دغه پرېکړه نن (دوشبنه) د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ د بېلابېلو ادارو د مسؤلینو ترمنځ په هغه غونډه کې وشوه،چې د ولایت په مقام کې جوړه شوې وه.

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل: له تېرو شپږو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې وخت په وخت د معلولینو سره ژمني شوي،چې باید ورته د استوګنې لپاره نمرې ورکړل شي،خو تردې دمه پورې یې عملي بڼه نده غوره کړې.

ده ،د میدان ښار ښاروال ته لارښوونه وکړه،چې د قانوني لایحې په ترڅ کې هغه معلولینو ته چې مستحق دي،باید نمرې ورکړل شي او د کار او ټولنیزو چارو رئیس ته یې دنده وسپارله،چې یاده موضوع باید تعقیب او د ستونزو په حل کې هلي ځلي وکړي.

دا په داسې حال کې ده،چې د میدان وردګو ولایت د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې یو زرو دوه سوه شپیته معلولین ثبت شوي،چې د مسؤلینو په وینا د نمرې د ورکړې مستحق دي.

د یادونې وړده،چې د لایحې له مخې به په دغه ولایت کې معلولینو څخه د یوې نمرې د اصلي قیمت نیمه برخه اخیستل کیږي .

په درنښت

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *