خبریال: احمد ولي سرحدي – د زابل د پوهني چارواکي او د دې ولایت قومی مشران په ولسي جرګه کې د زابل د خلګواستازې عبداالقادر کلاتوال په قومی تعصب او د دې ولایت په چاروکي په بې ځایه مداخلو تورنوې خو خپله عبدالقادر کلاتوال بیا وايې چی نوموړی د خلګو د ستونزو د هواري په موخه هلي ځلي کوي او په غیر قانوني ډول یی دهیچا په چارو کې مداخله نده کړې.
په هغه اعترضیه غونډه کې چی نن په مرکز کلات کې د دې ولایت د بیلابیلو ولسوالیو قومي مشرانو، ځوانانو، میرمنو او د پوهني ریاست چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، په ولسي جرګه کې د زابل د خلګو استازی عبدالقادر کلاتوال په قومي تعصب او د پوهني په چارو کې په مداخله تورنوي.
دغونډي پرمهال دزابل دپوهني ریس رحیم الله لودین وايې چی دتیرو دوو کلنو په ترڅ کی يي زیاتي هلي څلي کړي دي او دنوموړي پرونیا چی دښوونځیو شمیر يې د۲۵ څخه ۹۴ ته ورسوی.
نوموړی ادعاکوي چی عبدالقادر کلاتوال دتیرو دوو کلونو په ترڅ کې دپوهني دبهیر دبدنامولو او دخپل ځان دګټي اوکمپین کولو په موخه زیاتي هلي ځلی کړي چی نور دوی ته دزغملو وړندي.
دغونډی پرمهال قومي مشرانو، ځوانانو او دپوهني ریاست چارواکي وایې چی په ډیرو سختو حالاتو کې يې دپوهني په برخه کې ددولت سره مرستي کړي دي او ددوی پروینا که عبداالقادر کلاتوال خپلي ناسمي مداخلې بندي نکړي ، نودوی به دپوهني دبهیر سره خپلي مرستي ودروي.
دپوهني ریاست چارواکي دمرکزي دولت څخه په کلکه غوښتنه کوي که ددوی ږغ وانه وریردل شي، نودوی به دخپلو دندو څخه استعفاوي وکړي.
خوپه ولسي جرګه کې دزابل دخلګو استازی عبدالقادر کلاتوال بیا وايي چې داصلاحاتو او شفافیت په موخه يې اودخلګو د ږغ پورته کولو دپاره کار کوي او دنوموړي ونیا چی هیڅکله يي غیرقانوني مداخله نده کړې.
په زابل کې پداسي حال کي دپوهني چارواکي، قومي مشران او ځوانان په ولسي جرګه کي دخلګو استازی په بي خایه او غیر قانوني کړنو تورنوي چی په زابل کي دامهال د۲۳۸ ښوونځیو څخه ۹۴ دزده کوونکو پرمخ خلاصي دي او پاته نور یی تړل شوې دي.