تاند- میګا (MIGA) یا د پانګونې د څو اړخیز ضمانت ادارې نن /سې شنبه/ اعلان وکړ چې په افغانستان کې په لوړ کیفیت د لبنیاتو په تېره بیا د شیدو او مستو د تولید لپاره پانګونه کوي.
د دې ادارې له یوې خبرپاڼې سره سم د لبنیاتو د پروسیس فابریکه به په کابل ولایت کې تر فعالیدو وروسته د افغانستان بازارونو ته د لوړ کیفیت شیدې او مستې وړاندې کړي.
حاضردمه افغانستان ته پروسیس شوي لبنیات له پاکستان څخه واردېږي چې ویل کېږي ښه کیفیت نه لري.
د پانګونې د څو اړخیز ضمانت اداره په افغانستان کې د جګړې، کورنیو شخړو، د مالکیت د سلب کېدو د خطرونو او د پیسو د لېږد د محدودیت په وړاندې د هالنډ د وان دن هویل لبني شرکت او دوو انفرادي پانګوالو ته د یو ملیون او درې لکه پنځوس زره یورو لس کلنه بیمه ورکوي.
د هالنډ د سوداګرۍ د پراختیا او همکارۍ اداره، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت تر سیوري لاندې فعالیت کوي، هم د دې پروژې ملاتړ کوي.
هالنډ په نړۍ کې د لبنیاتو تر ټولو ستر صادروونکی دی.
د ون دن هویل (Van den Heuvel Dairy Food Equipment B.V) هالنډي شرکت مدیر نیکو مات وویل:« د کورنیو جګړو په نتیجه کې په افغانستان کې د لبنیاتو سیکتور ته سخت تاوان اوښتی او اوس د افغانستان بازارونه له وارداتي لبنیاتو ډک دي. خو موږ باور لرو چې دا په افغانستان کې ذننه د لبنیاتو د تولید لپاره یو ښه فرصت دی.»
ده په افغانستان کې د تولیدونکو لبنیاتو پر کیفیت د ټینګار په ترڅ کې وویل چې دا به هم د کیفیت او هم کمیت له پلوه له وارداتي لبنیاتو سره سیالي وکړای شي.
په افغانستان کې د جګړو او د زورواکانو له لوري د مالدارو د څړځایونو د غضب کېدو په وجه مالداري، چې د افغانستان د عوایدو یوه مهمه سرچینه ګڼل کېده، د له منځه تګ په حال کې ده. د مالدارۍ د له منځه تلو په نتیجه کې اوس د غالیو لپاره ډېره وړۍ له پاکستانه واردېږي او د پوستکي، قره قل او کولمو صادرات په ټپه درېدلي دي.
د افغانستان حکومت او نړیوالې پراختیايي موسسې د افغانستان د مالدارۍ او لبنیاتو د سیکتور ملاتړ ته لومړیتوب ورکوي.
ښه خبر دی والا چه ډیر می خوښ سو