تاند- د جرمني په ختیځ کې د پخواني شوروي اتحاد د یوه جاسوس د دې کارت د موندلو اهمیت په دې کې دی چې د دې کارت خاوند اوس د روسیې ولسمشر دی.

د سي این این د راپور له مخې، دا کارت په ۱۹۸۵ م کال ولادیمیر پوتین ته د هماغه وخت د شوروي اتحاد د یوه منځ رتبه مامور په توګه صادر شوی.

پوتین په ختیځ جرمني کې د (کې جي بي) د مامور په توګه د پخواني ختیځ جرمني له استخباراتي ادارې شتازي (Stasi) سره کار کاوه.

پوتین له ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۹۰ پورې د ختیځ جرمني په دریزدن ښار کې اوسېده.

د جرمني بیلد ورځپاڼه وايي، د پوتین د هویت کارت د شتازي په ارشیف کې موندل شوی.

ویل شوي چې پوتین له دې کارت څخه په استفادې د پخواني ختیځ جرمني له امکاناتو کار اخیستلی شوای.

د پوتین دا عکس په ۱۹۸۰ کال کې اخیستل شوی

د کریملین ویندوی دیمیتري پیسکوف ویلي چې د پوتین د کارت موندل کېدا د توقع خلاف نه وه.

ده ویلي، هغه مهال چې شوروي اتحاد موجود و، کې جي بي او شتازي له یو بل سره متحدې استخباراتي ادارې وې، نو د داسې کارتونو تبادله څوک ردولی نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *