تاند- ایا له دې خبر یاست چې په ارام سمندر کې د غورځول شویو پلاستیکونو او نورو خځلو یا کثافاتو اندازه به څومره وي؟

مېل ورځپاڼې په یوه راپو رکې ویلي چې په ارام سمندر کې غورځول شویو کثافاتو د فرانسې د خاورې هومره ساحه ډکه کړې ده.

د هوا له لارې له اخیستل شویو تصویرونو ښکاري چې د امریکا د کلیفورنیا په لوېدیځ کې په سمندر کې ۷۹ زره ټنه پلاستیک اچول شوی دی. دا اندازه تر پخواني اټکل ۱۶ ځلې زیاته ده.

له دې داسې ښکاري چې په دې سیمه کې تر هغه څه چې مخکې څېړونکو اټکل کاوه، خورا زیات پلاستیک کوټه شوی دی.

څېړونکي وايي چې له دغو کثافاتو څخه وتونکي زهرجن یا ټاکسیک مواد کبانو ته انتقالېږي او کله چې انسانان د کب غوشه خوري، انسان ته لېدي.

ډاکتر لورینټ لیبرټن، چې د دې څېړنې یوه له دوو لیکوالوانو څخه دی، مېل انلاین ته ویلي، په پسفیک یا ارام سمندر کې د کثافاتو دا لوی ډېران د هاوايي او کلیفورنیا ترمنځ موقعیت لري.

څېړونکي وايي چې د دې ډېران په سلو کې ۹۹ اشعاریه ۹ پلاستیک دی.

دوی دغه راز وايي چې یو ملیارد او ۸۰۰ ملیونه پلستیکي ټوتې د اوبو پر سر لامبوزنې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *