تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاینونو په لړ کې د ختیځ زون په بېلا، بېلو ولایتونو کې د ډاکټراشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډې وشوې او د نوموړي د کاندیداتورۍ ملاتړ پکې څرګند شو.

په ختیځو ولایتونو کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپاین مسوول ارشاد رغاند تاند ته وویل چې د سې شنبې په ورځ هم په کونړ او ننګرهار کې د ډاکتر اشرف غني په ننګه څو غونډې د سلګونو تنو په ګډون جوړې شوې.

د رغاند له معلوماتو سره سم د کونړ په  په خاص کونړ او څوکۍ ولسوالیو کې دفکراو عمل جرګې لخوا په دوو غونډو کې سلګونو تنو د ډاکتراشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.

دوی ته د ویناوو پر وخت حاجي محمدحسن حسام ، اشناګل بانډه وال، غرني او یو شمېر نورو قومي مخورو د ډاکټراشرف غني د اهدافو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

د رغاند په وینا وروسته د سیمې مخورو له ډاکټراحمدزي څخه خپل ملاتړ وښود او هغه یې د ښه ظرفیت، سابقې او طرحو له مخې د افغانستان ولسمشرۍ څوکۍ ته ترټولو وړ کاندید وباله.

په ختیځو ولایتونو کې د ډاکتر اشرف غني احدزي د انتخاباتي کمپاین د مسوول په وینا په ننګرهار کې هم د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین ولایتي دفتر مسولانو د سره رود ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره غونډه وکړه.

په غونډه کې د ننګرهار ولایتي شورا غړي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین ولایتي مشر نصرت الله ارسلا وویل، دوی د دې لپاره له مشرانو او مخورو سره مشورې کوي چې راتلونکی ولسمشر په ډېر غور وټاکي.

1ده همداراز وویل:« تر ګډون وړاندې دا فکر مهم دی چې موږ راتلونکې ټاکنې یومسولیت وګڼو او په غور سره خپلې رايې وکاروو.»

نوموړي وویل، دوی د داسې یوشخص په څنګ کې ولاړ دي چې په خپل غوره مشرتوب د دې هېواد د نسلونو راتلونکی روښانه کولی شي او دا وړتیاوې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په وجود کې شته.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین غړي ډاکټر زرعلي معروف وویل:« زموږ هېوادوالو په ډېرو سختو شرایطو کې د علامه سید جمال الدین افغان په څېر یوه هستي موندلې، توپیر دا دی چې د علامه سيد له علم او تجربو مو ګټه پورته نه کړه، خو که ډاکټر صیب اشرف غني احمدزی غوره نه کړو، سبا به په دې شخصیت پسې لاسونه مروړو.»

د سره رود ولسوالۍ قومي مشر حاجي انور اکرام وویل، دوی له ډېرو مشورو وروسته برېکړه کړې چې خپلې رايې به د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه کاروي.

—————————-

تاند د ټولو کاندیدانو د انتخاباتي هلوځلو خبرونه خپروي خو نور کاندیدان یا په خپله غیر فعال دي او یا تکړه کمپاینران نه لري چې له رسنیو سره د خپلو هلوځلو خبرونه شریک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *