تاند- د زابل امنیتي ځواکونو نن /جمعه/ د دې ولایت په مرکز کلات یو موټر، چې چاودېدونکي مواد پکې ځای پرځای شوي ول، له ۲ ځانمرګو او یو شمېر وسلو سره ونیول.

له زابل څخه تاند ته د احمد ولي سرحدي د راپور له مخې د زابل امنیه قومندان مل پاسوال روغ لېوني وویل، نیول شویو کسانو غوښتل چې د کاندیدانو انتخاباتي مبارزه ګډه وډه کړي.

د مل پاسوال روغ لېوني په وینا دا کسان د کشفي راپور پراساس په داسي حال کې ونیول شول چې هغوی غوښتل له چاودېدونکو موادو ډک موټر د انتخاباتي مبارزو د ګډونوالو پرضد وچاودوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *