نقيب احمد عزيزي
شهادت د مسلمان هغه قتل ته وايي چې له قصاص او فساده پرته ووژل شي. په عقيدوي جګړه کې د حربي کفارو په لاس د مسلمان قتل د شهادت اعلی مرتبه ګڼل شوې ده.
خو پوښتنه دا ده چې د دغسې جګړې له ډګره پرته په عامو حالاتو کې د مسلمانانو لپاره د شهادت دعا شرعاً ضرور کار دی، که هسې مفروض مقدس تمايل دی؟
د شهادت د مرګ غوښتونکي يو حديث شريف راوړي چې ابوهريرة «رض» روايت کړی، وايي چې رسول الله فرمايي؛ زه دا خوښوم چې د خدای په لار کې ووژل شم، بيا ژوندی شم بيا ووژل شم، بيا ژوندی شم، بيا ووژل شم. دا خبره يې درې ځلې تکرار کړې ده.
که ښه ځير شو په دې حديث شريف کې د شهادت پر غوښتلو ټينګار نهشته، بلکې ټينګار د خدای په لاره کې پر استحکام او مينه شوی دی، يعنې که بيا بيا پکې ووژل شم، راته بهتره ده، نه دا چې پخپله وژل يې هدف دی.
شهادت غوښتلو ته استشهاد لفظ کارېدای شي، دا په جګړهيز ډګر کې د ثبات مهم ټکی دی، داسې نه چې له ژونده د خواتوري په معنا ده. زموږ د ځينو وګړيو چې ژوند بېخونده وي، شهادت ته يې تنده ډېره وي.
د عبدالقادر خان خټک يو بيت استاد غضنفر هم را نقل کړی، هغه ويلي چې داسې شهادت نه غواړي چې د ده د قتل په ګناه بل څوک جهنم ته ولاړ شي؛
چې سبب یې د دوزخ زما کشتن وي
بیا دې نه مومم دا هسې شهادت
رسول الله صلیاللهعليهوسلم له دوښمن سره د مخامخېدو هيله نه کوله، خپلو پيروانو ته فرمايي؛ «لاَ تَمَنَّوْا لِقَاءَ الْعَدُوِّ فَإِنَّكُمْ لاَ تَدْرُونَ مَا يَكُونُ في ذَلِكَ.» يعنې له دوښمن سره د مخامختيا هيله مه کوئ، اټکل نهشي کېدای چې څه به پکې پېښېږي.
که د يوې جغرافيې امنيتي حالات ثابت وي او يو څوک شهادتونه غواړي، يوه معنا يې دا هم ده چې د هرج مرج ارمانونه کوي، اجتماعي نظم يې نه خوښېږي، غواړي چې خلک قتلونه وکړي او په دې منځ کې دی هم تر يوه چوله جنت ته ننوځي.
دا شی په شريعت کې مطلوب نه دی، ځکه بېځايه قتل په قران کې په سخت وعيد تحريم شوی دی. دا ډول دعا خو دلته دا مفهوم لري چې خدايه يو څوک د بېځايه قتل مرتکب وګرځوه، بېځايه بايد ځکه وي چې بېځايه دې ووژني، که داسې نهشي بيا خو شهيد نه يې. په يو بل حديث شريف کې راځي چې که مسلمان پر مسلمان توره پورته کړه، قاتل و مقتول به دواړه دوزخ ته ځي. دا چې اوس په نړۍ کې دارالحرب نهشته، د شهادت د دعا لپاره په مکاني لحاظ هم انتخاب سخت شوی دی.
که دوښمن درسره مخ شي، ممکن و دې وژني؛ نو په پاسني حديث کې ولې د شهادت احتمال نه دی ستايل شوی؟ معلومېږي چې د شهادت په نامه له ژونده د تېښتې تصور شرعي اصل نه دی. په ارواپوهنه کې ځان ځورونه يوه ناروغي ده چې مازوخيزم يې بولي. دې اروايي ناروغي ډېری خلک د يأس او نهليزم پر پوله درولي او مرګ ته ټېل وهلي دي. مازوخيزم په بېلابېلو کلتوري حوزو کې په متفاوته بڼه موجود دی چې ان کله خو يې تقدس هم موندلی دی.
له ابي امامه څخه روايت راغلی، ويلي يې دي چې پيغمبر عليهالسلام ته مې وويل چې له خدايه شهادت راته وغواړه، راته و يې ويل، ” اللَّهُمَّ سَلِّمهُمْ وَغَنِّمهُمْ” خدایه ته يې سالم لرې، باغنيمته يې لرې. بيا مې ورته وويل چې له خدایه د شهادت دعا راته وکړه، بيا يې همدا وويل، بيا مې ورته وويل چې له الله ج شهادت راته وغواړه، بيا يې همدا راته وويل. وروسته يې د روژې او بيا يې د سجدې کولو سپارښتنه راته وکړه او د هغو د مراتبو صفت يې راته بيان کړ.
له دغه بيانه هم معلومېږي چې د مسلمان په ژوند کې يوازېنی مطلوب عبادت، د شهادت تمنا نه ده، که داسې وای ولې رسول الله «ص» ابي امامه ته له خدایه شهادت نه غوښت؟
عقلاً هم څرګندېږي چې هيڅوک پر ځان د بل غلبه نه غواړي، پر ځان يې خوا بدېږي، له خدایه هم دا دنيا غواړي او هم د هغې دنيا خرابي نه خوښوي.
په يوه بل مشهور حديث کې هم راغلي چې څوک له زړه شهادت وغواړي او پر خپل فرش مړ شي، شهيد دی. يعنې شهادت څو قسمه لري، په اوبو کې مړ شهيد دی، په اور کې مړ شهيد دی، د نس له خوږو، د ولادت، د وبا او… ځينو نورو مړينو ماهيت شهادت بلل شوی، خو خپلې خپلې درجې لري.
مهمه خبره دلته دا ده چې د شهادت ارزو په جنګي ميدان کې د متانت نښه ده، د مغلوبيت احساس نه دی. زموږ د سرتېریو مشهور شعار “وطن يا کفن” هم همدا د استحکام څرک لري، داسې نه چې په فرنيچر او کوج کې اړخ بدل کړې، شهادت وغواړې.
په قرانکريم کې ګڼ ځايونه پر دوښمن د بري او غلبې ايتونه راغلي، داسې نه دي ويل شوي چې خدايه! ته پر موږ زموږ دوښمن بريالی کړه، شهيدان مو کړه! الله تعالی فرمايي؛ «رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنتَ مَوْلاَنَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ.»
ژباړه؛ “«مومنانو! تاسې داسې دعا وکړئ» اې زموږ ربه! که له موږ کومه ګناه و خطا وشي، مه مو پرې نيسه. څښتنه! پر موږ هغه پېټی مه ږده چې تر موږ پر مخکې خلکو مو ايښی و. زموږ څښتنه! د کوم پېټي د پورته کولو وس چې په موږ کې نهشته، هغه پر موږ مه ږده. له موږ سره اساني وکړه، زموږ «تر ګناهونو» تېر شه، رحم راباندې وکړه، ته زموږ کار جوړوونکی يې، پر کافرانو مو کامياب کړه.”
دلته د عملي مبارزې په ميدان کې هم پر متقابل لوري د بري دعا شوې ده. د ځان د هلاکت دعا کول او ځان ته مرګ غوښتل په پښتانه کلتور کې د بېغيرتي معادل ګڼل کېږي. يو متل وايي چې “مرګ غواړي په زاري، خدای به يې ورکړي په خواري.”
د رسول اللهصلیاللهعليهوسلم دعا خو مستجابه وه، د عمرينو «حضرت عمر او ابوجهل» په اړه ويل کېږي چې رسول الله دعا وکړه او حضرت عمر رضیاللهعنه ترې مسلمان شو، پوښتنه دا ده چې رسول الله «ص» ولې شهيد نهشو؟ د شهادت خواست يې کړی و، قبول نهشو که څنګه؟ ايا له شهادته پرته د خدای له رحمته اميد قطع کول په کار دي؟ خالد بن وليد رضیاللهعنه چې په بستر کې وفات شو، د اسلامي مبارزې حاصل او ثمره يې عبث ولاړه؟
فرض کړئ په ټولنه کې کافي امن دی، هيڅوک پر چا تېری نه کوي، دعوت روان دی، ژوند او عزت النفس محترم دي، خو يو سړی لګيا دی درګرده شهادت غواړي، د عامو مسلمانانو ذهنيت به ناارام نه کړي؟ هغوی به ورته و نه وايي چې ته په نامستقيم شکل د ګډوډي د راتګ خواستونه کوې، ته شر غواړې او په دې شر کې د ځان خير درښکارېږي او اجتماعي فساد پېښېدل ستونزه نه درته اېسي؟
مرګ د نېک عمل د قطع کېدو سبب هم دی، ان ويل شوي چې څوک مړ شو، پر هغه قيامت شو، که څوک پر دې باور وي چې په اخرت کې نېک اعمال په کار کېږي؛ نو هيڅکله مرګ ته پر ژوند ترجيح نهشي ورکولای، ځکه د خدای رضا په ژوند کې موندل کېدای شي، په برزخ کې نه.