دوولسم څپرکى
كله چې كوزشوو، څومره چې موږوړاندوينه كړې وه زموږهركلى هغومره گرم او دوستانه ؤ. واضح زموږ کوربه گان له دې امله چې موږ ورورسېدو، خوښ و.
ممتازله ښكته كېدوڅخه شېبه وروسته كنټرول واخيست او په ټویوټا ډبل سیټه هایلکس موټرو كې يې دسامان دښكته كېدو او منظم كېدو، او د گروپ غړو ته په همغه موټرو یا په روسي جیپونو کې د كېناستلو او کلا ته د لېږد هدایت وکړ.
زه د چورلکې سره ترهغې چې د پیسو لويه توره بوجۍ یې ترې را ښکته کړله، پاتې شوم او زما تركنټرول لاندې په هغه روسي جيپ كې كېښودل شوه چې زه په كې تلم. د چورلکې کاري ډله او مېوري په سیمه کې پاتې شول څو د توكو را ښکته کول وڅاري او په پای کې چورلکې دروازې بندې او خوندي کړې. د نورو ټولو شمېرلو وروسته، کوچني کاروان په خوځښت پيل وکړ.
هغه سيمه چې چورلكه په كې كېناسته استنه نومېده، دغه سيمه دپنجشېر د سیند چې په هغه وخت کې نسبتاگړندی بهېده، ختيځه برخه وه او نږدې سل متره پراخوالى يې درلود، د ښکته كېدلو ډگر سره نږدې په سیند باندې یو اوسپنزه پول تړل شوی ؤ.
زه له ریک او کریس سره په روسي جيپ موټر کې چې د کتار لومړنی موټر و، ناست وم. کله چې موټر د خوځېدلو لومړی جیټکه پیل کړله له پله څخه ښکته لورې تېراو سیند ور ړپېده. ما نورو ته مخ ورواړوه، هغوی هم حیران و او مټونه یې وښورول: ما وپوښتل ایا ستاسې په باور به موږ له سیند څخه تېر شو؟ مخکې له دې چې څوک ځوب راکړي، موټروان موټر ودراوه او د گیرونو بدلول را بدلول یې پیل کړل.
او په پای کې هغه وتوانېد چې په کمک کې یې واچوي. کریس وویل: زما په باور ددغه پوښتنې ځواب هو دی. او موټروان کلچ راپرېښی او د موټر د بلې جیټکې سره د سیند له غاړې تېرشو، سیند ته په داسې حال کې چې ورگډ شو اوبه یې شیشې ته راپاشلې،. سمدستي اوبه بولټ ته ورو ورنږدې شولې، او جیپ موټر څپو په زوره واهه خو بیا هم موږ ته اوبه را ونه رسېدلې. اوبه دلته په کراره بهېدلې، او د سیند مينځ د باسکټبال توپ په اندازه په تیږو سره پوښل شوی و.
د سیند په بېخ کې ښه کارول شوې لاره ښكارېدله، او موټروان په داسې حال کې چې موټر په صحیح لار وربرابر کړي، موټر يې ښکته اوپورته، او مخکې او وروسته رغړاوه.
د جمپونو پرمهال کریس وویل: که موټر بند شي، څه به پېښېږي؟ لکه غږ يې اورېدلى وي، د موټر ماشین ولړزېد او بیا بند شو. د موټر په مخکني سیټ يې ناست وم او د اوبو جریان زما د سیټ د دروازې سره راټولیدلې. موټروان هم د دغه پېښېدونکې ډرامې له امله و نه خوځېده. هغه زموږ پارونکې تبصرې څخه ځان کوڼ کړ او د موټر سلف یې تکرارٍ د چالانېدلو په موخه تاووه. زموږ وروسته موټر زموږ له څنگه تېرېدل او څپو یې زموږ موټر واهه، هغوی د مرستې هیڅ لاسنیوی ونه کړ. ما وویل: اوس ښه شوه، موټروان به په انجن باندې اوبه تېرې کړي او بیا اوبه موټر ته راننوځي او د ښکته كېدلو څو دقیقې وروسته به په اوبو کې ډوب شو! ما وروسته وروکتل او په دغه حالت باندې مې وخندل، او ومې پوښتل: باید له سیند څخه پلي تېر شو که څنگه؟
په همدغه شېبه کې ماشین ولړزیده، بیا چالان شو. د گېر د غږ او د یوې ځواکمنې جیټکې سره موټر بیا په خوځښت پيل وکړ څو دقیقې وروسته جیپ له اوبو پورې غاړې ته ووت،. موږ ډېر ښکته او پورته شو خو په حیرانتیا سره، وچ راووتلو! وروسته خبر شوؤ چې اوسپنز پل یوازې د پياده تگ پل دی. ځواکمن ښکارېده خو د موټر د وزن سره رالوېده. د موټر په واسطه د سیند څخه د تېرېدلو یوازینۍ لاره په سیند ورگډېدل ؤ. هوایي ډگر ته د ورپورې كېدو او رپوټې كېدو لپاره د څلوېښتو ورځو په جریان کې ډېر ځلې تېر شو خو بیا هیڅ لوند او موټر هم هیڅ بند نه شو. شمال خوا ته په هغه مځکه چې د الوتنې پروخت پرې تېر شو، ولاړو. زموږ لاره د كيفیت له اړخه سړک ته ورنږدې هم نه وه. خامه لار وه، د نرۍ لار څخه لږه زیاته پراخه او دومره سوري پکې ؤ چې موټر که هرڅومره په کراره هم خوځېده، ښکته او پورته ټوپونه یې وهل. د لومړیو څو دقیقو په لړ کې موټر پورته او په اوسپنیزه چت یې ووهلم. څو ثانیې وروسته یې ښي اړخ ته وښویولم په ښۍ کړکۍ مې سر ولگېد. زه ډېر ژر وپوهېدلم چې باید ځان راټول، لنگي شخ، پښې په کونجونو کې ټینگې، منگولې د کړكې پر سر په هینډل باندې راتاؤ او کوناټی د سیټ څخه لږ جگ ونیسم څو د جمپونو او ناڅاپي بدلون سره ځان راټينگ كړم، بارک کلی چېرې چې موږ اوسېدلو، یوازې د یوه میل څخه زیات وآټن کې ؤ او تر رسېدلو پورې یې له موږ پنځلس دردناکه دقیقې ونیولې. بارک کلی د سړک ترغاړې له تیږو جوړ شوي کلاگانې وی، ځینې کلاگانې په عنعنوي ډول په خټو خړل شوې او د ددغه کلاگانو ترشا په گډوډ شکل جوړې شوې وې.
موږ خوځېدنې ته دوام ورکړ او ترشا مو خړ-نصواري رنگه دوړې پرتې وې. موټروان به د سړک ترغاړې د کوچنیو دوکانونو چې د مېوؤ او سبزیو سره د ولاړو ماشومانو او لويانو د پاملرنې لپاره هارن غږاوه. سړک ښۍ غاړې ته وگرځېده او موږ یوې شنډې ساحې ته ورگډ شوؤ. زموږ په ښۍ غاړه د شمالي ټلوالې د مهماتو ستر ډیپو ؤ. دغه کلا باندې اغزن تار راتاو او په منځ کې یې د خټو یو بله ودانۍ لیدل كېدله. پاتې نوره سیمه د توپ د گولیو پر بکسونو او ۱۲۲ ملي متره راکټونه په بربنډ او بې احتیاطه ډول چې اغزن تار ترې راتاو شوی ؤ، پوښل شوې وه. د مهماتو له ډنبار څخه مخامخ تقریبا پنځوس گزه لیرې د تیږو یوه کلا وه. جیپ موټر نېغ د همغه کلا دروازې ته ورغی. همدا زموږ منزل ؤ! ریک له وروستني سیټ څخه وویل: دا خو ډېره ښه شوه. موږ به د مهماتو د ډیپو ترڅنگ اوسېږو. که چېرې دغه شی کوم وخت وچاوېد، موږ به ټول له دوړو سره گډ کړي. د دغه خوږې تبصرې سره، جیپ موټر د پاتې نو رکاروان د موټر ترشا ودرېده، دوړې هم راپسې راورسېدې او ترې ښکته شوؤ.
ممتاز د هركلي کميټې مشر و، په داسې حال کې چې ممتاز دځان نه ټيټ رتبه کسانو ته سخت او سپک امرونه کول، هغه یو لوړ، ځواکمن سړى چې خړ وېښتان يې لرل جان محمد نومېده موږته د دغه مېلمستون مسؤل راوپېژنده، ترهغې چې موږ دلته يوجان محمد به د دغه مېلمستون مسؤل وي.
ودانۍ دغره لمنې ته څېرمه جوړه شوې وه، په منځ كې يې له تيږو اوخاورو جوړې شوې كوټې وې. افغانان چې زیات عمر يې پنځلس او شپاړس كلن وو سرتېري وو، هغوى له جیپه زموږ سامان په بیړه راښکته کړ. سټان وویل چې هغه به د سامان لېږدول وڅاري. کله چې ټول گروپ سره راغونډ شو، جان محمد په کور کې راوگرځولو.
کلا د غره په ډډه باندې د دوو اصلي ودانيو په لرلو سره جوړه شوې او یوه پر بله سپرې وې. لومړى مو ښکتنۍ ودانۍ وکتله، دغه وداني د دروازې سره ودانۍ ته ورته والی درلود. دا یوه اوږده ودانۍ وه، سره له دې چې چت یې درلود، منځنۍ برخه یې بشپړه شوې نه وه. ساختماني توكي، خښتې، د ونې سټې، او د تیږو او شږو انبارونه د انگړ ترنیمايې پورې پراته وو. د جوړې شوې ودانۍ په منځ کې یو اوږد دهلیز ؤ. موږ د ودانۍ په سر کې په دوه کوټو کې چې یوه یې د ممتاز او بله زما ؤ، ځای په ځای كېدلو. زموږ افغان کوربه گان په کوچنیو کوټو کې اوسېدل. دهلیز زموږ د توكو او د اکمالاتو د دلۍ د ايښودلو لپاره کارول كېده.
جان محمدزماداوسېدولپاره يوازې كوټه راكړه، ماپه پيل كې ددغې كوټې قبلول دځان لپاره وړ ونه باله خوددې لپاره چې کریس جان محمدته ويلي وؤچې زه ډېرجگپوړى افسر او جنرال وم، جان محمدټينگار وكړچې زه بايددغه كوټه قبوله كړم اودهغه سمدستي وروسته زه ښاغلى جنرال شوم. د نورو کسانو د اوسېدلو د کم ځای په لیدلو سره مې يو څه شرم احساس کړ خو دا چې صحي ستونزې مې لرلې د دغه کوټې په درلودلو سره بار بار منندوی وم. دغه وداني د غونډۍ په لوړه ډډه پرته وه او په بام باندې یې د اوسپنې کټاره درلوده، د پنجشېر د درې په پورې غاړه ختيځ لورې ته د غرونو چې دره یې جوړوله، او سويل ته ښکته د هوايي ډگر په خوا چې ډگر د غونډۍ د کږلیچ پنا کړی ؤ، ښه منظره درلودله. دغه ودانۍ سره یوه بله تړل شوې ودانې وه چې د پخلنځى یا پخلنځي په نوم يادېدله او یوه کوچنۍ کوټه یې د نیمگړي تشناب په توگه کاروله. تشناب په خپله د چېني یو څلور کونجه لوښی او په منځ کې یې یو سوری او د پښو نښان پرې جوړ شوي ؤ.
جان محمدپه غرورسره وويل چې احمدشاه مسعودبه هركله چې دپنجشېردرې دغه برخې ته راغى دغه ودانۍ به یې د قرارگاه په توگه کاروله، او له دې پاسنۍ كوټې څخه زيات كار اخيسته چې په دره کې ترټولو بهتره ودانۍ وه.
له جان محمدسره په ودانۍ باندې په گرځېدو، وروسته لوى روسي موټرچې له چورلكې څخه زموږپرسامان بار ؤ په داسې حال کې چې مېوري ورپسې شا ته ؤ او هارنونه یې کاول، راورسېد. له موټرڅخه دسامان كوزولو پر مهال کومه پېښه را منځ ته نه شوه پرته له هغه وخت چې موټروان د شا ته تگ پرمهال د تیږو له دېوال سره دغه لوی موټر ووهه او دېوال یې راوغورځاوه. اوجان محمدهم پخپلوكسانوباندې چېغې وهلې څوهرڅوك په سم ډول سامان ځاى ته ورسوي، دگروپ هرغړى د خپل سامان په منظم كولولگياشو، اود گروپ غړو د هغه سره د لپ ټاپ راخلاصولو او د څومېزونو برابرولو کې مرسته وکړله، مېزونه مو د کاري سېمې د زیاتوالي لپاره منظم کړل. د جان محمد سره د پوښتنې وروسته موږ باید په خپلو جنراټورونو تكېه کړې وای، موږ له ځان سره یو دانه پينځه كېلو واټه هونډه او دوه دانې یو كېلو واټه هونډه جنراټورونه راوړي وو. د پاپي د ډېرې تجربې لرلو له امله د دغه زورونكو غصه کوونکو څارويو فعال ساتلو ته اړباسه، موږ د پاپي ټوله او همدارنگه د بک مېخانكي تجربه په کار اچولو ته اړتیا درلوده څو دغه جنراټوران د دوړو، اوږدو ساعتونو او په زیاته اندازه خیرنو تیلو په کارولو سره فعال وساتو. توره بوجۍ مې په کوټه کې دننه د وروستني چپرکټه سره څنگ ته انتقال کړله، اوسپنزه پټوره مې پرې څو اندازه او محتویات یې معاینه کړم، هر څه صحیح وو، ما پیسو ته دوام داره لاس رسي ته اړتيا لرله نو یوازې د صندوق قلفونه مې کارول(یوازینۍ کيلي مې له ځان سره ساتله) او دغه صندوق مې د نور خوندیتوب لپاره په ځواکمن پلاستیكې ربړټیپ باندې وتړه. ما د خپلو کسانو له امله اندېښنه نه درلوده خو په ودانۍ کې د زیاتو افغانانو د شتون له امله اندیښمن وم او صندوق مې د نورو توكو په بنډلونو کې پټ کړ. د وسلو ستر صندوق مو په دهلیز کې ايښي ؤ، د وسلې دپاره سم ځای و، ټولو په خپل وخت سره څارلی او لاس رسی درلودلی شو. ما او ریک پرېکړه وکړه چې دا چې د پنجشیر په زړه او خوندي ځای کې د کور دننه او په کلي کې د وسلې گرځولو ته اړتیا نه وه. دا چې وسلې ټولې یو ځای وې د سټان لپاره به د وسلې څارل چې هغه یې مشر و، اسان وي. خو سره له دې موږ په یوه خطرناکه هېواد کې ؤ، نو د دې لپاره د ودانۍ څخه لیرې بهرته تللو، كه څه هم چې دچورلكې كوزېدوځاى ته به تللو، هروخت به وسلوال ؤ. ډاكټرهم خپل سامان په دهلېزكې د زینې ترڅنگ د زیات شمېر دارو درمل اواکمالاتو ته د اسان لاس رسي لپاره ایښي و. یو څه چې زه پرې نه وم خبر هغه پينځه گیلنه د اوبو د تصفیه کولو لپاره کلورین وو چې په شمالي ویرجینیا کې یې د یوه اکمالاتي مغازې څخه پېرودلي ؤ. کله چې یې ما علت وپوښت، ډاکټر وویل چې په داسې سفر باندې د کلورینو راوړل بهترین شی دی. موږ یې د څښلو اوبو د تصفیه کولو، د تشناب د سیمې د صحي ساتلو او د حمام کولو وروسته یې په پښو اچولی شو څو د بوټانو د اغوستلو څخه پیدا شوي مکروبات له منځه یوسي.
ایا موږ په رښتیا سره کولای شو چې د لامبو د ډنډ کلورین د څښلو د اوبو د تصفیه کولو لپاره وکار وؤ؟ ډاکټر موسکۍ شو او ویې ویل چې هو. په متحده ايالاتو کې په زیاتو ښارونو کې د عامه څښلو اوبو سره کلورین گډوي خو د اوبو د بوتل په اندازه د اوبو د تصفیه کولو لپاره ډېره کمه اندازه پکاریږي. د ډاکټر له لږې اندازې څخه پوه شوم چې د ډنډ د پوره دوبي لپاره یوځل کلورین کول کفایت کوي.
د بخت د ملیتا له امله وروسته بيا موږوليدل چې له جان محمدسره د دېرش كرتنو څخه زیات معدني اوبه وې چې درې ته د تېر ځل راغلي سي، ای، اې گروپ څخه دلته پاتې وې.
موږ تر پایه د دغواوبو او د نورو اوبو په راوړلو سره محلي اوبوته هېڅ اړتياپيدانكړه، دماښام په شپږو بجو هر څه د سمون په لورې لاړ. د راتگ هغه بيړه اوسر دردي هم له منځه لاړه او گروپ د ارتباتي توكو څخه راتاو ؤ. پاپي د بک په مرسته لوی جنراټور د نابشپړې شوې ودانۍ چې زموږ مخامخ وه، كېښود او چالان یې کړ. د جنراټور لپاره دومره هوسا ځای نه ؤ خو په دې سره یې غږ لیرې كېده. د شپږو بجو څخه څو دقیقې وروسته پاپي د خپل سامان وروستي سرونه او بیخونه سره وتړل او هر څه یې چالان کړل. هغه په انگړ کې د لگېدلي سټلایټ انتن ته د كيبل نښلول معاینه کړل د سیستم د چمتو والي اعلان یې وکړ. زه هم لپ ټاپ كمپيوټر ته كېناستم اود سي، ای، اې قرارگاه ته مې پنجشېرته زموږ د گروپ د خوندي رسېدلو لپاره یو لنډ تلگراف ولیکه. مادوى ته زموږ د موقیعت د دقیق پوهاوي لپاره جغرافیایي کوارډیناټ هم ورولېږل. څودقيقې وروسته پيغام واشنگټن ته په هوا شواو ژامې ماتوونكي گروپ رسماً خپل كار پيل كړ.