تاند- د بلجیم پارلمان نن/ جمعه/ یوه لایحه لاسلیک کړه چې پر اساس یې د هغو ماشومانو په اسانه مرګ ته اجازه ورکول کېږي چې د سختو ناروغیو له کبله کړاو او خوږ لري.
دا لایحه د بلجیم پارلمان د ۴۴ مخالفو رایو په وړاندې په ۸۶ موافقو رایو تصویب کړه.
د پارلمان ۱۲ غړیو په رای اخیستلو کې برخه وانخیسته.
د بلجیم د پاچا له لوري د دې لایحې له توشیح کېدو وروسته به بلجیم لومړنی هیواد وي چې په نه رغېدونکو ناروغیو او کړاو اخته د اخته مشاومانو مرګ ته اجازه ورکوي.
په لایحه کې ویل شوي، هرڅوک چې په نه رغېدونکې ناروغۍ اخته وي او د ناروغۍ ترڅنګ سخت درد لري، که یې عمر هرڅومره هم وي، د مور او پلار په تقاضا د مرګ اجازه ورکول کېدای شي.
د دې پرېکړې مخالفان استدلال کوي چې د کم عمر ماشومان د دومره لویې مسلې په اړه په خپله پرېکړه نه شي کولی.
په بلجیم کې ۱۲ کاله پخوا د نااعلاجه لویانو د وژلو په اړه پرېکړه شوې وه چې عملي کېږي.
د بلجیم په ګاونډي هیواد هالنډ کې تر ۱۲ کلونو د لویو نه رغېدونکو ماشومانو مرګ د مور وپلار په خوښه قانوني دي.
دا ډول هیوادونه تش په نوم د بشر یادونه کوی دوي خو بس همدې دینا ته خوشاله وی چې په ارامه خوب وکړی ، وخوري او وڅښي د اخیرت غم دوی کله لري، وربه شي هغه ځای ته چې حساب ورسره وشي .
شکر چې لومړی موږ مسلمانان یو او بیا یی ډیر سپیڅلی دین چې اسلام دی رانصیب کړي دی چې د هر چا حقوق په کې خوندي دی