تاند، شنبه، د قوس ۲مه: په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د خراسان څانګې په جنګیالیو پسې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه تازه دمي داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

دا له هغو شاوخوا ۷۰۰ تسلیم شویو داعشیانو څو ورځې وروسته لومړۍ ډله ده چې افغان ځواکونو ته وسلې په ځمکه اچوي.

افغان ځانګړي ځواکونه وايي، دغه ۱۰ داعشیانو ورته تېره ورځ په اچین ولسوالۍ کې له لس میله کلاشنکوفونو سره تسلیمي ورکړې ده، خو وايي، لا هم په اچین کې د داعش یوه کوچنۍ ډله د دوی پر وړاندې په جګړه کې بوخته ده.

څو ورځې وړاندې افغان حکومت هغه ۷۰۰ داعشي ښځې، نارینه او ماشومان رسنیو ته ښکاره کړل چې په وروستۍ میاشت کې يې افغان ځواکونو ته تسلیمي ورکړې وه.‎

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *