تاند- دا امریکايي ځوان د پلاستیکو په خوړلو روږدی دی او د اوونۍ د پلاستیکي کڅوړو یوه بسته نوش جان کوي.

رابرټ په خپل درویشت کلن عمر کې تراوسه ۶۰ زره پلاستیکونه خوړلي دي. د دغو پلاستیکو، چې ده خوړلي، اندازه له دې ولګوئ چې که هوار کړای شي نو د فوټبال میدان سرترپایه پوښلی شي.

رابرت په پلاستیک خوړلو داسي معتاد دی چې د پلاستیک له خوړلو پرته یې ګوزاره نه کېږي.

دی چې کله پلاستیک وویني نو طاقت یې ورته نه کېږي داسي یې خوري لکه څوک چې چپس خوري.

رابرت چې کله په بازار کې کوم خوراکي شی رانیسي نو تر خوراکونو د هغو پلاستیکي کڅوړو ته زیات خوشاله وي.

دی وايي، که کومه ورځ پلاستیک ونه خوري، هسي په هسي غوسه کېږي او کله نا کله خو اړ شوی چې د ګاونډیانو پلاستیکونه پټ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *