تاند- د ترکيې د پیګاسیس هوايي شرکت الوتکې پېلوټ، په چالاکۍ د خپلې الوتکې تښتونکی تېر ایست او د ټولو سپرلیو ژوند یې وژغوره.
د ترکیې چارواکي وايي، یوه اوکرایني، چې غوښتل یې له استانبول څخه د اوکراین خارکیف ښار ته روانه الوتکه وتښتوي او د روسیې په سوچي ښار کې یې کښېنوي، د پېلوټ له لوري د سوچي په نوم د
د الوتکې اوکراینی تښتونکی، ارتیم اوژلوف په ځان پوی نه شو چې الوتکه له هغه ځایه چې پورته شوې وه، بېرته همالته کښېناسته.
دغه ۴۵ کلن اوکرایني د الوتکې په منځ کې پټکه کړې وه چې ورسره بم شته او که پېلوټ الوتکه د اوکراین د خارکیف په ځای د روسیې سوچي ښار ته یو نه سي، بم به وچاودوي.
خو پېلوټ، په ظاهره له تښتونکي سره ومنله چې سوچي ته ځي مګر بېرته استانبول ته وګرځېده.
دا پېښه په داسي حال کې وشوه چې د روسیې په سوچي ښار کې ژمنۍ المپیک لوبې پیل شوې.
د سوچي د المپیک لوبو د تنظیم د کمېټې مسوول دیمیتري چیرني نن وویل، د ترکیې او اوکراین چارواکو د دې خطر د مخنیوي لپاره په ګډه هڅه وکړه.
«موږ له دې پېښې خبر شوو، کوم خطر پېښ نه شو، پوهېږم چې اوکرایني او ترکي چارواکو ډېره هڅه وکړه چې دا ناوړه پېښه ونه شي.»
مخکې داسې خبر ورکړل شوی و چې د ترکیې ایف شپاړس الوتکو دغه مسافر وړونکې الوتکه له اختطاف کوونکي سره کښیناستو ته اړ ایسته.
کله چې نیمایي سفر لا نه و شوی یو اکراینی چې یو شی یې په لاس کې و، پیلوټ ته خبر ورکړ چې له ده سره بم دی او الوتکه دې د سوچي په لور روانه کړي، چیرته چې د المپیک ژمنۍ لوبې پیل شوې دي، کنه چاودنه به وکړي.
د استانبول والي وروسته خبریالانو ته وویل چې پنځه څلویښت کلن پیلوټ برمته کوونکي ته داسې ښکاره کړه چې الوتکه یې سوچي ته بیولې ده.
د استانبول په هوایي ډګر کې وروسته له څلور ساعته یو سلولس مسافر پرته له دې چې څه زیان ورورسیږي له برمته کوونکي څخه خوشي شول او برمته کوونکی ونیول شو.
کله چې بیا وروسته الوتکه وپلټل شوه په هغې کې چاودیدونکي مواد نه و.
د ترکیې پولیسو د دغه اوکرایني د دې کار د علت په اړه څه نه دي ویلي خو ځینې چارواکي باور لري چې دا یو تروریستي اقدام نه و