تاند- د تاجکستان د کلتور وزیر د افغانستان نامتو هنرمن فرهاد دریا ته د هنري خدمتونو په خاطر«د ختیځ تر ټولو غوره ستوری» جایزه ورکړه.

فرهاد دریا په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي چې دا جایزه یې د تاجکستان د موسیقۍ په دوهم فیسټوال کې د ګډون په مهال ترلاسه کړه.

فرهاد دریا د تاجکستان د موسیقۍ په جلا(Jilo) فیسټوال کې ګډون کړی و او د دغه هیواد د کلتور وزیر ارام بیکوف د خیتځ تر ټولو غوره ستوری په جایزې ونازاوه.

فرهاد دریا د افغانستان یوازینی هنرمن دی چې شهرت یې د افغانستان له پولو ورهاخوا تر ګاونډیو هیوادونو پوري رسېدلی دی.

دریا په کوزه پښتونخوا او تاجکستان کې زیات مینه وال لري.

ځواب دلته پرېږدئ