محمد رفیق صادق

د نیمروز یوه هنرمند د کرونا ویروس د پیژندنې په موخه لاسي اوه اړخیزه 7D) هنري اثر جوړ او نندارې ته وړاندي کړ
د نیمروز یوه هنرمند محمد رفیق صادق د کرونا ویروس د پیژندنې په موخه هنري اثر جوړ او نندارې ته یې وړاندی کړ.
محمد رفیق صادق، د (کووید 19 ( هنري اثر جوړوونکي رسنیو ته وویل، د دې اثر د جوړویدو څخه زما اساسي هدف دا دی، ” دا چې کرونا د نړۍ لپاره یو ګواښ دی او که چیری کرونا ویروس ته پاملرنه ونسي، کیدای سي، د ټولو ژوند

ونیسي” ښاغلي صادق همدا راز وویل، تاسو کورونو کې پاته شئ نوښتونه او پنځونې وکړئ.

همدارنګه عبدالغنی حسن د نیمروز د اطلاعات او فرهنګ رییس د ښاغلي صادق د یاد اثر د ستاینې ترڅنګ وویل، کرونا جدي وګڼو کنه مونږ جدي ګڼې ښاغلي حسن همداراز وویل، په ورته وخت کې د داسې هنري اثارو جوړول او نندارې ته وړاندي کول یو ځانګړی ذکاوت او وړتیا غواړي، چې محمدرفیق صادق یی لري، مونږ د هنرمندانو همکاره یو او ترې ملاتړ کوو.

همدارنګه د ریاست لخوا ښاغلي صادق ته د تشویق په موخه ستاینلیک ورکړل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *