حمزه بن لادن
هو ژوند پس له مرګه حق دئ خو يوځل نه څو ځله، هغه هم د قيامت په ورځ.
حمزه بن أسامه بن محمد بن عوض بن لادن په 1989 کال زيږيدلی دئ چې په حمزه بن لادن مشهور او پيژندل کيږي. د أسامه بن لادن زوی دئ چې پلار يې نوموړی د القاعده د مشرتابه لپاره روزو.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د سيپټمبر په ۱۴ نېټه تائيد کړه چې نوموړی حمزه بن لادن د امريکا د تروريزم ضد عملياتو کې د افغانستان/ پاکستان په پوله کې ووژل شو. هغه دعماياتو او مرګ په هکله د وخت ذکر ونه کړ.
د CNN ټيلي ويزيوني چينل د جولای په ۳۱ نېټه هم ويلي و چې د حمزه بن لادن په مړينه کې امريکا رول درلود. همدارنګه د دفاع وزير مارک ايسپر د آګست په مياشت کې ويلي و چې حمزه بن لادن وژل شوی دئ.
د دي کال په لومړيو کې د امريکا حکومت دداسي معلوماتو د ورکولو لپاره چې هغه د حمزه بن لادن په نيولو کې مرسته وکړې يو ميليون ډالر انعام يا وټه کيښودلې وه.
سعودي عربستان د نوموړي تابعيت ځني آخستی وو.
باور دا دئ چې د نوموړي مړينه به د القاعده ډله د ليډرشيپ د مهمو مهارتونو او تجربو څخه بي برخې کوي ،او دده د پلار أسامه بن لادن سمبوليک تړاو به د دي ډلې سره.
زوی خو بيرته راژوندی شو ، راځی دوعا وکړو چې پلار خدای مه کړه بيرته را ژوندی نه شي.
په کليو کې دا سي باور يا وينه ده چې پشکه يا پشو اوه(۷)نفسه لري. هسي نه چې دا لادنان خو همداسي دپشو په شان نه دي، خدای مه کړه.
يا کيداي شي داچې اوباما غټ لادن وژلی دئ نو ټرمپ خو هرومروڅوچنده لاسته راوړنې ياني وژنې وکړې. نوځکه ئي يو زوي دوه ځلي وواژه تر څو چې ديوه غټ پلار سره انډول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *