نقيب احمد عزيزي

د پنځلسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د ايټاليا د يوه قاضي کره ماشوم وزېږېد، نوم يې نيکولو ورباندې کېښود. نيکولو لوی شو او نيکولو ماکياولي ځنې جوړ شو.

ده له ۱۴۶۹-۱۵۲۷م کال پورې ژوند وکړ او د سياسي فلسفي په تيوري کې يې کابو د هر ډول اخلاقياتو پايې ولړزولې. سياستوالو او قدرت‌طلبه انسانانو ته يې د قدرت د انحصار او دوام په موخه «د ښو وژلو» چلونه ور وښوول او جالبه لا دا چې دغه تګلاره يې د دوی مسلم حق هم باله.

ماکياوليزم له ۵۰۷ کالو راهيسې د هغه سياسي مکتب نوم دی چې په نړۍ کې د کلتوري اخلاقياتو پولو ته ايسارېدل نه مني. ماکياولي د «شهريار» په نامه کتاب په ۱۵۱۳م کال کې وليکه، ده وويل چې که واکمن او سياستوال غواړي وپايي او بريالی پاتې شي، له هيڅ ډول شرارت او تاوتريخوالي کولو دې نه وېرېږي. د ده په باور، له شرارته پرته د دولت ساتنه امکان نه لري.

د ماکياولي له ليدلوري حکومتونه او سياستوال د واک د پايښت، پراختيا او ساتنې لپاره لکه وژنې، خيانت، ترور، تقلب او… هر څه کولای شي.

ماکياولي رياليسټيکي يا واقعيت‌پاله جديت غوښت. دی سياستوالو ته وايي چې تر مقصده د رسېدو په لار کې د اخلاقياتو، ديني مکلفيتونو او احساساتو په نامه خنډونو ته مه تم کېږئ او پر مخ ځئ.

د ده په نظرياتو کې د جاه‌طلبي، بې‌اتفاقي، دوه‌مخي، درواغو، تخريب، غلامي ـ باداري، تحميق يا استحمار او نرم خشم مفاهيم ډېر لوړ ځای لري او د سياست په شطرنج کې يې رول د مُهرو غوندې مهم ورته ښکاري.

ماکياولي باوري دی چې سياستوال بايد يوازې خپلې موخې وپلټي. خلک په خپل منځ کې سره واچوي، دوه مخه ولري، په چاپېريال کې د نورو په زيان زهرپاشي وکړي. خلکو ته يوازې د دومره فعاليت او پرمختګ اجازه ورکړي چې ګټه يې دوی ته ولاړه شي، که څوک تر دوی لوړېږي، په هر ډول اقدام يې له منځه يوسي. ځان متمدن، فرهنګي او د ژوند لوړ موډل وښيي. خواره طبقه، بې‌ثروته، بې‌شوکته او بې‌شهرته انسانان بايد نظر و نه لري او که يې ولري سپک دې وګڼل شي او له رټلو کار واخيستل شي. له مقتدرو کسانو پرته دې ټول خلک د احمقانو په کټګوري کې ډلبندي شي، ظاهراً دې ځان بې‌تکبره ونيول شي او د غوسې په ځای کې دې هم يو غيرطبيعي غبرګون وښوول شي…

د ماکياولي سياست دوه بنسټه لري: «هدف، وسيله توجيه کوي» او «د خلکو په طبعيت خبرې کول.» د دغو بنسټونو اوسنی تعبير د مذهبي سياست او پوپوليزم يا عوام‌فريبي په اصطلاحاتو ښه کېدای شي.

ماکياولي د مذهبي سياست ملاتړی و، ځکه دی پوهېده چې ديني اخلاقيات د سياسي ګټو لپاره ډېر ښه محور را منځ ته کولای شي او د ټولنې دغسې ټول‌منلي ارزښتونه د استفادې ښې وسيلې وي، خلک ورسره حساس وي او ان په شعاري کولو يې هم تر خپل او هم د بل تر سر اسانه تېرېدای شي.

دی وايي د مذهبي او الهي بنسټونو درناوی، د هېوادونو د عظمتونو راز دی او هر هغه دولت په فنا محکوم دی چې له خدایه ډار پکې نه وي. دی د ډېری پخوانيو سياسي تيورسنانو برخلاف، سياست د يوه غيرطبيعي انساني جوړښت په توګه پېژني، ځکه خو له اخلاقياتو د مطلق فرار نسخه عالي بولي.

خلک خطا کول هومره ګرانه چاره نه ګڼي لکه څومره چې فکر کېږي، خو په هغه صورت کې چې خلک پخپله د ځان تېرايستل وغواړي يا ومني. د ماکياولي شخصيت پخپله هم د هماغه مهال د سياسي وضعيت تر چتر لاندې تکامل موندلی دی. د ده د مهال تاريخ راته وايي چې هلته ايټاليا د لالهانديو په ډګر بدله وه، سياسي او ټولنيز چاپېريال له سترو ناخوالو مالامال وو. د ده د پېړۍ ډېر اروپايي هېوادونه په خوځښت کې وو، خو ايټاليا يوه درانه سکون لاندې کړې وه او ماکياولي پرې خوښ نه و. د ده په نظر حل يوازې همدا و چې انسان‌دوستانه، اخلاقي او ديني نورمونه تر پښو لاندې شوي او پرېکنده عمل شوی وای.

ماکياولي د واټيکان له بې‌رحمه او توطیه‌ګر شهزاده سزار بورجيا Cesare Borgia څخه ډېر اغېزمن و. ده که څه هم د بورجيا ټول سياستونه نه خوښول، خو د فلورانس لپاره يې حل يوازې د هغه په تقليد کې ليد. ځينې خلک وايي چې د ماکياولي د نقد په وخت کې بايد دغه ټکی هېر نه کړل شي.

سره له دې د ماکياولي مخالف او موافق لوري دواړه په يوه خوله دي چې ماکياوليزم په سياسي ژوند کې اخلاقي بنسټونو ته تر هر څه خطرناک‌ترين تهديد دی. ماکیاولي د خپلو نظرياتو په لحاظ د غيرواکمنو طبقو لپاره د تاريخ منفوره څېره ده، البته واکمن او سياستوال که يې ظاهراً رد کړي، خو د خپلو سياسي مجبوريتونو په اساس يې د تيوري له عملي کولو مخ نه‌شي ګرځولای.

سره له دې دغه سياسي فيلسوف شاعر هم و، سندرې او ډرامې يې هم ليکلې، خو د انګلستان مشهور شاعر او ډرامه‌ليکوال ويليام شکسپير «۱۵۶۴ – ۱۶۱۶م» ورته د «انسان‌وژونکي» لقب ورکړی دی، حال دا چې د هنري ادب کره‌کتونکي په دلايلو د شاعرانو اکثريت له خشونته لرې، عاطفي او بشردوسته وګړي بولي.

ماکياولي «شهريار» کتاب د ايټاليا پر فلورانس ښار د حاکم پوړ، مدیچي (Medici) کورنۍ په ملاتړ ليکلی و، ځکه خو په هغه وخت کې هم د دې حکمراني د فساد د ملاتړ په تور تر ډېرو لعنتي نيوکو لاندې و.

ماکياولي به ويل چې بدي د نېکي په جامه کې وکړئ او دوښمنان مړه کړئ او که امکان لري دوستان هم ژوندي مه پرېږدئ.

استاد محمد صديق پسرلی وايي:

ظالم ته سنګدلان ورکوي توان د زور و ظلم

چې پڅې چاړې خلک تېروي اکثره په تيږه

ماکياوليزم د سياسي مخالفتونو په بحث کې په کنايوي توهين او کنځا بدل شوی دی، خو بيا هم زموږ چاپېريال له ماکياوليسټي سياستونو خالي شوی نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *