تاند- په افغانستان کې له یوې تازه نظرپوښتنې سره سم ډاکتر اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ د کاندیدانو په منځ کې تر ټولو مخکې دی.

د دې نظرپوښتنې پر اساس، چې (ART Consulting) کړې ده، اشرف غني احمدزی د ټولو پوښتل شویو کسانو له منځه ۲۷ اعشاریه ۱ د ولسمشرۍ لپاره غوره بللی دی.

له اشرف غني احمدزي وروسته عبد الله عبدالله زیاتو پوښتل شویو د ولسمشرۍ د چوکۍ لپاره غوره کاندید ګڼلی دی. په سلو کې ۲۴ اعشاریه ۶ پوښتل شویو ویلي چې عبدالله عبدالله ته به رایې ورکړي.

د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، زلمی رسول، چې ادعا کېږي د ولسمشر حامد کرزي د خوښې وړ کاندید دی، په سلو کې یوازې ۸ د ولسمشرۍ جوګه بللی دی.

په دې نظرپوښتنه کې عبدالرب رسول سیاف د لومړیو درو کاندیدانو په پرتله په زیات تفاوت څلورم، ګل اغا شېرزی پنځم او قطب الدین هلال شپږم ځای لري.

عبدالرب رسول سیاف ته ۲ اعشاریه ۷ ، ګل اغا شېرزي ته ۲ اعشاریه ۳، قطب الدین هلال ته صفر اعشاریه ۳، داوود سلطانزوی ته صفر اعشاریه ۲، محمد نادر نعیم ته ، چې له کاندیداتوري تېر شوی، صفر اعشاریه ۱ او هدایت امین ارسلا ته صفر اعشاریه ۱ فیصدو رایې ورکړي دي.

تر دې پخوا په لومړۍ نظرپوښتنه کې، چې طلوع تلویزیون پکې رول درلود، عبدالله عبدالله تر ټولو مخکښ کاندید پېژندل شوی و خو وروسته په یوې بلې نظرپوښتنې کې ډاکتر اشرف غني احمدزی تر عبدالله عبدالله وړاندې شو.

د اې ټي آر په نظرپوښتنه کې د ښځو، نارینه وو، کلیوالو او ښاریانو د ملاتړ اندازه هم په ګوته شوې ده.

له دې نظر پوښتنې سره سم د ټولو پوښتل شویو نارینه وو په سلو کې ۲۷ اعشاریه ۳  اشرف غني، په سلو کې ۲۳ اعشاریه ۵ عبدالله، د ټولو پوښتل شویو ښځو په سلو کې ۲۶ اعشاریه ۹ اشرف غني او په سلو کې ۲۴ اعشاریه ۷ ډاکتر عبدالله غوره کاندید بللی دی.

1اې ټي ار وايي چې دا نظرپوښتنې یې له ۳۲۲۲ تنو څخه د پوښتنو پراساس کړې ده. په دې نظرپوښتنه کې ۲۲۵۹ نارینه او ۹۵۳ ښځې پوښتل شوي دي. د دغو کسانو په منځ کې ۱۹۳۴ ښاریان او ۱۲۸۸ کلیوال ښودل شوي دي.

اې ټي ار نظرپوښتونکې اداره وايي چې لا هم ۲۸ اعشاره ۸ فیصدو پرېکړه نه ده کړې چې چا ته رایه ورکړي او ۶ اعشاریه ۷ نورو ویلي چې هیڅ کاندید یې خوښ نه دی او هیچا ته رایه نه ورکوي.

19 thoughts on “نظرپوښتنه: له اشرف غني احمدزي وروسته ډېر خلک عبدالله عبدالله غواړي”
  1. وه ننګرهاریانو، لغمانیانو، کنړیانو، نورستانیانو دا ولی داسی په خپل لاس د پښتنو ریښی له ځمکنی راشکوی؟ څنګه په ختیځ کی ډاکټر اشرف غنی لس په سلو کی او ډبل عبدالله یوڅلویښت په سلو کی رایی ترلاسه کړی دی؟‌ دا څه بیغرتی او ناځوانی مو د ډاکټر اشرف غنی سره شروع کړی ده؟‌ د خدای لپاره او ددی ملت د راتلونکی لپاره خپلی رایی ډاکټر اشرف غنی ته ورکړی.‌ تاسی خپلی رایی ډبل عبدالله ته ورکوی او هیر مو شول چی څو ورځی مخکی د همدی ډبل عبدالله کسانو په کابل کی مظاهری وکړی او ویل یی چی دوی افغانان نه دی بلکه خراسانیان دی. څنګه تاسی داسی ټلوالی ته رایی ورکوی؟‌ ځینی کسانو خو خوله هر وخت خلاسوله چی ولی ډاکټر اشرف غنی دوستم خپل معاون وټاکه خو اوس چی دی سروی ته ګورم نو ډاکټر صاحب اشرف غنی خو ملامته نه ؤ. دوستم خو د ختیځ والو نه ډیره باغیرته او نر سړی راوخوت. حد اقل په شمال کی خو د دوستم له برکته ډاکټر صاحب دوه ویشت په سلو کی رایی ترلاسه کوی، خو د پښتنو په ټاټوبی کی چی ختیځ هیوادونه دی بیا یواځی لس په سلو کی رایی ترلاسه کوی. دا ختیځوالو څه لوبه پیل کړی ده؟ الله دی تاسو ته هدایت درکړی. تاسی خپله په خپل لاس ډبل عبدالله او دده ناولی شمالی ټلوالی ته د ارګ چاری سپاری نو بیا چی په پښتنو هر څه ظلمونه کیدل ملامتی به یی پر تاسو وی.

  2. وه ننګرهاریانو، لغمانیانو، کنړیانو، نورستانیانو دا ولی داسی په خپل لاس د پښتنو ریښی له ځمکنی راشکوی؟ څنګه په ختیځ کی ډاکټر اشرف غنی لس په سلو کی او ډبل عبدالله یوڅلویښت په سلو کی رایی ترلاسه کړی دی؟‌ دا څه بیغرتی او ناځوانی مو د ډاکټر اشرف غنی سره شروع کړی ده؟‌ د خدای لپاره او ددی ملت د راتلونکی لپاره خپلی رایی ډاکټر اشرف غنی ته ورکړی.‌ تاسی خپلی رایی ډبل عبدالله ته ورکوی او هیر مو شول چی څو ورځی مخکی د همدی ډبل عبدالله کسانو په کابل کی مظاهری وکړی او ویل یی چی دوی افغانان نه دی بلکه خراسانیان دی. څنګه تاسی داسی ټلوالی ته رایی ورکوی؟‌ ځینی کسانو خو خوله هر وخت خلاسوله چی ولی ډاکټر اشرف غنی دوستم خپل معاون وټاکه خو اوس چی دی سروی ته ګورم نو ډاکټر صاحب اشرف غنی خو ملامته نه ؤ. دوستم خو د ختیځ والو نه ډیره باغیرته او نر سړی راوخوت. حد اقل په شمال کی خو د دوستم له برکته ډاکټر صاحب دوه ویشت په سلو کی رایی ترلاسه کوی، خو د پښتنو په ټاټوبی کی چی ختیځ ولایتونه دی بیا یواځی لس په سلو کی رایی ترلاسه کوی. دا ختیځوالو څه لوبه پیل کړی ده؟ الله دی تاسو ته هدایت درکړی. تاسی خپله په خپل لاس ډبل عبدالله او دده ناولی شمالی ټلوالی ته د ارګ چاری سپاری نو بیا چی په پښتنو هر څه ظلمونه کیدل ملامتی به یی پر تاسو وی.

  3. زه فکر کوم دا نظر پوښتنه هم درسته نده ، ځکه چې دوی په ختیځ کې ډاکټر صاحب اشرف غني ته د ټول پوښتنې اندازه ډیره کمه ښودلې ده ، پداسې حال کې چې د ختیځوالو په هر محفل کې ، هر کور کې او هر ناسته کې غیر د ډاکټر صاحب اشرف غني څخه د بل چا نوم نه یادیږی ، خو دا به د رایې ورکونې په ورځ معلومه شي چې ختیځوال څومره رایه ډاکټر صاحب غني ته ورکوي

  4. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    که څه هم دا سروي یقیني نه ده او سروي که هر څنګه وي بیا هم نزدیکت لري خو ولي قناعت بخش نه وي
    که څه هم زه خپله په ننګرهار کي اوسیږم او ماته معلوم ډیر د باور وړ هم نه دي د پیسو په مقابل کي کیداي شي زاویه یی بدله شي
    بیا هم زه چي څومره ګورم اورم نو په ننګرهار کي له ۶۰٪ نه هم زیاته رایه د ډاکټر صاحب اشرف غني ده
    د سروي ټیم چي کومه سروي کړیده کیدای شي چي د حضرت علي په دفتر کي ناست وي او ښه خوراکونه یی پري کړي وي او د هغه له ساتونکو یی دغه پوښتنه کړي وي
    د ننګرهار دغه سروي بلکل مونږ ته د قناعت وړ نه ده او نه به داسي وي او نه به داسي وشي
    مننه

  5. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    د ختیځ فیصدي دومره د اندیښني نه ده ځګه چي دا سروي دومره اعتباري نه ده هسي یو نظر یی ورکړی
    که سروي یی هم کړي وي نو داسي معلومیږي چي د سروي ټیم سیده لاړ ده او د حضرت علي په دفتر کي ناست ده ښه شنه او تور چایونه او غوړ کړایان یی خوړلي او په همدي موقع یی د حضرت علي له ساتونکو نظر پوښتنه هم کړیده په مشرقي کي د ډاکټر صاحب رایی تر ۷۰٪ رسیږي دا مبالغه نه ده دا به په هغه ورځ معلوم شي چي مشرقیوال له خپلو جیبونو خپل د رایی کارتونه را اوباسي
    انشا الله

  6. پشتنو تاسي ته وايم ، د تاسي خو پر يوه كار هم سر نه خلاصيژي ، كه تاسي غواري چه افعانستان افعانستان پاتي شي ، نو دا طلايي چانس د لاسه مه وركوئ او خپلي راي اشرف غني ته وركري ، او كه غواري چه افعانستان مو خراسان شي ، او ژبه مو ايراني شي ، نو بيا عبداله ته راي وركري ، اوتاريخي مسوليت در په غاره شي ، او خپلو اولادونو ته به شرمينده شي ، نور مو خپله خوشه ده . الله تعالي مو سر په شو او بدو خلاص كره .

  7. ګرانو ورونو دری نقطی ضروری بولم چی باید ذکر یی کړم:
    لمړی چی دا ټول پوښتنه غلطه ده ځکه څوک چی ځان ته پښتون وایی هغه عبدالله عبدالله ته رایه نه ورکوی او
    دوهم دا چی پښتانه باید د انتخاباتو سره بیکاټ وکړی او ورکی هیڅ برخه وانخلی ځکه دپښتون ورکی هیڅ ګټه نشته دی او اشرف غنی کومه داسی مسلمان پښتون دی ښځه یی کافره ده او وایی چی په افغان ښځو باندی اسلام په زوره منل شوی که اشرف غنی ولسمشر شو نو زه به کوشش کومه چی ټولی افغانی ښځی عیسویت ته واړوم
    دریم دا چی کفارو په لوی لاس په پښتنو پسی راخستی او د انتخاباتو په وخت کی همیشه د پښتونو په منطقو کی امنیت خرابوی
    او پښتونو خو ټولو دوه ځلی کرزی خبیث ته رایه ورکړه نو څه فایده یی وسوله پښتون ته
    مکتبونه یی ټول خراسانیانو او هزارګانو ته جوړ کړل هغه چا هم د پښتون دوشمن دی او هم د افغانستان
    په تعلیمی بورسونو باندی بهرنیو هیوادنو ته ټول هزاره ګان او خراسانیان ولیږل او رایه د هم پښتون وه
    پښتانه باید ټول له یوی مخی د انتخاباتو نه بایکاټ وکړی
    والسلام علیکم

  8. مشر ملا مکناټن اخندزاده ډیر خراب نوم دې ځانته غوره کړی دی ته د یوې داسې سروې پیغور مونږ ته راکوې چې د ۲۲۰۰۰ زره نفرو یې کړې هغه هم په ټول افغانستان کې ته څه خبر یې کیدای شي په ننګرهار کې یې له یوې کورنۍ دغه پوښتنه کړي وي ننګرهاریان د ننګ خلک دي او ننګ مو په اشرف غني کې بیاموندلی زما خبر ته غوږ شه زه د الفلاح د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د حقوقو او سیاسي علومو ښوونکی یم ما خپله خپله نظریه او عقیده محصلینو ته ونه ښوده او یوه سروې مې وکړه چې په ننګرهار کې د چا ملاتړ زیات دی او دغه ځای مې د خپلې سروې لپاره ځکه مناسب وګڼلو چې د درویشت ولسوالیو او ښار اوسیدونکي ټول زمونږ محصلین دي تقریبا تر اوه سوو محصلین زمونږ د حقوقو په پوهنځي کې دي بالاخره په سروې کې مې ولیدل چې ۹۷٪ رایه د اشرف غني وه زه وایم چې د اشرف غني چې مشرقي څومره ملاتړ ی دی ټول افغانستان به نه وي دا دی راتلونکي هفتې ته به یې معلومات درته وشي پیغورونه مه راکوه اشرف غني دومره هم نه دی چې ستاسې نوم دې هم بدل نه کړي که ته د اشرف غني له پلویانو یې لومړی له هغه سره وګوره چې ښه نوم درته کیږدي بیا سیاست درته یو څه وښايي وروسته میډیا ته را ودانګه په پیغورونو اشرف نه پریږدو

  9. په پورته کمنټونو کې یوه ناپوهه وایی چې د اشرف غني ښځه کافره ده ، جاهله!!!!مسلمان ته د کافر نسبت کول سړی خپله کافر کوي ، د ډاکټر اشرف غني ښځه د لبنان مسلمانه ده او د سردار محمد داؤد خان په وخت کې یې د افغانستان تابعیت اخیستی دی چې اوس له ټولو افغانانو سره یو شان حقوق لري، او زه یقین لرم چې ته پښتون نه یې ، ته په اصل کې د پښتنو دښمن یې ، پښتانه به انشاء الله ټول په ګډه په رایه ورکونه کې برخه اخلي او ډاکټر اشرف غني به تر ارګه رسوي، ، په همدې هیله .

  10. هدایت الله خانه وروه سلامونه او نیکی هیلی،
    اول خو دا نوم چی ما غوره کړی ددی لپاره دی چی مکناټن هم یو انګریز ؤ او دغه ړوند ملا عمر هم د پاکستان په لاس روزل شوی د انګریز زوی دی چی په پاکستان کی سوله غواړی او د پاکستانی فحشا پر ضد هیڅ هم نه وایی خو په افغانستان کی د پاکستان په اشاره جګړه کوی او هره ورځ دلته بی ګناه افغانان وژنی نو دا نوم می ځکه غوره کړی چی د ړوند ملا عمر اصلی څیره خلکو ته په ګوته کړم.
    را به شم ستاسو خبرو ته، زما موخه دا نه وه چی چاته پیغور ورکړم او زه خپله هم د ننګرهار یم خو اوسیږم په کابل کی، خو همدغه د ننګرهار ځینی په نوم مشران چی کوم پیژنم او لیدلی می دی چی ځینی یی یوازی د ۱۰۰۰ پاکستانی کلدارو په بدل کی د هیواد ملی ګټی له سترګو تیری کړی او د داسی کسانو سره ولاړ دی چی د افغانانو او افغانستان د نوم نه کرکه لری نو لږ په غوسه شم. ډاکټر صاحب اشرف غنی خو خدای خبر که په دی خبر هم وی چی زه څوک یم خو زه لکه د ډیرو نورو افغانانو په څیر د افغانستان د ښه راتلونکی په خاطر او د ډاکټر صاحب اشرف غنی د پوهی او وړتیا له امله دده سره مینه لرم او د الله تعالی نه غواړم چی دی کامیابه کړی. که می څه تنده لیکنه کړی وی لامل یی هم دادی چی د ډاکټر صاحب اشرف غنی نه پرته نه زلمی رسول دا هیواد د ددی اوسنی کړکیچ نه خلاصولی شی او نه هم ډبل عبدالله. ډبل عبدالله خو نه یواځی د غلو مشر دی بلکه د دی پلویان چی په سر کی یی اعطا محمد نور او د شمالی ټلواله راځی د افغان له نوم څخه کرکه لری. تاسو به څو ځلی په خبرونو کی اوریدلی وی چی نور ویلی که په بریښنایی پیژند پاڼه کی د افغان کلمه راغله دی به یی هیڅ کله هم و نه منی او د هغی پر ضد به په اقداماتو لاس پوری کړی. همداسی هم وشول. کله چی په ولسی جرګه کی فیصله وشوه چی په پیژند پاڼه کی دی د افغان کلمه ذکر شی نو د ولسی جرګی دویم مرستیال سلجوقی چی د عبدالله پلوی دی یو د دروغو مکتوب مشرانو جرګی ته ولیکه او په هغه کی یی لیکی ؤ چی د ولسی جرګی فیصله په دی وشوه چی په پیژند پاڼه کی دی د افغان کلمه نه ذکر کیږی. د همدی کار په عکس العمل کی جنرال طاقت په ژوندون تلویزیون کی خبری وکړی او پایله یی دا شوه چی د ډبل عبدالله او د شمال ټلوالی سړکونو ته کسان راویستل او چغی یی وهلی چی مونږ اصلا افغانان نه یو او خراسانیان یو.‌.‌ تاسو باور وکړی چی کله می دا پیښه په تلویزیون کی کتله نو د درد او د زړه د سوځیدو نه می خولی ته چغی راتلی چی څنګه د لوی احمد شاه بابا او میرویس خان نیکه هیواد داسی یو حالت ته راغی چی اوس یی په نوم هم خلک ملنډی وهی او نه یی منی. دا او داسی نور کارونه ټول د همدی ډبل عبدالله او د ده پلویانو کړی او کوی یی..‌ نو ځکه چی کله ما دا سروی پایلی وکتلی نو لږ څه ناهیلی شوم او غسه راته راغله چی د مشرقی خلک چی کابو ټول پښتانه هم دی څنګه د ډاکټر اشرف غنی غوندی پوه او علمی او پښتون شخصیت ته رایه نه ورکوی خو د ډبل عبدالله غوندی غل او افغان ضد کس ته رایه ورکوی.‌
    یواځینی هیله مو د الله ج مرسته او د مشرقی او ټول افغانستان روڼ انده او پوه ځوانان او مشران دی چی د ټاکنو په ورځ ډاکټر صاحب اشرف غنی ته رایه ورکړی او د افغانستان د ښیګڼی لپاره دا وروستی چانس له لاسه ور نه کړی. ستا سو نه بښنه غواړم که چیرته زما خبری په تاسو بدی لیږیدلی وی.‌ مننه.

  11. د همدی سروی په بنسټ ما هم یوه ریاضیکی ارزونه پکی وکړه او هغه دا چی په ټولیزه ټوګه اشرف غنی احمد زۍ ډ همدی ټولو رایو۲۹،۱سلنه او ډبل عبدالله۲۱،۸ سلنه رایی لری او زلمۍ رسول ډ ټولو ۸سلنه لری او همدارنګه هغه پاتی ۲۸سلنه نوری رایی چی په اصطلاح خوځندی رایی دی کچیری په همدی تناسب وسنجول شی نو داشرف غنی احمدزی ټولی رایی۳۷،۲۴سلنه او د ډبل عبدالله ټولیزی رایی بی.۲۸.۰۳ سلنه جوړوی چی مخکینۍ واټن بیا هم داشرف غنی په لوری زیاتیږی او دزلمی رسول ونډه بیا.۱۰،۲ سلنه ده چی پدی ټوګه د نوموړی واټن له دوو مخکینیو نوماندانو سره نور هم زیاتیږی او په پای کی ددی خبری ډیر امکان شته چی نورو نوماندانو رایه ورکوونکی پدی پوه شی چی ددوی دخوښی وړ نوماند دګټلو چاڼس لږ دۍ او دوی خپله رایه بیا د مخکښو نوماندانو په ګته کاروی چی دلته بیا د اشرف غنی احمدزی چاڼس بیخی ډیر دۍ او د هغه ۲۵سلنی لږ تر لږه ۶۰سلنه ممکن وګټی چی پدی توګه سره یی د ۵۲سلنی امکان شته او د ډبل عبدالله چانس بیا د ۸سلنی په بنسټ ۳۶،۰۳سلنه کیږی او د زلمی رسول ونډه بیا۱۲ سلنی شاوخوا کی څرخی. خو دا هرڅه یو ریاضیکی ګومانو نه دی او خدای پری ښه پوهیږی ، والله اعلم

  12. دا نظر پوښتنه په رښتیاو نه ده ولاړه
    یوازې یو پروپاګنډه ده
    ددې وړتیا هم نه لري چې څه پرې ولیکم

  13. لینک وه ګوري دخبر اصلي ځای دا دي او په دې کې یې وییلي دي چې ختیځ او سويلي ختیځ ۵۹ سلنه، ډاکټر اشرف غني احمدزی غواړي دا وه ګوري او بیا فیصله وکړئ

  14. tol Afghanan pohegee che behtareen kandeed Dr Ashraf Ghani dai aw Insha Allah tol Afghanan Dr Ashraf Ghani ta raya warkawi.

    Afghanan Zindabad

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *