تاند- د بریتانیا د پوځ لوی درستیز جنرال سر پیټر وال د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د افغانستان جګړه به ډېر کلونه نور هم دوام وکړي مګر دا چې د طالبانو نسبتاً منځلارې یا معتدل عناصر سیاسي بهیر ته تیار شي.
جنرال پیټر له ټیلګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:« طالبان به هڅه وکړي، هغه سیمې بېرته ونیسي چې موږ ورڅخه وتلي یوو او د موسي کلا په شان ځیني سیمې، چې موږ د هغې د تصفیه کولو لپاره جګړه وکړه او تلفات مو ورکړل، د دوی (طالبانو) لپاره سمبولیک اهمیت لري.»
ده په عین حال کې وویل، دا به ډېره بده خبره وي چې طالبان دا ډول سیمې بېرته لاندې کړي.
د بریتانیا لوی درستیز دا هم وویل، هغه سیمه چې د بریتانیا پوځ په هلمند کې د پوځي عملیاتو په لومړي پړاو کې ونیوله راتلونکی کال له افغانستانه د بریتانیايي ځواکونو له بشپړه وتلو سره بېرته د طالبانو لاس ته د لوېدو له خطر سره مخامخ ده.
خو ده وویل چې د افغانستان د امنیت برخلیک په زیاتېدونکي ډول د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی او همدا ځواکونه به وي چې د طالبانو او نورو سخت دریځو مخه نیسي.
په افغانستان کې له پیله تراوسه پوري ټولټال ۴۴۷ بریتانیايي پوځیان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.
د بریتانیا لوی درستیز دا خبرداری په داسي وخت کې ورکړ چې د دغه هیواد پاتې شپږ زره پوځیان راتلونکی کال له افغانستانه وځي.
د سږ کال په دوبي کې د بریتانیا دفاع وزیر ویلي و چې تر مني پوري به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر شپږ زرو ته رالږ کړي.
له افغانستانه د تېر کال په وروستیو او د سږکال په لومړیو کې یو شمېر بریتانیايي پوځیان ووتل او اوس د دغو ځواکونو شمېر ۷۹۰۰ ته رسېږي حال دا چې تېر کال شاوخوا لس زره و.
د بریتانیا لوی درستیز سر پيټر خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په لړ کې بریتانیايي پوځیان سخت کال په مخکې لري.
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه بریتانیا له افغانستانه پاتې شپږ زره پوځیان وباسي.
په افغانستان کې څه باندې لس زره بریتانیايي پوځیان دېره ول خو یو شمېر بریتامیايي سرتېري سږ کال خپل هیواد ته ستانه شول.
د بریتانیا دفاع وزیر ښاغلي هامنډ ویلي، حکومت په پام کې لري چې د راتلونکي کال تر پایه له افغانستانه خپل ټول محارب پوځیان وباسي.
سلامونه !
هم يي كري او هم يي ريبي
واي په حال د مظلومو او خاوري په سر پشتنو چه قرباني د دي درامي دي.
الله ج د موژ پشتنو ته يوالي را په برخه كي امين