ما ته یاد شي د طالبانو په واکمنۍ کې به چې خوست کې هر چا غواګۍ [سراچه] موټر درلود نو کلیوالو او خپلوانو به یې هڅې کولې چې دوی هم غواګۍ ولري، حتا ځمکې به یې خرڅولې خپلې ناسمې سيالۍ به یې پاللې. خو له طالبانو راوروسته د نوي حکومت په پيل کې افغان پوهنتون له پېښور څخه خوست ته انتقال شو، برعکس په خوست کې په ‌‌‌‌‌‌ډېر کم وخت کې ناسمې سيالۍ په سمو سياليو بدلې شوې، هغه داسې چې اوس که د هر چا زوی او ورور له هېواده بديا ماسټري یا لوړې زده کړې کوي په مقابل کې یې کلیوال او خپلوان هڅې کوي، خپلې ځمکې ورته خرڅوي، د شخصي روابطو څخه استفاده کوي، تر څو په علمي برخه کې کره او سمه سیالي وکړي، چې خپل اولادونه د لوړو زده کړو لپاره نورو هېوادونو ته واستؤي. ‎

طبیعي ده، علمي مرکزونه بلې ‌‌‌‌‌‌ډيوې دي هر چيرې چې ځي هلته خپلې رڼاګانې خورؤي. ‎د شېخ زاید پوهنتون د خوست په بڼه کې مثبت بدلون راؤست، ټولنیز او مدني فعالیتونه، شخصي ښوونځي او پوهنتونونه زیات شول، هر چا تعلیم ته مخه کړه. ‎د خوست خلک مېړني او بافرهنګه خلک دي په خلیج او غربي هیوادونو کې مزدورۍ کوي، پيسې یې خوست ته راځي او په مصرف رسیږي. له محصلينو مو دا غوښتنه ده چې د احزابو له لومو ځانونه وساتي، خپلې زده کړې، مالي لګښتونه او وخت په پام کې ونيسي، خپل منځ کې متحد خپلې خاورې ته وفادار اوسي. ملي احساس اتفاق رامنځ ته کوي او له مختلفو فرقو ملت جوړؤي.

داسې ګنګوسې آورم چې د شېخ زايد پوهنتون په اداره کې ځينې کړۍ او حزبونه ګوند بازۍ کوي. د استادانو او دولتي مربوطه ادارې چارواکو څخه مو غوښتنه دا ده چې دې مسایلو ته زمونږ په اکا‌‌‌‌‌‌ډومیک ماحول کې وده ورنه کړي. شیخ زاید پوهنتون په ‌‌‌‌‌‌ډېرو مشکلاتو او منډو ترړو رامنځ ته شوی دی، دا زمونږ لپاره سره کرښه ده، مونږ نه غواړو چې شېخ زاید علمي پوهنتون دې د ځينو پوهنتونو په شان سیاسي روزنتون شي. د خوست ویښو ځوانانو باندې غږ کوو چې پورتنیو موضوعاتو ته بېدار اوسي، تر څو خپل علمي مرکز مو ساتلی وي او هم مو داسې ملي کدرونه روزلي وي چې په مجموعي مسایلو آګاه او د خدمت جوګه وي. مونږ غواړو د شېخ زاید پوهنتون په يؤ داسې پوهنتون بدل شي چې ملي سطحه يې څه بلکې په راتلونکي کې په نړۍ وال معيار يؤ نامتو پوهنتون وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *