‎کله چې یوه ټولنه پرمختګ کوي ، لومړنی شرط یې دا دی چې باید هغه ټولنه قانونمنده شي، د ټولنې ټول وګړي قانون په ځان و مني، که هغه عام ولس دی او یا هم دولتي چارواکي، ځکه همدا د قوانینو مراعات کول د ټولنې د پرمختګ سبب کېږي، او حقونه هر وګړي ته په مساوي توګه رسېږي، دې سره دې عامو وګړو او دولتي چارواکو د ژوند امکانات یو څه مساوي کېږي.

‎د قانون په تطبیق سره موږ هغه هیلو ته رسېږو چې له ‌‌‌‌‌‌ډېرو کلنو ترې بې برخې وُ.

‎موږ یو قانونمنده دولت ، او نظام لرو ، موږ ‌‌‌‌‌‌ډېر قوي امنیتي ځواکونه لرو، موږ قوي هوا،يي پوځ لرو ، موږ عدلي او قضايي ارګانونه لرو ، دا ټول هغه څه دي چې په وخت سره د ولس ستونزو ته رسېدنه کولی شي، اوس نو غیرمسوولو وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو ته څه اړتیا ده ؟

‎کلونه کېږي چې هېواد مو همدې غیرمسوولو وسله لرونکو ‌‌‌‌‌‌ډلو بحران ته طرف ته وړی دی ، همدې غیر مسووله وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو هېواد کې نا امنیوته زمینه برابره کړې ده ، د خلکو ځمکې یې غصب کړې دي، د خلکو ناموس ته یې لاس اوږود کړی ، له ولس څخه یې په زور پيسې او د هغو کورونه اخیستي، یعنې په ټوله کې دا ‌‌‌‌‌‌ډلې هېڅ ګټه ټولنې ته نه لري، موږ تل په دولت نیوکه کوله چې ولې د غاصبانو، قاتلانو ، او په ټوله کې د ټوپکسالارانو سره حساب نه کوي ؟ ولې دوی محاکمه کېږي نه او داسې زرګونه نورې خبرې او ګیلې راسره وې.

‎زموږ د ملي یووالي حکومت مشر ښاغلي غني صیب اوس د ټولو زورواکو ، غیر مسوولو وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو ، غاصبانو، قاتلانو، ظالمانو سره حساب کتاب پيل کړی دی اوس همدا ولسمشر به د همدې خلکو له مریو نه ددې ولس حقونه را باسي او بېرته به یې ولس ته ورکوي.

‎اوس نو ولس ته په کار ده چې د ولسمشر ددې راز کړنو ملاتړ وکړي او د قانون په تطبیق کې ورسره همکار واوسي، نه دا چې د یوه قاتل او ظالم په خاطر خپل نظام ګواښي نوره دا زور او زورواکۍ ختمې دي ، باید چې په افغانستان کې ټولې غیرمسوولې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې ختمې شي ، دا هېواد دې اشخاصو ته هېڅ اړتیا نه لري ددې اشخاصو هېڅ راز خیر دې هېواد او ولس ته نه رسېږي.

‎ولس د هم ددې اشخاصو پر ځای د قانون او د نظام ملاتړ وکړي ځکه چې ولس ته د امکاناتو برابرول ، د خپلو حقونو څخه برخمن کېدل، ددوی ستونزو ته رسېدګي کول، دا ټول دولت کولی شي.

‎ولسمشر غني هغه څه څوک دی چې ددې هېواد بنیاد به له فساده ، او له ظلمه پاکوي ،ځکه چې ولس سره یې ژمنه کړې او بل دا چې ولسمشر په خپلو ژمنو کې یو قاطع شخص دی کله چې کومه ژمنه وکړي نو حتمن یې سر ته رسوي خو لږ وخت غواړي دا نو د ولس په همکارې او صبر پورې اړه لري.

‎زه په وروستۍ کې دا وایمه چې

‎اې ولسه! راځئ چې د ولسمشر کړنې تقدیر کړو ، د زورواکو په له منځه وړلو کې ورسره همکار واوسو د قانون په تطبیق کې ورسره هم قدمه واوسو ځکه چې دې کار سره زموږ د راتلونکو نسلونو ژوند هوسا کېږي او د افغانستان نوم ځلانده کېږي.

‎نن ورځ ولسمشر د لوړپوړو چارواکو محاکمې پيل دي نن ورځ ولسمشر د زورواکو سره حساب پيل دی دا هر څه وړه خبره نده دا ټول د ولس ملاتړ ته اړتیا لري .
‎قانونمنده ټولنه مو خپلو هیلو ته رسوي.

One thought on “‎قانون باید ومنو | ډیوه افغان”
  1. هوکه ځان عاقل ،ممسلمان او افغان بولو نوباید قانون ومنو او هره غوښتنه موباید دقانون له لاری ترلاسه کړو نو دی ته وایی مهذب مسلمان افغان.
    که رښتیا هم موږ دبن د انحصاری معاملی پر ځای تعهد کړای وای چی د الله (ج) اوامر او قانون د زړه نه منو او فقط اسلام باید حکومت وکړی نه انحصار، نفسانی خبیثه او ارذل خواهشات، نو ترننه به ډیر مثبت اومفید کارونه شوی وای او ضایعات به صفر ته نژدی وای ،متأسفانه ټول ۱۴ کاله لاقانونی او خپل سری حاکمه وه نوکله چی فیصلی بماانزل الله باندی ولاړی نه وی نونتیجه به ظلم ،فسق او کفر وی چی نن مشهود دی
    اوس د ظلم ،فسق اوکفر سره جهاد فرض دی او د خاینانو دفاع حرامه ده اوهمدا دنجات او خلاصون لار ده ټول ملت باید دی لاری ته سم او خبیثه بقایا او موانع ددی لاری نه لیری کول یی فرض دی او هیڅ څوک حق نلری چی د خاین دفاع وکړی بیا خاصتا د اجرتی قاتلانو د مؤمن ملت اود لوټماری قهرمان جنرالان!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *