تاند، پنجشنبه، د عقرب ۱۶مه: هند سبا د جمعې په ورځ خپل نوی ۳۵۰۰ کېلو متره لرې واټن ویشتونکی اټومي توغندی ازمويي.
راپور وايي، هند به د ( (K4په نوم دا توغندی د اندهرا پردیش ایالت د اوبو له تل څخه وتوغوي چې اټومي کوپړۍ هم له ځان سره لېږدولی شي.
هند به د دغه توغندي په ازمویلو سره د نړۍ په لومړۍ درجه اټومي قوتونو کې راشي.
دغه هېواد به لنډو ورځو کې ۷۰۰ کېلومتره واټن ویشتونکي (BO5) توغندي، اګني ۳ او براهموس توغندی هم وازمویي.