د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د کرکټ بورډ اداره
مطبوعاتي خبرپاڼه
کابل، ٢٥ جدى ١٣٩٢
خوستيانو د ملي لوبډلې تاريخي هرکلى وکړ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله او د کرکټ بورډ مشرتابه د خوست د والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي په بلنه نن دغه ولايت ته سفر وکړ، چې په هوايي ډګر کې د زرګونو کسانو لخوا يې تود هرکلى وشو او په خوست لوبغالي کې جوړ شويو مراسمو کې لسګونه زره کسان راغلي وو.
د ولسمشر سلاکار او د افغانستان کرکټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد، د ملي لوبډلې لوبغاړي، روزونکي، مدير او د کرکټ بورډ نور چارواکي چې کله نن سهار د خوست هوايي ډګر ته ورسېدل، نو د والي عبدالجبار نعيمي او ځايي چارواکو په ګډون زرګونو کسانو يې هرکلى وکړ.
ملي لوبډلې او د کرک بورډ مشرتابه د موټريز کاروان په بدرګه کې په داسې حال کې د خوست لوبغالي ته يوړل شول، چې په لاره کې سلګونو کسان يې هرکلي ته ولاړ.
د خوست په لوبغالي کې د لسګونو زرو کسانو چې شمېره يې د ٢٥ او ٣٠ زرو ترمنځ و، ترڅنګ د خوست والي ښاغلى عبدالجبار نعيمي، د ولايتي شورا رييس او غړي، قومي مشرانو، مخورو، علماء کرامو، ځوانانو، سپين ږيرو ، ماشومانو او د بېلا بېلو لوبو لوبغاړو برخه اخيستې وه.
ددې مراسمو په پيل کې د بېلا بېلو لوبو لوبغاړو خپل نمايشونه وړاندې کړل او ورپسې د خوست والي ښاغلى عبدالجبار نعيمي پخپله وينا کې د کرکټ بورډ مشرتابه او لوبغاړو څخه مننه وکړه، چې ددوى بلنه يې ومنله او دې ولايت ته يې سفر وکړ.
هغه د افغانستان د کرکټ لاسته راوړنې بې سارې وبللې او زياته يې کړه، ؛چې تر اوسه هېڅ يوې لوبې دا ډول لاسته راوړنې او برياوې نه دي لرلې.
نوموړي زياته کړه چې د خوستيانو د خوښۍ تر ټولو ښه ورځ داده او ملي لوبډله يې د همدوى په غوښتنه رابللې ده.
نعيمي اعلان وکړ، چې ډېر ژر به په دې ولايت کې د کرکټ بورډ په مرسته په نړيوال معيار برابر يو لوبغالى جوړ شي.
نوموړي د نورو ولايتونو پر چارواکو هم غږ وکړ، چې د کرکټ ملي لوبډلې ته بلنه ورکړي او وې نازوي.
سلاکار وزير او دافغانستان کرکټ بورډ لوى رييس ښاغلى شهزاده مسعود د خوست له محترم والي او د خوست له شريف ولس څخه مننه وکړه، چې نه يواځې دوى ته يې بلنه ورکړه، بلکې تاريخي هرکلى يې هم وکړ.
هغه خوستيانو ته ژمنه ورکړه، چې په دې ولايت کې د کرکټ لوبغالي په جوړولو کې به له والي صاحب سره مرسته کوي.
شهزاده مسعود وويل چې د لوبغالي تر جوړېدو وروسته به په دې ولايت کې ملي او نړيوالې سيالۍ ترسر کېږي .
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد هم د لوبغالي په جوړولو کې د مرستې دډاډ ورکولو ترڅنګ وويل چې د خوست خلک له کرکټ او ملي لوبډلې سره ډېره مينه لري.
هغه زياته کړه چې د افغانستان کرکټ بورډ او ملي لوبډلې تاريخي لاسته راوړنې لري اوژمنه يې وکړه، چې دې لاسته راوړنو ته به ادامه ورکوي.
ډاکټر مراد وويل چې موږ وياړو د خوست خلکو لخوا دومره تود او تاريخي هرکلى يې وشو.
ددې مراسمو په پاى کې دافغانستان د کرکټ ملي لوبـډله د کرکټ بورډ له چارواکو سره يو ځاى د لوبغالي په ټولو برخو وګرځيدل او له مينه والو څخه يې مننه وکړه.
تر يادو مراسمو وروسته د کرکټ ملي لوبډله او چارواکي د ولايت په مقام کې د غرمې ډوډۍ په مېلمستيا کې برخه واخيسته.
د ټولو خوستوالو څخه ډیره مننه چی زمونږ ملی اتلان یی ونازول او دهغوی څخه یی تود هرکلی وکړ
مصطفی له کابل څخه