‎سره له دې چې په افغانستان کې ‌‌‌‌‌‌ډېر لوی او با وقاره قومونه ژوند کوي، خو د یووالي د پاره هیچا د زړه څخه کار ونکړ، همدا بېلوالی ددې سبب شوی چې دښمن مو حتی په حجرو کې هم نفوس وکړي، او څه یې چې زړه وي هغه په موږ وکړي.

‎یو موټی ملت د دښمن په خوله ګذار جوړېدای شي، خو بېل ملتونه د بربادۍ کندې ته لوېدای شي.

‎د افغانستان قومونه د بربادۍ کندېته لوېدلی، ټول غواړو له دې کندې ووځو خو نشو کولی ځکه چې له موږ لاره ورکه ده موږ سمه لاره پریښې، موږ په غلطه روان یو.

‎موږ د هېواد په ټولو چاروکې ځانونه بې مسوولیته کړي، او اوږې مو ترې سپکې کړي. سره له دې چې پوهېږو هېواد مو په موږ حق لري.

‎راځئ چې له ځانو وپوښتو چې ‎موږ خپله د هېواد په جوړښت او امنیت کې څومره ون‌‌‌‌‌‌ډه لرلی شو؟
‎دا باید ومنو چې افغانان په نړۍ کې یو غیرتي او مېړنی قوم دی ، چې دا باتوره قوم هر څه کولی شي.
‎موږ کولی شو چې د هېواد په امنیت کې ‌‌‌‌‌‌ډېره موثره ون‌‌‌‌‌‌ډه ولرو ، په هغه صورت کې چې موږ د هېواد امنیت صرف د دولت مسوولیت ونه ګڼو.

‎کله چې ولسونه د یووالي تړونونه وتړي هغه وخت به موږ د ترقۍ او د ښه راتلونکي طرف ته حرکت کوو.
‎دولت زموږ د پاره دی او زموږ د پاره کار کوي.

‎زموږ امنیتي ځواکونه هره ورځ له دښمن سره زموږ د خوندیتوب د پاره جګړه کوي او شهیدانېږي.
‎دا باید درک کړو چې دولت موږ ته لویې برنامې لري، ، زموږ د پاره امنیتي قوتونه تشکلیوي، زموږ د امن د پآره هره ورځ نورو هېوادونو ته سفرونه کوي او د سولې حل لارې لټوي ‎تر څو موږ آرام او ښه ژوند ولرو .

‎راځئ لومړی داسې وکړو هغو کسانو ته نور نه اجاز ورکړو او نه غوږ ورته ونیسو کوم چې د نظام مخالفین دي،ځکه چې هغوی خپلې شخصي موخې لري کله چې خپلو موخو ته ورسېږي موږ یواځې پرېږدي هغوی د نورو په اشارو د برحال نظآم د نړېدو په لټه کې دي سره له دې چې له دې مخالفینو سره هېڅ بل بدیل ددې نظام نشته .

‎راځئ چې هغو اشخاصو ته اجازه ورنکړو کوم چې زموږ د هویت په سر معاملې کوي ځکه دا اشخاص پوهېږي چې د افغانانو د هویت بدلیدل د هیچا د وس کار ندی ، ټول پوهېږي چې د افغانانو هویت په ټوله نړۍ کې ثابت شوی.
‎دا کړۍ ددې لپاره چې نظآم مو پياوړی نشي حالات نور هم بحراني شي نو دا هویتي مسایل رامنځته کوي.

‎راځئ چې د هغو اشخاصو مخه هم ونیسو کوم چې هڅه کوي په خپلو سیمو کې وسله والو ته ځای ورکړوي، او ولس ته داسې څرګندوي چې ګواکې دا وسله وال د اسلام مدافعین دي.

‎دا اشخاص هم خپلې موخې لري، د همدې اشخاصو په مرسته وسله وال کله د کرکټ په میدان کې ، کله په جومات کې ، ، کله په ښوونځيو کې، او کله په عامو بازارونو کې بېګناه افغانان شهیدانوي، د همدې پرديپالو اشخاصو په مرسته وسله وال هره ورځ زموږ ددې وطن امنیتي ځواکونه په ‌‌‌‌‌‌ډېر ظلم سره په شهادت رسوي.

‎راځئ چې په هرولایت او هره سیمه کې د نجونو او هلکانو زده کړې جبري کړو ، لکه څنګه چې د پکتیا د لجې منګلو قوم تړونونه کړي چې که چا خپلې لوڼې ښوونځيو ته پرېنښودې نو جریمه به پرې کوي، د خوست ولایت د موسی خېلو قوم په اولادونو زده کړې جبري کړي دي، دغسې تړونونه مو آبادوي.

‎راځئ چې د پښتون ، تاجک ، ازبک، هزاره او نور قومي بحثونه پرېږدو ټول د افغانستان د دولت د ملاتړ په خاطر تړونونه وتړو تر څو نظام کې شته ستونزې حل او د پياوړتیا د پاره یې نوې لارې وموندو،ځکه چې دښمن ته د ټولو وژل یو رقم لزت لري، د ټولو افغانانو د وینې رنګ یو شان دی  ‎دښمن ته یو قوم هم بهتر ندی ،ځکه چې زموږ دښمن د نورو په اشارو او پيسو موږ وژني، موږ بېلولي، زموږ ‎د نظام د ړنګېدو هڅې کوي.
‎په آخر کې وایم
‎که زړونه سره يو کړو او لاسونه سره ورکړو
‎دا کاڼي به لعلونه شي او دا بوټي به لونګ شي

‎راځئ چې لاسونه سره ورکړو مسوولیتونه وپېژنو او خپله ایماني او وجداني دنده په صداقت سره ترسره کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *