تاند- ۲۰۱۳ کال په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لپاره له ۲۰۰۶ راوروسته په تېرو ۷ کلونو کې تر ټولو کم تلفاته کال و.

1په دې کال په افغانستان کې ټولټال ۱۶۱ بهرني پوځیان وژل شوي دي.

کژولټي ای ویبپاڼې، چې د جګړې له لومړۍ ورځې په افغانستان او عراق کې د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو د تلفاتو شمېرنې خپروي، وايي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال په افغانستان کې د امریکا او د هغې د متحدانو ۱۳۰ پوځیتان وژل شوي دي. دا په داسي حال کې ده چې وړم کال (۲۰۱۲) ۴۰۲ بهرني پوځیان د افغانستان په جګړه کې وژل شوي ول.

د کژولټي آی د ارقامو له مخې له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري د افغانستان د جګړې په تړاو ټولټال ۳۴۰۹ بهرني پوځیان وژل شوي دي. د دغه شمېر له منځه ۲۲۰۳ په افغانستان او پاتې نور په نورو هیوادونو لکه جرمني، بحرین، اندونیزیا، قطر، کویت، پاکستان او ازبکستان کې وژل شوي دي.

په لاندې جدول کې له ۲۰۰۱ څخه د ۲۰۱۳ تر پایه د وژل شویو عسکرو شمېر وینئ.

 1

د ۲۰۱۲ کال په پرتله په ۲۰۱۳ میلادي کال په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو تلفات په سلو کې ۶۲ لږ ښکاري ځکه چې په دې کال بهرنيو پوځیانو په ډېرو لږو عملیاتو کې برخه واخیسته او د امنیتي چارو مسوولیت یې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاره.

خو د دې په مقابل کې په ۲۰۱۳ کال دوه زره ۷۶۷ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

په لاندې نقشه کې په هر ولایت کې د وژل شویو پوځیانو شمېر په ګوته شوی

1

نن چې د ۲۰۱۴ میلادي کال لومړۍ ورځ ده د ایساف یو سرتېری ووژل شو. دا سرتېری، چې هویت او ملیت یې لا څرګند شوی نه دی، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د نړیوالو پوځیانو لومړنی قرباني دی.

ټاکل شوې ده چې د سږ کال تر پایه پوري ټول بهرني محارب پوځیان له افغانستانه ووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *