ادبي کره کتنه :
ادبي کره کتنه د استاد پوهاند فیاض محمد فیاض څېړنیز اثر دی چې، ۱۵۹ مخونو کې ختیځ خپرندویې ټولنې له جلال اباده تازه خپور کړی.
دا کتاب چې ټول ټال پنځه څپرکي لري پکې د ادبې کره کتنې تخنیکي او فني اړخونه څېړل شوی دي ، په کتاب کې له معتبرو ماخذونو ګټه اخیستل شوي او په ټوله کې د کره کتنې په برخه کې یو ټول منلې کتاب بلل کېدای شي .
د کتاب څخه نه یواځې د پښتو ادبیاتو پوهنځي محصلین استفاده کولای شي بلکې د کره کتنې په برخه کې د عامې مطالعې لپاره هم ګټور معلومات لري.
پوهاند صیب کلونه د ننګرهار پوهنتون د کره کتنې د برخې استاد پاتې شوی ددې ترڅنګ د خوست پوهنتون ریس او اوس مهال د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې دنده لري.
ختیځ خپرندویه ټولنه ویاړې چې دغه ډول علمي اثار ټولنې ته وړاندی کوي .
ــــــــــــــــــــــــــــ
د کبانو روزنه :
د کبانو روزنه د استاد پوهنمل خوشدل معروف څیړنیز اثر دي چې په څه کم درې سوه مخونو کې تازه تازه ختیځ خپرندویه ټولنې له ننګرهاره خپور کړی دی .
په کتاب کې د کبانو د بیلابیلو ډولو د معرفت ترڅنګ د کبانو په روزلو بشپړ بحث شوی دی .
د استاد پوهنمل خوشدل معروف دا څېړنیز اثر نه یواځې د زراعت او وترنرۍ پوهنځي د محصلینو لپاره ګټور دی بلکې د هغه خلکو لپاره يې لوستل بې ګټې نه دي چې، د کبانو د روزنې په برخه کې کار کوي او لدې لارې خپله حلاله روزې ګټې.
موږ ددغه کتاب په خپرولو ویاړو او ژمنه کوو چې دغه ډول علمي کتابونو د چاپ په برخه کې به خپلې هلې ځلې جارې ساتو .
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
ښکلې کېسې : ۲ ټوکه
ښکلې کیسې په دوه ټوکو کې ختیځ خپرندویه ټولنې تازه چاپ کړي، پدې کتاب کې د صحابه کرامو رښتینې کیسې لیکل شوي چې تنکیو زلمیانو ته يې لوستل اړین دي.
د دغه ښکلیو کیسو په لوستلو سره به زموږ ځوان نسل د اسلام له تاریخه او د صحابه کرامو له کارنامو خبر شي . کتاب تکړه لیکوال کامران هجومي راټول کړي چې موږ ترې زښته ډیره مننه کوـ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جنت زموږ په کورونو کې ګټور اسلامي اثر 
((جنت زموږ په کورونو کې)) د اسلامي نړۍ د ستر عالم او مبلغ ډاکټر عمرو خالد هغه اثر دی چې د نړۍ لسگونه ژبو ته ژباړل شوی او لسگونه زره ټوکه خرڅ شوی دی.
یاد کتاب چې منځپانگه يې کورني ژوند ته ځانګړې شوې، په لوستلو سره به يې ستاسې په ژوند کې ژور بدلون رامنځته شي.
کتاب له ایرانۍ پاړسۍ څخه ځوان ليکوال، پياوړي ژباړن او تکړه ژورنالېست نجیب الله نايل په روانه پښتو ژباړلی چې موږ ترې په خپل وار زښته ډېره مننه کوو.
د نايل صاحب دې کور ودان وي چې د کتاب د ژباړې په برخه کې يې زموږ غوښتنه زمکې ته ونه غورځوله او په ډېر ویاړ سره يې د کتاب د ژباړې چارې په ډېره کمه موده کې په بریاليتوب سره بشپړې کړې.
((جنت زموږ په کورونو کې)) د کتاب لوستل د ټولنې د هر فرد او په ځانګړي ډول د ځوانانو او پېغلو لپاره ډېر اړین دي چې په کورني ژوند کې مثبت تغيرات رامنځته شي.
زموږ هيله دا ده چې دا کتاب به زموږ په ټولنه کې د ځوانانو تر منځ یو مثبت بدلون رامنځته کړي او دوی به یوې سالمې لارې ته رهبري کړي.
ختیځ خپرندويه ټولنه په ډېر ویاړ سره د یاد کتاب د خپرواي چارې بشپړوي او د کتاب ليکوال ډاکټر عمرو خالد او ژباړونکي نجیب الله نايل ته د الله (ج) په دربار کې د عظیم اجر او اوږده عمر غوښتنه کوي.
درنښت
ختيځ خپرندويه ټولنه، جلال آباد