۱۲

موږ «ځان» پسې سرګردانه یو. له موږ ځان ورک دی.

موږ «بل عادت» اشغال کړي یاستو.

موږ د زړو او پردیو عادتو مستعمرې یاستو.

له تاسو سره مې شریکه کړه، چې یو د پنځلسو- شپاړسو کلو سازماني ځلمکی، څرنګه یو د لمانځه په تور اګسا ته قلمداد کوي! په دې هم سره خبر شو، چې د ښوونځي ښوونکی، فقط د کورتۍ د بېټلي چپه ګردن په خاطر، د خپل ډول صحرایي محکمې لخوا سور کاپیر ثابتېږي او ډبره ور باندې ور اړوي. او بیا د یوه مشهور جهادي تنظیم، د قومندانانو شورا، له کابله کلي ته ورغلي پخواني ږیره خریلي د کورتیو، ږمنځ کړو څڼو، لامبو وهلو او د پولو پر سر ګرځېدلو په تور، د ملاکاکا د تورو غرو مینځ کې ځانګړې محکمې ته ور احضاروي. (نه پوهېږم په دې او دې ته ورته نورو بدلولو په اورلنو مرکزونو کې به څومره سپېنې آسماني څېرې خاورې ایرې شوي وي؟)

موږ په ناخبرې توګه د یوه زاړه-ښایي مړه- تعهد لپاره، د ژوند نعمت مصرفوو.

دلته، د جنت په دې ورکه ځمکنۍ څنډه باندې ذهني اګاهۍ- ښه ده ووایم انساني اګاهۍ- د ژوند سوځولو دوزخي کورې ګرځېدلي، چې هره شېبه، هره ورځ او هر وخت د «بل» په شخصي او فردي عقیده، باور، فکر، طرز، سلیقه، ډول، مورال… د قهر او غصب اورونو ور بلوي!

دلته نېږدې هر مکتب، فکر-باور د ځانپېژندنې او حقیقت سرچینې موندونکې په دعوې سره، په ځانناخبري ډول په خودپرستي او باطني غرور پېښه کړې او ځکه نو له خپل ذهني چاپېریاله بهر ژوندۍ نړۍ، د بت- فکر پلي کولو روغنیات ګڼي.

 ځار ځار له خپلواکو ماشومانو شمه

ماشوم د انسان په لاس او عقل جوړ شوي فکرونه، اندونه-باورونه، فرهنګونه او تمدنونه، د وچ کاغذ پر مخ د مشرانو غلط کارونه ګڼي. د ماشوم ژوندي احساسات او عواطف د حقیقت له سرچینې را بهېږي. هغه او حقیقت سره خپل دي. هغه له حقیقته پیدا شوی. هغه حقیقت د هرڅه پلار بولي. ماشوم ته ژوند او د ژوند بېلیونونه څېرې، د حقیقت ډول ډول نندارې ښکاري.

ماشوم د روا هستۍ هستوګن دی. ماشوم هرڅه حقیقي او روا بولي. دا د خالصې مینې نندارچي دی.

ماشوم ته مینه وړیا ده.

شهوت یې په عقل او احساس کې نه ځایږي.

هغه په عشق ډک دی. ځکه نو دنیا، څېرې، وګړي، څېزونه، ښایستونه، آوازونه…هر هرڅه خپله روا مینه بولي.

ځکه نو دغه خدایي مخلوق د بې قیده او شرطه مینې، بې پروا مینه ګر دی.

هغه ایډیالوجۍ، اندونه-باورونه، چې د بل د بندي کولو، تړلو، له آزادۍ محرومولو، وژلو او تباه کولو په خیال کې دي، څومره خدایي دي؟؟؟

موږ ته د خپلو خولو او خیرو بوی عطر دي او د نورو ګلابي څېرې او طبیعي عطرونه راته ناپاک برېښي.

موږ په ځان عادت شوي یو.

موږ د یوه رنګ زیارتونه یو؛ خپل رنګ.  موږ کې خپلې زړې ذهني او عادتي خېرې زیارت شوي دي.

موږ خپل مات ګوډ افکار، اخلاق، عادتونه، رواجونه، رسمونه…د روسو په «ټولنیز قرارداد» نه ورکوو.

«که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي/خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې.» حضرت رحمان بابا

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *