او د همدغو پلانونو پر سر رايې ټولوي.

د ژوند په هره برخه کې او پر هره کچه باندې پلان جوړول د انسان په کار کې اساني او رواني رامنځته کوي. د پلان په مرسته موږ په ډېره اسانۍ خپل لومړيتوبونه ځانګړولای شو. که موږ د خپل ژوند د لومړيتوبونو يو لست جوړ کړو وروسته په همدغه لست کې ډېر اړين لومړيتوبونه را وړاندې کړو او لږ اړين يې ورپسې کړو او بيا هر يوه ته خپل وخت او سرچينې په منظمه توګه ځانګړي کړو دا به موږ ته د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې ډېره اساني رامنځته کړي.

زموږ د ژوند ډېری چارې له دې امله نيمګړي پاتېږي او ناکامېږي چې يا خو یې موږ د پلان له مخې نه کوو او يا مو پلان کمزوری وي. پاس مو د پلان جوړولو پر اړتيا خبرې وکړي، خو څومره چې پلان جوړول اړين دي هماغومره د پلان ښه والی او هر اړخيزوالی اړين دی.

کابو ۳۴ کاله وړاندې جورج ټ. ډوران ويلي وه چې پلان بايد SMART وي. سمارټ په انګليسي کې ځيرمن يا ځيرک ته وايي. خو دلته جورج ډوران سمارټ په خپله دوديزه مانا نه دی کارولی. له سمارټ څخه جورج ډوران لاندې ماناوې اخيستې.

T R A M S
Time-bound Realistic Achievable Measureable Specific
مهال‌اېل (چې د وخت بريد ورته ټاکل شوی وي) واقعي (پرځای) د ترلاسنې وړ (تر وس لاندې) مېچ‌وړ (د اندازه کولو وړ) مشخص

راشی د ۲۰۱۵م کال په دې لومړۍ اونۍ کې د خپل ژوند د بېلابېلو څانګو لکه زدکړه، روغتيا، کاروبار… لپاره يوکلنې موخې وټاکو او بيا همدغو موخو ته د رسېدو لپاره سمارټ کار‌پلان جوړ کړو او د کال په پای کې وګورو چې د پلان په برکت زموږ ۲۰۱۵م کال د ۲۰۱۴م په پرتله څومره له لاسته راوړونو ډک دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *