ليکوال : ايمل پسرلى
شپږ مياشتې دمخه مې د ميرمن په غوښتنه د بانک په بخت اکاونټ کې حساب پرانيست . دوه سوه ډالره مې پکې کېښودل . ميرمن مې راته ويل :
– يوه دې دوه نه شوې ، خلکو په موسسو کې کورونه واخيستل او ستا معاش له يوې مياشتې تر بلې نه رسيږي .
په اوله قرعه کشي کې مې بخت کار ونه کړ . تر بلې مې پيسې را ايستلې وې . موسسه وتړل شوه ، باران مو د کوڅې خواته دېوال ونړاوۀ . لور مې پيدا شوه خو لاس يې کوږ و . د دېوال وس مې نه درلود . د پلاستيکي شنو بوجيو پرده مې يې پر ځاى ودروله .دروازه مې په لرگو او د نړيدلي ديوال پر خښتو يو څه ټينگه کړه . ميرمن مې راته وويل :
– د دېوال غم وخوره . سبا به غلۀ رالويدلي وي ، دوى څه خبر دي چې په دې ړنگ کور کې هيڅ نشته ، نوم دې تر بلې دنيا رسيدلى چې په لندنۍ موسسې کې دې کار کاوه .
د دېوال چاره په تش لاس نه کيدۀ . د غلو ډار اړ کړم چې يا مې ميرمن او يا هم زۀ خامخا په کور کې واوسو . د شپې به مې هم وېښ ويدۀ خوب کاوۀ . د ورځې که به مې ميرمن چيرې تله زۀ په کور پاتېدم .
يولس بجې وې چې ميرمن مې له لور سره ډاکټر ته ولاړه . زۀ په کور کې يوازې وم . که گورم دروازه پرانيستل شوه . جوگۍ وه . اوږد شين بالاپوش يې اغوستى و . د بالاپوش گروې يې خلاصې وې . تر لاندې يې گلداره سور بخون کميس و . خړه توبره يې پر ښۍ اوږې اچولې وه . سپينه به وه خو پوست يې لمر وهلى و . سترگې يې شنې وې . سر يې په سرۀ دستمال تړلى و . دستمال يې واړۀ ژيړ رنگي گلان درلودل .په ونه به دومره جگه نه وه خو اوږدۀ بالاپوش دنگه ښکاروله . راته ويې ويل :
– خيرات …
په نورو ټکو يې پوى نه شوم . تر ژبه لاندې يې وويل .زۀ غلى پاتې شوم . دې خپل رغوى د خير په هيله راته نيولى و . د سپين رغوي کرښې يې له ورايه ښکاريدې . لکه په واورو پوښلې مځکه کې چې د نرۍ بيالې تورې اوبه ښکاري .د لاس کرښو يې خپل بخت راياد کړ . ورته ومې ويل :
– فال ليدى شې ؟
دې توبره پر مځکه کېښوده . ځاى پر ځاى کښېناسته . زه هم مخامخ د پښو په گوتو ورته کښېناستم . ښى لاس مې ورمخته کړ .
– عمر دې ډير اوږد دى . خو له تشويشونو خالي نه دى .د زړۀ کرښه دې روښانه ده . له زړۀ سخي سړى يې . په غريبانو مهربانه يې . خو ويره درسره ده چې کرياب نه شې . ته به ډيرې پيسې پيدا کړې . وادۀ دې په خپله خوښه نه دى کړى . په کور کې به له يو مشکل سره مخامخ شې خو بيرته به يې حل کړې .
– وادۀ مې په رښتيا په خپله خوښه نه و کړى .مالي اندېښنې مې يې هم سمې وې . ومې پوښتله :
– ته څه پوه شوې چې وادۀ مې په خپله خوښه نه دى کړى ؟
– زۀ د لاس په کرښو پوهيږمه .
– د وادۀ کرښه کومه ده ؟
– ماته يې وويل د ښي لاس گوتې درټولې کړه . له کوچنۍ گوتې سره مې ځينې کرښې جوړې شوې . راته ويې ويل :
– دغه دوه کرښې گورې په دې کې دا يوه نيمگړې ده ، مانا دا، مين يو ځاى وې کور دې بل ځاى اباد شو .
– زۀ مې لاس ته ځير وم . دا غلې شوه . ورته ومې کتل . شنې سترگې يې لکه د راڼه او لوى سمندر له رازونو ډکې راښکاره شوې . ومې پوښتله :
– دا کرښې دټولو خلکو وي ؟
– ميرمن دې را وغواړه د هغې لاس به هم وگورم .
– هغه په کور کې نشته .
– د هغې د لاس دغه کرښې وگوره درمعلومه به شي .
– د ښځې دا خبره ښه راباندې ونه لگيده .ځاى پر ځاى ودريدم . لس افغانۍ مې ورکړې . دا لکه چې د نورو په تمه وه .
– ميرمن چې مې راغله ، د هغې ښى لاس مې وليد . ورته ومې ويل چې رغوى سره ټول کړي . دې لکه سوک چې وهي لاس ټينگ ونيوۀ . ما يې له کوچنۍ گوتې سره کرښې وليدې . دوه يې نيمگړې وې يوه يې تر پايه غځيدلې وه . غصه راغله . ورته ومې ويل :
– په چا مينه وې ؟
– دا په قهر شوه . لاس يې راڅخه کش کړ .
– وړې لور مې وژړل . مور يې يوۀ اړخ ته کښېناسته چې شيدې ورکړي . زۀ غلى پاتې شوم .
کابل نوى ښار
د ٢٠٠٧ کال د فبروري ١٢
د ١٣٨٥ کال د سلواغې ٢٣
د ماښام ٦:٥٠ بجې
په داستانونوکې ددې ليکوال نورې لندې کيسې : په دوبۍکې ،ځانمرګى ،شړېدلي ارمانونه ،ډايري ،بې احساسه ،بده ورځ،غټه پيړه شمه ،په کمپيوټرکې مينه،دوه پېښې يوه کيسه،اشنا ،ژوند ،مجرم ،تېروتنه |