تاند- د هند صدراعظم نریندرا مودي په قرغیزستان کې د شانګهای سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د پاکستان په هوایي حریم تېر شوی او نن (پنجشنبه) یې بشکیک ته له رسیدو سره سم مازیګر ناوخته له افغان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي دي.
مودي پر خپل ټویټر په پښتو لیک له ولسمشر غني سره خپله لیدنه په زړه پورې بللې او ویلي یې دي چې دواړو مشرانو د هندوستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو د لا پیاوړتیا په اړه بحث وکړ.
نریندرا مودي – چې تازه د یوې بلې دورې لپاره د همد صدراعظم ټاکل شوی- وایي، هندوستان په بشپړه توګه د افغانانو لپاره د سولې په موخه د افغانستان د حکومت د هڅو ملاتړ کوي.
باید وویل شي، هند په سیمه کې یوازینی هیواد دی چې د افغان سولې هلې ځلې یوازې د افغان حکومت په مشرولۍ غواړي.
شانګهای سازمان غونډې ته ورغلي د سویلي او مرکزي اسیا ګڼ مشران د غونډې تر پیل وړاندې مهمې لیدنې لري.
مودي هم د دغو لیدنو په لړ کې د افغان ولسمشر تر څنګ د روسیې له ولسمشر پوتین سره کتلي دي، خو د هند خارجه وزارت ویلي دې چې په دې سفر کې نریندرا مودي د پاکستان له صدراعظم سره د لیدو پلان نه لري.