په داسې حال کې چې افغانستان او نړۍ تازه په سوریه کې د ایران لهخوا له افغان شعیه ځوانانو د جوړې فرقې پر پراخو تلفاتو خبر شول، په ایران کې حکومت ته نژدې منابع په یمن کې د حوثي شعيه ملېشو د ملاتړ لهپاره د فاطمیون لښکر په بیا سمبالولو بوخت دي.
ویل کیږي چې د دغه څه باندې ۱۲ زریز ځواک لویه برخه ځوانان د افغانستان له کلیو او ښارونو جذب شوي هزاره ځوانان دي چې د ایراني دولت د ۵۰۰ ډالرو تنخوا او د هغه هېواد د تابعیت د تر لاسه کولو د ژمنې لهپاره دې قربانۍ ته تیار شوي دي.
سره له دې چې اوس په دغه موضوع نه په افغانستان کې شعيه سیاسي مشران او نه ایراني چارواکي پرده اچوي، نوې جبهې ته د دغې نوم بدې فرقې د سرتېرو د استولو چاره روانه ده.
په ایران کې چارواکي لګیا دي، د سعودي عربستان پولو یانې یمن ته د دغو جګړهمارو زرګونو ځوانانو د استولو پلان برابروي.
موخه یې دا ده چې په یمن کې حوثي شعیه قوم ته په لاس ورغلی حکومت ټینګ کړي او د سعودي ټلوالې د فشار په موخه یې د پیاوړي ځمکني ځواک په توګه وکاروي.
په سوریه کې د داعش ضد جګړې له پای ته رسولو وروسته د ایراني جنرالانو لهخوا د فاطمیون غړو ته ویل شوي دي چې د یمن په غرونو او سپېرو درو کې به د دوی لهپاره جګړه تر سوریې اسانه وي او لامل یې هم د یمن او افغانستان ورتهوالی ښوولی دی.
تر اوسه په یمن کې د هزاره افغان ځوانانو د جګړې څرکونه نه دي لیدل شوي، خو د افغانستان دولت تر همدې څو میاشتې له مخه پورې په سوریه کې هم د ایران لهخوا د کرایه شویو افغان شعیه ځوانانو د جنګېدو په تړاو بېخبري ښووله او ې په دې برخه کې یې د کره اسنادو د نشتوالي بهانه کوله، خو چې په سوریه کې د نیول شویو او وژل شویو شعیه هزاره ځوانانو په وېډیوګانو یوټیوب ولړل شو او د ایران چارواکيو، جنرال قاسم سلیماني او د افغانستان د اجراییه ریاست دویم مرستیال یې د ویاړ نغاره وډنګوله، نو ایرانیانو هم دغه ایراني لښکر ته د اوښتي زیان خبره ډاګیزه کړه.
د افغانستان د دولت سیاسي دریځ تر اوسه هم په دې اړه څرګند نه دی او د کوم ښکاره اغیز لرونکي غبرګون هیله هم نه تر سترګو کېږي.
حکومت ځان تېر باسي او د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره د خبرو د پیلولو خبر ورکوي، په داسې حال کې چې د فاطمیون لښکر ته کډوال نه، بلکې له څو کلونو راهیسې د افغانستان د پلازمینې په لوېدیز او د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې ښکاره جلب او جذب روان دی چې د محمد محقق په ګډون یو شمېر چارواکي یې په هر څه خبر دي، خو که دوی وايي چې په دې تړاو مالومات نه لري، نو څرنګه امکان لري چې په ایران کې دې د داعش ضد جګړې د پای په تړاو جوړو شویو مراسمو کې پر افغان شعیه ځوانانو د ویاړ ټټر ووهي او یا دې دغه ډول مراسمو ته ور وبلل شي.
د فاطمیون یو وژل شوی افغان قوماندان علي رضا توسلي د میدان وردګو ولایت و چې په سوریه کې یې د یوه هوايي برید په ترڅ کې سر وخوړ.
پر فاطمیون سربېره، د زینبیون په نوم فرقه هم پر افغان شعيه کډوالو یا ځوانانو ډکه ده چې په سوریه کې د ایران او بشار اسد په ګټه یې د جګړې چارې سمبالولې.
فاطمیون او زینبیون اوږه پر اوږه له تېرو ۵ کلونو راهیسې جګړه کړې او ایران په سیمه کې د خپلو سټراټیژیکو موخو او نیابتې جګړې لهپاره دغو ډلو ته پراخ مالي او نظامي امکانات برابر کړي وو.
ایران د دغه لښکر په مټ په عراق او سوریه کې خپلو لویو سټراټیژیکو موخو ته ورسېد او په سیاسي ناستو کې په ښکاره له دغې ډلې څخه د تهران د ملي ګټو په خوندیتوب کې یادونه کوي.
د ایران پلان دا دی چې په یمن او افغانستان کې هم ترې ورته ګټه پورته کړي. څو ورځې وړاندې ګلبدین حکمتیار ورته اندېښنه په بل ډول راپورته کړه او ویې ویل چې ایران هڅه کوي، داعش افغانستان ته راوړي او بیا یې پر وړاندې مشخصې ډلې رامیدان ته کړي.
د ایران د قدس رضوي ایالت مشر سید ابراهیم ریسي څه موده له مخه د فاطمیون لښکر د وژل شویو غړيو د یاد په مراسمو کې وویل چې که دغه لښکر نه وای، داعش به اوس په تهران کې وو. دغه لښکر ته په تهران کې د ایراني سپر او پیش مرګه نوم هم کارول کېږي.
په ایران کې له فاطمیون لښکر سره یو شمېر یو ځای شويو ځوانانو پر ټولنیزو رسنیو ویلي چې د دوی وژل شوي ملګري په ایران کې خارو ته سپارل شوي دي او لا یې هم کورنیو ته د ایران تابعیت نه دی ورکړل شوی چې د ایراني حکومت لهخوا له دوی سره ژمنه شوې وه، خو په تېرو پنځو کلونو کې د دغه لښکر 8000ټپیان د سوریې په دولتي او ایراني روغتونونو کې تر درملنې لاندې وو.
یو شمېر رپوټونه وايي چې د فاطمیون او زینبیون لښکرو څه باندې ۵ زره افغان شعیه غړي وژل شوي او لا درکه دي.
د جنرال سلیماني تر مشرۍ لاندې دغه څو زریز ځواک په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۷ کلونو کې د بشار اسد د واک ټینګولو او پراخولو لهپاره خورا مهم لښکر و چې د سوريې حکومت مخالفو پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېدل او د سوریې دولت ویلي چې ټولې جګړې دوی ورته ګټلې دي.
د دغه لښکر جګړهمارو ته په ایران کې د نوم لیکنې مرکزونه پرانیستل شوي دي او ایران وايي چې دغه افغان شعیه ځوانان د دوی د سپېڅلو ځایونو د ساتنې په موخه په خپله خوښه ځي، خو له دغه لښکر سره یو ځای شويو ځوانانو ته په ایران کې ۵ اوونۍ جنګي روزنه ورکول کېږي او د موټرو په مټ د عراق له لارې سوریې ته استول کېږي.
له ایراني رسنیو سره د دغه لښکر د ټپیانو له شویو مرکو ښکاري چې د ایران لهخوا ورته ان په افغانستان کې د طالب او داعش پر ضد یوه ورځ د جنګېدو ویل شوي دي او په دې تړاو یې د هغو نظرونه منعکس کړي دي.
دغه ډول مرکې په انټرنټ کې زیاتې لیدل کېږي چې د فاطمیون غړيو ته ویل شوي دي چې د دوی په اصطلاح د فارسي ژبو او شعیه هېوادونو د ازادۍ لهپاره باید هره ورځ جګړې ته تیار وي.
له ایراني رسنیو سره د فاطمیون غړيو په خپلو مرکو کې د خپل لښکر د غړو شمېر تر ۲۰ زرو پورې ښوولی دی چې جنګي زدهکړې یې تر ډېره د لبنان د حزب الله د قوماندانانو لهخوا تر لاسه کړې چې د سوریې د جغرافیې په اړه یې پوره مالومات لرل.
په داسې حال کې چې اوس د فاطمیون کیسه ډنډوره شوه، نو د افغانستان دولت ته پهکار دي چې له ایران، سوریې او لبنان څخه د دغه ځواک د کسانو د پېژندګلوي په اړه بشپړ مالومات وغواړي او د اروپايي او نورو هېوادونو په څېر افغانستان ته د دغو کسانو په راتلو بندیز ولګوي او له څرک لګېدو سره سم یې زندان ته واستوي.
اروپايي هېوادونو له داعش سره د خپلو اتباعو یو ځای کېدو او بېرته ورستنیدو په اړه ورته پالیسي اختیار کړه چې له برکته یې په سلګونو هغه ځوانان د زندان د تمبو شا ته واچول چې یو مهال له داعش سره جنګېدلي وو.
که په کابل کې حکومت د فاطمیون کرایه شويو افغان جګړهمارو ته سینه خلاصه کړه، نو تمه دې ولري چې یوه ورځ به د ایران د سټراټیژیکو ګټو لهپاره په ډېره اسانۍ دلته د خپل افغان پر ضد وسله پورته کړي.
سرخط ورځپاڼه
د فاطمیون او زینبیون غړي چې په ایران کې یې تروریستي زده کړې لیدلي او عملا د انسانانو په وژلو عادت شویدي ، رښتیا هم افغانستان او اروپایی هېوادونو ته په راتلونکې کې لوي خطر پېښولی شي. دواړو لوریو ته لازمه ده چې د دغو سخت زړیواوعقده یې ډلو او د هغوي د غړو په باره کې پوره معلومات راټول او یو بل ته د همکارۍ لپاره خپل معلومات سره تبادله او د هغوي د بېرته ورتلو مخه ونیسي.