پېژندنه

په دې ناول کې به د یوه ځوان کلیوال هلک له برخلیکه خبر شئ چې څنګه یې ټولنیزه عقده سیاسي کار ته هڅوي، په دې لاره کې له څه ډول ستونزو سره مخامخېږي، څنګه زموږ په ټولنه کې دودیزه کیواله رهبري په عصري رهبري بدلېږي، روان سیسټمونه تر کومه بریده یو کلیوال ځوان د ټولنیز پرمختګ لپاره چمتو دي. د دې ترڅنګ به زموږ د دودیزې ټولنې له ننګونو او ستونزو، منفي او مثبتو ټولنیزو کرکټرونو او ناندرو خبر شئ. داستان په دې اړخونو سربېره د یوې تودې او لېونۍ مینې په عواطفو او رنګینو صحنو رنګین او په کلیوالي انځورونو ډک دی. دا تاسې، او دا د ۱۲-۱۳ د ناول لومړۍ او د پیل برخه.

دوولس، دیارلس

لېونۍ مینه

سور لمر په تندي ولاړ و. هلک یې خپل سایکل د چوترې سیوري ته پایدان کړ. کتابونه یې د بایسکل له چکې خلاص کړل، د بایسکل د زنګ په برېښنده پوښ کې یې یې خپل اوږده شوي او سره کش مخ ته پام شو، خوله او سترګې یې نورې هم ورته کش کړې، موسکی شو، او له ځان سره یې وویل: اررر فیضو، که دغه رنګ ښکارېدای، لکه دا د بایسکل په زنګ کې چې یې، څه خندی به و؟!i

د سرای له منځه یې زړې مور ته ور نارې کړې. ادې ې ې! هغه زما برګ څادر دې را اوتو کړی کنه. تا ته د غوا کار زما تر کار ضروري ښکارېږي. ولا که دې – توبه مې دي وي – را اوتو کړی وي.

درب شو، کتابونه یې د خونې په وره کې وغورځول. بوټونه یې و ایستل. په خپلو تورو څپلیو یې ور منډه کړه، د وره څنګ ته یې د ماشوم ورور خیرن پرتوګ پروت و، په څپلیو یې ناړې ورته تو کړې، او د ماشوم په پرتاګه یې ټینګې ټینګې پالش کړې.

برګ څادر یې کت کړی پر اوږه واچاو، او په نري غږ یې ناره کړه: ادې ګلې، زه ولاړم.

تر څو چې ادې ګلې تر کړکۍ سر پسې را ایست، فیضو پر بایسکل پښه واړوله، د پایډل له تېزولو سره یې یوه سندریزه غاړه هم را پيل کړه: او جانانه راشه، جانانه راشه…خو سایکل دومره چټک و چې د سندرې پاتې برخه نه واورېدل شوه.
د کلیو شوخي نجونې اکثره یا په بامونو مورۍ بندوي او خلاصوي او یا د کلا د دروازې مخه جارو کوي. جهان آرا د کلا د زرغونې رنګ شوې دروازې مخې ته د غولي په جارو بوخته وه.

د جهان آرا کورنۍ څه موده مخکې له پاکستانه راغلې وه. هغه او د هغې خوندي د ټول کلي یواځېنۍ لوستې نجونې وې. په سپینه کاسه مخ، نرۍ ملا، پلنو اوږو، او ډکو ورنونو سربېره یې سرو، ژیړو او زرغونو پنجابی عصري کالو هم د کلي هلکان لېونیان کړي ول. فیضو د زوی مړي زوی بیا وختي تارونه غځولي ول. د تلیفون شمېره یې هم را پیدا کړې وه او نن خو یې د جهان آرا دوی د غواګانو د جارګي څنګ ته په خرابه کې د مخامخ ملاقات کیسه هم سیخه کړې وه.

اخ شکر، هغې خو لا د کلا د مخې جارو نه دی خلاص کړی. بایسکل یې د دېوال څنګ ته پایدان کړ. په څادر یې اشارې ورته وکړې، څادر کار ونکړ، ګوتې یې خولې ته کړې، شپېلکی یې وکړ. بیا سوکه د جارګي پر دېوال ور واوښت، زړه یې دربېده، نفسونه یې چټک شول، او خوله یې لکه د اوړي د روژه تي داسې وچه کله شوه.

جهان آرا هم د دېواله څنګ څنګ ته ځان تر جارګي را ورساوه.

فیضو نور هم هیجاني شو. خوله او ژبه یې نوره هم وچه شوه. د دې پر ځای چې د جهان آرام د ناز او مکېز سلام ته وعلیکم ووایي، نام خدا ځینې وویل شول.

فیضو په پړکنده غږو خبرو ته دوام ورکړ: زه زه فیضو یم، هغه نښه دې ریښتیا وي چې په ټلیفون کې دې په اردو را ته وویل چې کها هون صنم بې وفا… د لارې سر دی، که دې هغه ټنډو ورور ولیدو، په اسمان که یو هم بې وژلو پرېږدي. خو سم ټانګ دی ټانګ، زززز زریدار ټانګ دی. راغلم چې له نیږدې مې سترګې درباندې خوږې شي او دا پوښتنه هم وکړم چې زه اوس څه چل وکړم، ادې دوی مې په مرکه در ولېږم که نه؟ څه وخت یې درولېږم؟

جهان آرا چې د فیضو سادګي او وارخطایي ولیده، نوره هم پرې ور زړوره شوه، فیضو یې د ګوتو په څوکو، پر اوږه چوخواهه: ایسته وشړېږې ته خو تر ما هم ډارن یې، سم وغږېزه، ولې داسې په سره تبۍ یې. جینۍ زه یم، ژامې ستا رپېږي. سمې کیسې وکه.

– کیسې به بیا کوو، دا جای د کیسو نه ده. څنګه، ادې دوی در ولېږم که نه؟

جهان آرا کټ کټ وخندل؛ کېنه لېونیه لا.. داسې ژر؟!

د فیضو په څېره کې خندا، غوسه او عذر سره ګډ شول: اې خیر ده، په زوټه مه خانده ګوره په چا به مو …

جهان آرا: ښه سمه ده. ګوره، ادې خواره که دې رالېږله هم ورته وا لږ سم کالي را واغونده، آبله وار راغلې وه، پایڅه یې یوه لوېشت چیرې وه. دغسې مې په دېرش سیپارې قران که در کړي. په ما خو ګران یې، خو ورور او ابا مې در مالوم دي، اوله خبره به یې دا وي چې ته دا د جومات د خادم زوی ګوره او ته دا موږ ملکان او خانان.

فیضو: ښه سمه دا به مې ادې ته ووایم. نور څه ورته ووایم؟

جهان آرا: بس لیږ یې په خبره پوه کړه. خوارکۍ ډېره د زړې زمانې ده، بېخي په خبره نه پوهېږي. هغه بله وار چې راغلې وه هم، زما مشرې خور ته یې ویل چې پړونی په سر کړه، سرتور سر لکه شیشکه داسې ښکارېږې. جهان آرا په طنزیه موسکا زیاته کړه: هغې بې شرمي زما سترګو ته هم ونه کتل چې د دې را تلونکې خواښې ده، ورغبرګه یې کړه چې ابۍ، شیشکې خو تا غوندې زړې چیتې پیتې وي.

فیضو: ښه سمه ده، پوهه به یې کړم. ښه زه ولاړم. خدای پامان.

فیضو له بایسکل سره دری ګامه منډه واخیسته او بیا یې پښه پرې واړوله. په دوو پایډلونو بږنده تر کنډو واوښت.
جهان آرا خندا ایساره نکړای شوای، پړونی یې خولې ته ونیود، د اوږدې کوڅۍ په سر کې ټومبلی ګل یې په ښي لاس کې ګډاوه او په ټوپونو د کور خوا ته روانه شوه.

د فیضو مور د ټکري پر ځای د اوږده کوچاني کمیسه لمن په شا را اړولې وه، څرخی یې په لاس کې وه، د بامبوټي پر سر پیتاوې ته پر سره تخني ناسته وه. رحیم خان کاکا هم یو بالښت هاخوا ته دېوال ته تکیه وهلې وه، وړه قیچي او هنداره یې په لاس کې نیولي ول، پاس لب ته یې ژبه تخته کړه او شونډه یې د قیچي خولې ته د برابرېدلو لپاره را وپړسوله. د فیضو مور، چې رحیم خان کاکا به یې له نازه رحیم غمزده باله، وویل: غمزده، د دې هلک سر بېخي لویه هوا کړې ده، وایي د کمال خان لور کوم، دا څو ورځې یې دواړه پښې په یوه موزه ننویستلي چې اول به ته ورځې، بیا به مې آغاجان ور لېږې. رحیم خان کاکا بس همدومره وویل: زړې، هلک دې په … کې باد وهلی دی، او بیا یې په قیچي د خپلو سنتو وهلو ته دوام ورکړ.

دوه ورځې وروسته، سم رحیم خان کاکا له بازاره راغلی و، سمه د فیضو مور په کور را ننوته.

وا زړې، بیا په دې سره غرمه چېرې تللې وې وښ غمزده، دا سر مې لکه یو لوی بار، پر ورمېږ دروند دی. لاړم د هغه کمال خان دوی کره.

– ښه؟ نو څه حال دې راووړ؟

پرېږده بابا، خدایزده دوی ځان ته څه ویلي دي. د نجلۍ مور خو بېخي په پوزه مچ نه پرېښود، د خبرې ځواب یې لا سم نه وایه.

خو لورانې یې د مور ترمخ په دوو دوو لاسو غږېدلې. یو خو دا شرم او حیا بېخي کوچ کړی. پېغلې به وې، له ریبارانو به پټېدلې، که به نه پټېدې هم، په حیا او عزت به په مخه ورتللې. ته دوی ګوره، یوه یې دلته لوڅې مټې را ته ولاړه وه، یوه تړانګه پړونه یې په غاړه کې پروت دی، هغه بله لویه غوا یې، هاخوا ته ولاړه وه، ژاولي يې راته ژولې، خوله یې له خندا وینګه وینګه کوله او په دواړو لاسو را ته باندې وه، ته وا په خپله ملک کمال خان ده. یا ربه، دا څه رقم مخلوقات دي.

ورک که بابا، له دې ملکانو ملکانو سره زموږ نه کېږي، دا خپله غریبي مو ښه ده.

رحیم کاکا چې د زړې د ورتګ په انجام له مخې لا خبر و، په برېتو کې موسک شو، د کوټې کونج ته یې ځان ورساوه، واسکټ یې وایست، څنګ ته یې په اوږدو هوار کړ، بالښته ته یې ډډه ووهله، په بې اعتنایۍ یې وویل: “ځه ورکې که زړې، ته هغه زما د حساب کتاب کتابچه راواخله، نن مې د جومات لپاره لرګي، د څراغ تېل او یو څو نوې کوزې را نیولې چې هغه حساب ته ورسووو.”

د ملکۍ خویونه

هلته د ښوونځي د صنف په انګړ کې د فیضو پر نوي غزل د هلکانو میدان ګرم دی. څوک ارشاد ارشاد کوي، څوک د واوا نارې وهي. فیضو یې په منځ کې ولاړ دی، د پنډې کتابچې له مخه غزل وایي.

غزل خلاص شو، تور سمایل چې په هرهرڅه کې کار لري، په ټوکه ورته وویل: “د زوی مړي زویه، نیږدې ده چې په غزل کې یې د مور نوم لا ولیکې. دومره صداقت هم خوند نه کوي چې په شعر کې ټول حال درڅخه وویل شي، لږه ګوزاره کوه لالا.”

د تور سمایل په خبره ټولو همصنفیانو په کړس کړس وخندل. فیضو یې د غزلو کتابچه په مایوسۍ د کتابونو بکسې ته ور تخته کړه.

ساعت وروسته صنفي تفریح شوه. په تفریح کې فیضو تور سمایل ته ور څنګ ته شو، ورته ویې ویل: کور خرابې، دا تا ټوکه کوله چې ته زما په کیسه خبر یې، که دې ریښتیا وویل؟ تور سمایل چې په تور مخ کې یې سپین غاښونه لکه د نیون ګروپونو ځلېدل، په خندا ورته وویل: ظالمه، خو هغه ورځ دې په غزل کې لیکلي ول چې:

د پله څنګ ته دې ده کور د ملک لورې *** زړه مې مات ده ستا په لور د ملک لورې

نو په دې کې نوره کومه خبره پټه پاته ده، خو همدا د ملک لوراني دي چې ټول یې له کاره ایستلي. تمامه ورځ نه د دوی د دروازې د مخې جارو کېدل خلاصېږي او نه یې د بام مورۍ پټېږي. تا او د ملاکاکا زوی نایت خو یې سمې دروازې ته مخامخ بسترې ورته اچولي دي.

ښه یاره، چل یې را ښیه. زړه مې سل ځایه سوری دی. هغه ملکان دي، ډېره غټه یې وایي او زه هم سم ضد ورته نیولی یم.

تور سمایل چې ټول عمر یې په پساتونو کې تېر شوی و، فیضو ته په ملا ډب ورکړ. ته غم مه کوه یاره، خدای به هرڅه اسانه کړي. ملک دی، د چا پلار خو نه دی، نه اوس خو پخواني وختونه نه دي چې ملکي او خاني به پدري ټېکه وه. اوس خو د کلي شورا ده، د ولسوالۍ شورا ده، د ځوانانو شورا ده، د جومات شورا ده، د ښوونځي شورا ده. شوراګانې نه دي، ښورواګانې دي. خلک یي مدني ټولني بولي، دا چې پرې ور ګډ دي، دې ته مدني فعالان وایي، او دا زموږ تاسې حشرونه او ډلونه چې به ول، دې ته مدني فعالیت وایي. په دغو کې ځان مخته مخته کوه، او یوڅه پیسې پیدا کړه، ستا او ملک هیڅ فرق نسته.

فیضو غوږ غوږ و. تور سمایل زیاته کړه:

خو هو، دا کارونه هم خپل هنر لري. یانې خرکاري هنر داره فیضو! کتاب خو نیست که پر پر بخوانی.

د فیضو پر څېره په څو ورځو کې اول ځل نرۍ موسکا را خپره شوه. موسکا یې ورو ورو په خندا، خندا یې په قهقهه او قهقهه یې په ټوخي بدله شوه. تور سمایل ته یې په شا ډب ورکړ. یاره توره، د تور مار دم شته، ستا ولا که وي.

فیضو بیرته یو څه جدي څېره ونیوله، غاړې یې تازه کړې: توره یاره، په خدای به شي او په تا به شي. ستا سلا مشورې ته ضرورت لرم. هغه تېر کال چې په شپږو مضمونونو کې ناکام وم، د مخلوق له شرمه دې خلاص کړم. دا وار مې هم باور دی درباندې.

ګوره فیضو بچو، په ما خو ګران یې، خو ستا چې حاجت پوره شي، بیا موږ په … هم نه وهې.
– نه یاره، دا احسان خو دې په ټول عمر په خدای که هېر کړم. ته مې بس دا د زړه چاره را وکړه، د ټول عمر غلام به دې یم.

– فیضو بچو، ملک خو ما ته مالوم دی. چې یو څه درپکې وویني، په اسمان به دی په خپله مرکه درپسې در ولېږي. زه له تا سیال جوړوم، خو چې څه درته وایم، هغسې به کوې. را کړه لاس دې.

فیضو یې لاس د تور سمایل په لاسو کې داسې په اخلاص ورکړ، لکه له امیرالمومنین سره چې بیعت کوي.

فیضو بچو، ته به له دې وروسته د ملکۍ خویونه کوې. کمه به یې نه وایې. د ملک دا کومه لور چې ته غواړې، دا یې درېیمه که څلورمه ده. وخت لا پکې شته. بیا دې مور پلار ور ونه لېږې، نه زارۍ ورته وکړې. چې ملک کمال خان تا ته کور ته در ولم او کنه.

ښه نو توره، اوس وایه چې د ملکۍ خویونه څنګه کېږي. یو یو یې را ښیه، زه به یې حساب درکوم.

بس اول کار خو دې دا دی چې ملکي او خاني په دستارخان کېږي. د دستارخان چاره به دې وکړې. د جمعې شپې ته به د کلي ټولو ځوانانو ته د یوې ښې مېلمستیا تابیا ونیسې، ټول مې پرې در وستل.
یاره توره، ټوکې کوې!

نه یاره، ټوکه په خدای که کوم. دې ته اجتماعي اړیکې او روابط وایي. نن سبا ټوله کیسه په روابطو روانه ده.
بس د جمعې شپه راورسېده. د فیضو د کور مخې ته د موټرو او موټرسایکلو غر او پر و. د بېټک ترمخ په برنډه کې د جالۍ ګیس لګېده.

فیضو کشر وروڼه له دروازې تر بېټکه کتار درولي ول. مېلمانه را پوره شول. لوښي تیار او د مېلمنو مخې ته کښېښودل شول. د کاشوغو او لوښو لګېدلو ټکهار، شرنګهار، او ټنګهار جوړ کړی و. کلیوالي ټوکو او ورسره غرکنده خندا ټول بېټک پر سر اخیستی و.

تور سمایل فیضو ته په معناداره موسکا کې وویل: فیضو یاره، ډېر تکلیف دې کړی دی، دا وطني چرګي نن سبا چېرته پیدا کېږي، دومره خوندوره غوښه یې ده چې په دا ډېره موده کې مې ولا که خوړلې وي.

څنګ ته مېلمه یې، چې د چرګ لېنګی یې په ګوتو کې نیولی او په خوله یې کشاوه، په همم همم کې د دې بل خبره تایید کړه.

د فیضو کشر ورور په وره را ننووت. د مېلمنو په منځ کې ور تېر شو. د فیضو په غوږ کې یې په ډېر ورو اواز وویل: مورجانه دې غواړې، او سخته درته په قهر ده.

فیضو خپله پرېشاني پټه کړه، ځان یې داسې وښود لکه هیڅ کیسه چې نه وي. د مېلمنو له منځه ولاړ شو. د بېټک دهلېز ته د فیضو له رسېدلو سره سم غږ او زوږ شو. ښه وه، مېلمنو په خپل شور ماشور کې د کور د شورماشور خبرې نشوای سهي کولای، کنه د فیضو ملکي به همدلته پنچر وای. د دهلېز په زوږ کې څو ټکي تکرارېدل: ځوانیمرګه، ټول عمر دې دروغ ویلي، چلبازۍ دې کړي، د هګیو ګډې چرګې وې، تا خو وېل چې له بازاره مې راوړي، ای خخخخدای دې وشړوه، ګټه دې یوه روپۍ نشته او تاوان دې تر سر پورته.

فیضو مور ته په زاریو و. مورې خیر ده، ته اوس رسوایي مه کوه، ناوخته و، که مې شل دغسې درته نه راوړې بیا چې هرڅه وایې.

نور بیا

By Editor2

2 thoughts on “دوولس دیارلس/ ايوب آسمایي”
  1. ایوب صیب. په خدای باور وکړه، چې نورو برخو ته مې یې سخته تلوسه شوه، په ګوتو او قلم دې برکت شه، تر وخت له مخه قضاوت ښه نه یې، خو زه وایم چې دا به تر ډیرو ناولونو خوندور ناول یې.

  2. ماشاءالله دیر په زره پوری ده پاتی برخی ته یی بی تلوسی یم په لوستلو کی داسی محسوسومه لکه درامه چه کورم . ر پاتی برخی په انتظار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *