ﺍﺳﻼﻣﻲ نړيوال ﭘﻮﻫﻨﺘﻮﻥ اسلام اباد ﮐﯥ ﻧﻮﯤ ﺍﺗﺤﺎﺩﯾې مسولین ﻭټﺎﮐﻞ ﺷﻮ؛ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﻣﺤﺼﻠﯿﻨﻮ ﺍﺗﺤﺎﺩيه ازاده، خپلواکه، بې طرفه ﯾﻮﻩ ﻏﯿﺮ ﺳﯿﺎﺳﻲ ټﻮﻟﻨﻪ ده ﭼﯥ ﺩ ﻣﺤﺼﻠﯿﻨﻮ ﺩ ﺳﺘﻮﻧﺰﻭ ﭘﻪ ﺣﻠﻮﻟﻮ ﺑﻮﺧﺘﻪ ﺩﻩ . ﻧﻮﻣﻮړﯤ ﺍﺗﺤﺎﺩﯾﻪ ﯾﻮﻩ ﺑﻨﺴټﭙﺎڼﻪ ﻟﺮﻱ ﭼﯥ ﭘﺮ ﺑﻨﺴټ ﯾﯥ ﻫﺮ ﮐﺎﻝ د فبروري په اخيره کې کاري موده پوره کيږي، او ﻣﺎﺭﭺ ﺩ ﻣﯿﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړۍ ﻟﺴﯿﺰﻩ ﮐﯥ ﻧﻮﻱ ﻏړﻱ ﺩ اتحاديې د ټاکنې کميسون لخوا ورپيژندل کيږي، پدې ﭘﻮﻫﻨﺘﻮﻥ کې ﺩ ﺍﻓﻐﺎن ﻣﺤﺼﻠﯿﻨﻮ ﭘﻪ ﺷﻤﻮﻝ ﺩ ۴۷ ﻫﯿﻮﺍﺩﻭﻧﻮ ﻣﺤﺼﻠﯿﻦ ﭘﮑﯥ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ څﺎﻧګﻮ ﮐﯥ ﭘﻪ ﻟﻮړﻭ ﺯﺩﻩ ﮐړﻭ ﺑﻮﺧﺖ ﺩﻱ . ﺍﻓﻐﺎﻧﺎﻥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻓﺮﻫﻨګ، ﺍﺟﺘﻤﺎﻋﯽ ﺍړﯾﮑﻮ، ﺍﻭ ﭘﻪ ټﻮﻟﻨﻪ ﮐﯥ ﺩ ﮊﻭﻧﺪ ﺗﯿﺮﻭﻟﻮ ﺳﺎﺭﯼ ﻧﻠﺮﻱ، ﺩﻟﺘﻪ ﭘﻪ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﮐﯥ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﻣﺤﺼﻠﯿﻦ د ﺧﭙﻠﻮ ﺩﺭﺳﻮﻧﻮ ﺳﺮﻩ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﻧړﯾﻮﺍﻝ ﺍﺳﻼﻣﯥ ﭘﻮﻫﻨﺘﻮﻥ ﮐﯥ ﻫﻢ ﺩ ﺧﭙﻞ ﮐﻠﺘﻮﺭ ﺩ ﮊﻭﻧﺪﻱ ﺳﺎﺗﻠﻮ، ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﮐﯥ ﺩ ښﻮ ﺍړﯾﮑﻮ ﺩﺭﻟﻮﺩﻟﻮ ﺍﻭ ﺩ ﯾﻮ ﺑﻞ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﻋﻠﻤﻲ ﻣﺴﺎﯾﻠﻮ ﮐﯥ ﺩ ﮐﻮﻣﮏ ﮐﻮﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﻣﺤﺼﻠﯿﻨﻮ ﺩ ﺍﺗﺤﺎﺩﯦﯥ ﺗﺮ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻧﺪﯼ ﯾﻮﻩ ﺍﺗﺤﺎﺩﯾﻪ ﻟﺮﻱ، ﭼﯥ ﺑﺸﭙړﻩ ﻏﯿﺮ ﺳﯿﺎﺳﯥ ﺍﻭ ﺑﯥ ﭘﻠﻮﯤ ﺍﺗﺤﺎﺩﯾﻪ ﺩﻩ . ﺩ ﺍﺗﺤﺎﺩﯾﯥ ﺑﻨﺴټﯿﺰﻩ ﻣﻮﺧﻪ ﭘﻪ ﻋﻠﻤﻲ ډګﺮ ﮐﯥ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﻣﺤﺼﻠﯿﻨﻮ ﺧﺪﻣﺖ ﮐﻮﻝ ﺩﻱ . ﭘﻪ ﯾﺎﺩ ﭘﻮﻫﻨﺘﻮﻥ ﮐﯥ ﺗﻘﺮﯾﺒﺎ 800 ﺍﻓﻐﺎﻥ ﻣﺤﺼﻠﯿﻦ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ څﺎﻧګﻮ ﮐﯥ ﺩ ﻟﻮړﻭ ﺯﺩﻩ ﮐړﻭ ﭘﻪ ﺣﺎﺻﻠﻮﻟﻮ ﺑﻮﺧﺖ ﺩﻱ، ﭼﯥ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﻣﺤﺼﻠﯿﻨﻮ ﺍﺗﺤﺎﺩﯾﯥ ټﻮﻝ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﯾﻮﻩ ټﻐﺮ ﺭﺍټﻮﻝ ﮐړﯼ ﺩﯼ . ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﻣﺤﺼﻠﯿﻨﻮ ﺍﺗﺤﺎﺩﯾﻪ ﭼﯥ ټﻮﻝ ﺍﻋﻀﺎﺀ ﻳﯥ ﺩ ﺭﯾﻴﺲ ﭘﻪ ﺷﻤﻮﻝ ﺷﭙږ ﻧﻔﺮﻩ ﻭﯤ، ﺩ ﯾﻮﻩ ﮐﺎﻝ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﻣﺤﺼﻠﯿﻨﻮ ﺧﺪﻣﺖ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻮ څﺎﻧګﻮ ﮐﯥ ﺗﺮ ﺳﺮﻩ ﮐﻮﯤ، ﺩ ﯾﺎﺩﯤ ﺍﺗﺤﺎﺩﯦﯥ ﺩ ټﺎﮐﻠﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩ ﺯړﯤ ﺍﺗﺤﺎﺩﯾﯥ ﻣﺴﻮﻟﯿﻦ ﻣﺸﺮﺍﻥ، ځﯿﺮﮎ ﺍﻭ ﺑﺎﺍﺳﺘﻌﺪﺍﺩﻩ ﻣﺤﺼﻠﯿﻦ ﺍﻭ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﺍﺳﺘﺎﺩﺍﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﻤﻮﻝ ﯾﻮ ﮐﻤﯿﺴﯿﻮﻥ ﺟﻮړﻭﻱ، ﭼﯥ ﺑﯿﺎ ﭘﻪ ﺷﺮﺍﯾﻄﻮ ﺑﺮﺍﺑﺮ، ﻭړ کسان ټاکي.
د تير په څېر يوځل بيا د ۲۰۱۷ـ۲۰۱۸ م کال لپاره د اتحادې نوي مسولین وټاکل شول، د واک لیږد تر نامه لاندې غونډه وشوه، چي د ماښام په شپږو بجو پیل او د ماخستن پر ۹:۰۰ بجو پاي ته ورسیده نوې اتحاديه په ﺭﺳﻤﻲ ډﻭﻝ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﻣﺤﺼﻠﯿﻨﻮ ﺗﻪ ﻭﺭﻣﻌﺮﻓﻲ ﺷﻮﻩ، ﻏﻮﻧډﻩ ﺩ ﻗﺎﺭﯼ ﺻﯿﺐ عبد الکبير ﭘﻪ ښﮑﻠﯽ ﻏږ ﺩ ﻗﺮﺁﻥ ﭘﺎﮎ ﭘﻪ څﻮ ﻣﺒﺎﺭﮐﻮ ﺁﯾﺎﺗﻮ ﭘﯿﻞ ﺷﻮﻩ ورپسې ملي سرود وغږول شو او ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ښﺎﻏﻠﯥ ﺍﻭ ﻗﺪﺭﻣﻦ ﺍﺳﺘﺎﺩ ﺩﻭﮐﺘﻮﺭ ﻓﻀﻞ ﺍﻟﺮﺣﻤﻦ ﻋﺒﺪﺍﻟﻐﻔﻮﺭ غونډي ګډونوالو ته خپله وینا واوروله، نوموړي د علم په اهمیت رڼا واچوله او ځوانان یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل ﺩ ﻧﻮﯤ ﺍﺗﺤﺎﺩﯾﯥ ﻣﺴٶﻟﯿﻨﻮ ﺗﻪ ﺩ ﻣﺒﺎﺭﮐﺊ ﺗﺮ څﻨګ، تيرى اتحاديې څخه ډيره زياته مننه وکړه، چې خپل دروند مسٶليت په ډيره ښه توګه تر سره کړ. ورپسې دوکتور فضل ربي ممتاز خپله عالمانه وينا وکړه، او نوي انتخاب شوي اتحادیې ته یې د پوره او هر اړخیزي همکاری ډاډ ورکړ، نوموړي زیاته کړه چې، ویاړم د داسی هیواد د محصلینو نوم راپوري ده چې په علمي، فرهنګي، اجتماعي او هم له اخلاقي پلوه تر بل هر چا مخکښ یو، غونډي ته د وینا پر مهال دوکتور صاحب د افغان محصلینو اتحادیه د یووالي سمبول وبلله او د افغانانو ترمینځ یې په یووالی ټینګار وکړ. د اتحاديې د ټاکنې کميسون رئيس ﺩﻭﮐﺘﻮﺭ نظام الدين کامل هم خپله وينا وکړه، او ﺯﯾﺎﺗﻪ ﮐړﻩ ﭼﯥ ﯾﺎﺩ ﻣﺴٶﻟﯿﻦ ﺩ ﻭړﺗﯿﺎ ﺍﻭ ﺍﺳﺘﻌﺪﺍﺩ ﭘﻪ ﺑﻨﯿﺎﺩ ټﺎﮐﻞ ﺷﻮﯾﺪﯤ، ﺍﻭ ﭘﻪ ﺍﺧﯿﺮﻩ ﮐﯥ ﭘﻪ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﻣﺤﺼﻠﯿﻨﻮ ﻏږ ﻭﮐړ ﭼﯥ ﺗﺎﺳﯥ ﺑﺎﯾﺪ ﺩ ﺍﺗﺤﺎﺩﯾﯥ ﻟﻪ ﻣﺴٶﻟﯿﻨﻮ ﺳﺮﻩ ﻫﺮ ﺍړﺧﯿﺰﻩ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻭﮐړﺉ ﺍﻭ ﺧﭙﻞ ﭘﻪ ﻭﺱ ﭘﻮﺭﻩ ﺧﺪﻣﺘﻮﻧﻪ ﺗﺮﯤ ﻭﻧﻪ ﺳﭙﻤﻮﺉ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺍﺧﯿﺮﻩ ﮐﯥ ﯾﯥ ټﺎﮐﻞ ﺷﻮﻭ ﻣﺴٶﻟﯿﻨﻮ ﺗﻪ ﯾﯥ ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﺭﺏ ﺍﻟﻌﺰﺕ څﺨﻪ ﺩ ښﻪ ﭼﺎﺭﻭ ﺩ ﺗﺮﺳﺮﻩ ﮐﻮﻟﻮ ﻏﻮښﺘﻨﻪ ﻭﮐړﻩ . ﻟﻪ ﺩﻭﮐﺘﻮﺭ نظام الدين کامل څﺨﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺩ ﺗﯿﺮﯤ ﺍﺗﺤﺎﺩﯾﯥ ﻧﻮﯤ ﻣﺴٶﻟﯿﻨﻮ ﺗﻪ ﺩ ﻣﺒﺎﺭﮐۍ ﺗﺮ څﻨګ ﺩ ﺧﭙﻞ ﯾﻮ ﮐﻠﻨﯥ ﻻﺳﺘﻪ ﺭﺍﻭړﻧﯥ ﺫﮐﺮ ﮐړﯤ ﭼﯥ ﺩ ﯾﺎﺩﻭﻟﻮ ﻭړ ﯾﯥ ﺩ ۴۷ ﻫﯿﻮﺍﺩﻭﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځ ﺩ ﮐﻠﺘﻮﺭﯤ پروګرام ﻟﻮﻣړﺉ ﻣﻘﺎﻡ ګټﻞ ﻭﻭ ﺩﻭکتور نظام الدين کامل ﺩ ﺗﯿﺮﯤ ﺍﺗﺤﺎﺩﯾﯥ ﻣﺴٶﻟﯿﻨﻮ ﻧﻪ ﺩ ﺯړﻩ ﻟﻪ ﮐﻮﻣﯥ ﻣﻨﻨﻪ ﻭﮐړﻩ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﺴﻮﻟﯿﺘﻮﻧﻪ ﯾﯥ ﭘﻪ ښﻪ ﺗﻮګﻪ ﺗﺮ ﺳﺮﻩ ﮐړﯤ ﻭﻭ، ﺍﻭ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﻣﺤﺼﻠﯿﻨﻮ ﺗﻪ ﯾﯥ د نوى اتحاديې مسٶلين وروپيژندل .
ﺩ ﻧﻮﯤ ﺍﺗﺤﺎﺩﯾﯥ ﻣﺴﻮﻟﯿﻦ ﻻﻧﺪﯤ ﮐﺴﺎﻥ ﺩﯤ .
ﺭئﯿﺲ : فريد الله ځاځى
ﻣﻌﺎﻭﻥ : عبد الخالق بيک
د کلتوري ﭼﺎﺭﻭ ﻣﺴٶﻝ: ذبيح الله انوري
ﺩ ﻣﺎﻟي ﭼﺎﺭﻭ ﻣﺴٶﻝ : نجم الدين غزنوي
ﺩ ﺑﻬﺮﻧﯿﻮ ﭼﺎﺭﻭ ﻣﺴٶﻝ : نثار احمد ﺩ ﻧﺸﺎﻃﺎﺗﻮ
ﺍﻭ ﺳﭙﻮﺭﺗﯥ ﭼﺎﺭﻭ ﻣﺴٶﻝ: خيال وزير
ﻟﻪ ﺩﯤ نه وروسته د نوې اتحادیې د معرفت لړی پیل شوه، د نوې اتحادیې رییس ښاغلی فریدالله ځاځي غونډي ته د راغلیو میلمنو او محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ خپل لنډ تعرف وکړاو د ټاکنو له محترم کمیسیون څخه یې مننه وکړه چې دی یی ددي ستر مسؤلیت د اوچتولو لپاره وړ او مناسب شخص وګاڼه او باور یې پري وکړ، ښاغلي ځاځي همدارنګه خپل یو کلن کاري پلان د غونډی ګډونوالو ته واوراوه او د یاد پلان په عملي کیدو کی یې له محصلینو د همکاري غوښتنه وکړه، ورپسي د اتحادیې غړو هر یو عبدالخالق بیک،ذبیح الله انوري، نثارآحمد احمدزي، نجم الدین غزنوي او خیال وزیر اتل خپل لنډ تعرف او په پوره اخلاص او صداقت سره د ورسپارل شوي مسؤلیت د ادا کولو لوړه او د پروګرام په اخيرو شېبو کې تيرې اتحادې خپله کار ګزاري بيان او هغو محصلينو ته يې انعامات هم ورکړل چې ښه کار کردګي کړې وه، او پروګرام د قاري صيب عزیز الرحمن حنیف په دعا سره پاي ته ورسيده.
په درنښت: ذبيح الله انوري د کلتوري چارو مسٶل