د غبرګولي، جوزا ۱۳  مه  ۱۳۹۸

خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد 

 په بلوچستان کې د کوټې – ږوب  پر لويه لاره  د تېرې شپې ترافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ د پنځو تنو په شمول څلرويشت تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پېښه د کلاسيف الله  ولسوالۍ په علي خېل نومي سيمه کې شوې ده.

د کلاسيف الله  لېويز (ملېشه ځواک) چارواکي وايي، چې له کوټې ږوب ته تلونکي د سپرلیو موټر له مخالف لوري راتلونکې باروړونکې لارې سره ټکر کړی چې په نتيجه کې يې د يوې مېرمنې او څلور ماشومانو په شمول څوارلس تنه مړه شوي او لس نور ژوبل شوي دي. په مړو شويو کې د يوې کورنۍ پنځه غړي هم شامل دي چې د اختر لپاره له کوټې ږوب ته روان و. مړه او ټپيان د ږوب د کلي تکۍ، بادنزي او ملور اوسېدونکي دي.

په بلوچستان کې د کوټې او ږوب  ترڅنګ پر ټولولويو لارو په  تېره بيا د بلوچستان او سند ايالت ترمنځ  پر غځېدلې لاره  وخت په وخت خونړۍ ترافيکي پېښي رامنځته کېږي. او په کې هرکال سلګونه کسان خپل ژوند له لاسه  ورکوي.

د ايالت د ترافيکو مسوولين وايي، چې زياتره  ترافيکي پېښې د چلوونکيو د بې احتياطۍ او د عامه پوهاوي د نشتوالي له  امله  رامنځته کېږي. خو د ايالتي حکومت او د اړونده مسوولينو له لوري د پېښو د مخنیوي په موخه ګامونه نه دي اخيستل شوي. د سړکونو خراب وضعيت، د موټرچلوونکيو د مسووليت نه احساس او د ترافيکي اصولو نه مراعتول هم د ترافيکي پېښو د زياتوالي لاملونه ګڼل کېږي.   

د پاکستان د موټروېزاوهای وېز پوليس وايي، چې په ترافيکې پېښو کې د ناامنۍ ترپېښو زيات کسان  ژوند ساه  ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *