تاند- د راپورونو له مخې د عراق سنیان بریالي شوي چې د فلوجې ښار له دولتي ځواکونو څخه تصفیه کړي او ټول ښار تر خپل کنټرول لاندې راولي.

عراقي سرچینې وايي چې د عراق او شام اسلامي دولت په نوم القاعده پلوه ډلې د ښار جنوبي برخې نیولي او د سنیانو یوې قبیلې د ښار نورې برخې لاندې کړي دي.

د راپورونو له مخې په فلوجې او رمادي کې، چې اوسېدونکي یې سنیان دي، د سنیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې پیل شوي دي.

فلوجه له ستراتیژیک پلوه د عراق ډېر مهم ښار دی. وروسته له دې چې امریکا پر عراق یرغل وکړ تر ټولو سخت مقاومت په همدې ښار کې ورسره وشو. امریکایان له عراقه له وتلو یوازې دوه کاله مخکې توانېدلي ول چې دا ښار ونیسي.

د عراق دولتي ځواکونه له دې سره سره له فلوجې څخه شاتګ ته مجبوره شوي چې د سنیانو ځیني قبیلې یې ملاتړ کوي.

په نښتو کې د تلفاتو دقیق شمېر څرګند نه دی خو فرانس پریس د جګړې په لومړیو مرحلو کې ویلي و چې لږترلږه ۳۲ ملکیان په فلوجه کې وژل شوي دي.

ویل کېږي چې که عراقي سنیان په جګړه کې پیاوړي شي او خپلې سیمې لاندې کړای شي نو په درو (سني، کرد او شیعه) برخو به د عراق د تجزیې لاره اواره کړي.

د عراق کردانو مخکې تر مخکې ځان ته کورواکي اعلان کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *