تاند- د ایران د فوټبال د نجونو په لوبډله کې د ۴ نارینه وو له کشف کېدو وروسته اوس د لوبغاړو د جنسیت په اړه پلټنه او طبي معاینه کېږي.
دا اعلان وروسته له دې وشو چې د ایران د نجونو د فوټبال د کلبونو ترمنځ په سیالیو کې د نارینه وو څرک ولګېد.
د څلورو نارینه لوبغاړو له څرګندېدو وروسته پرېکړه وشوه چې د لوبغاړو دې طبي معاینه وشي او که هره لوبغاړې طبي معاینې ته تیاره نه وي په مسابقو کې د ګډون حق نه شي لرلی.
د ایران د فوټبال فدرېشن چارواکي وايي، د نجونو په منځ کې موندل شوي نارینه لوبغاړي داسي کسان دي چې خپل جنسیت یې نه دی بدل کړی. د دوی په وینا که چیري دې کسانو جنسیت بدل کړی وای، پروا یې نه کوله.
پکه دا د لا بله سپکه