تاند، یکشنبه، د میزان ۷مه: د غزني د خواجه عمري سلګونه خلکو نن د دغه ولایت په مرکز کې اعتراض کړی چې امریکايي ځواکونو یې په سیمه کې تېره شپه ۵ ملکیان وژلي دي.
د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت مني چې د خواجه عمري لسګونه خلک نن د دغو وژل شویو کسانو له مړو سره د ولایت مقام مخې ته راټول شوي وو او ادعا یې لرله چې امریکايي هوايي ځواکونو یې تېره شپه ۵ سیمه وال ملکیان وژلي دی.
نوموړی وايي، د غزني والي وحیدالله کلیمزي او امنیه قومندان له مظاهره چیانو سره خبرې کړې دي او هغوی یې په دې ډاډ ورکولو خواره کړي دي چې د پېښې پلټنه او پوښتنه به یې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې دامریکايي ځواکونو قومندانۍ په غزني کې هوايي برید تایید کړی او وايي، د غزني په خواجه عمري او خوږیاڼو ولسوالۍ کې یې ۱۱ طالبان وژلي، خو د ملکي تلفاتو خبره یې رد کړې ده.
امریکا په دې وروستیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو په اړولو زیاته تورنه ده.