د ټولټاکنو دویم پړاو ته تګ او مثبتی پایلی! – احمد خالد فهیم
لومړی تر هرڅه په داکتر عبدالله پرونی وحشیانه برید په کلکو ټکو غندم. خدای پاک دی د پیښی شهیدانو ته برین جنت نصیب کړی او کورنیو ته یی جمیل صبر او قاتلینو ته هغه سزا چی په قرآن کریم کی د مسلمان د قصدی قتل لپاره ټاکل شوی غوښتونکی یم.
داچی ټولټاکنی دویم پړاو ته دتګ په درشل کی وی نو بعضی په اصطلاح پوهانو به ویل چی باید جوړجاړی وشی تر څو دبی ځایه لګښت مخنیوی وشی او په ځای یی دا پیسی دوطن په آبادی ولګول شی.خو زما په آند دا اړینه وه او بی له دی چی کوم ټیم به ګټونکی شی، یوه تر ټولو ستره پایله یی دا وه چی په افغانستان کی نوی راټوکیدلی ولسواکی یی په ستونی کی د زندۍ کیدو څخه وژغورله او بله دا چی ټولټاکنی یی د ژبنی او قومی محور څخه راوویستلی د مثال په ډول استاد سیاف او ګل آغا شیرزی له داکتر عبدالله ملاتړ وکړ او احمد ضیا مسعود د داکتر اشرف غنی. دی ایتلافونو ددواړو نوماندانو د پلویانو ډول، ډول غبرګونونه راوپارول. په ټولنیزه میډیا کی یو دپام وړ غبرګون دا وو چی د عبدالله پلویانو احمد ضیا مسعود تاجکانو او احمد شاه مسعود ته په خیانت کولو تورن کړ او په همدی ډول د اشرف غنی پلویانو ګل آغا شیرزی او استاد سیاف پښتنو ته په خیانت تورن کړل. ځما په آند دا تورونه نه یواځی دا چی ددوی په ډیر برسیرن تحلیل دلالت کوی بلکه په غیر شعوری ډول خپل د خوښی نوماند ټاکنیزی سیالی بیرته د قومیت په محور را ګرځوی چی زه یی په ډاډ وایم چی پخپله دواړو مخکښو نوماندانو ته هم د منلو وړندی.
نو پوښتنه دا ده چی ټولټاکنی د کوم محور په شاوخوا راوڅرخیدی؟ زما په آند داچی څوک د چا سره یوځای شول دا کار پخپله دټولټاکنو ددویم پړاو یو له مثبتو لاسته راوړنو څخه وو او هغه داچی افغانی ټولنه یی په دوه ممیزو ډلو وویشله. یوه د عبدالله په مشری د پخوانیوتش په نوم د جهادی ډلو او داوسنی دولت په فساد کی د ښکیلو ډلوکتله چی پخپلو تیرو کړنو یی نه یواځی دا چی د اسلام مبارک دین او افغانان یی په نړیواله کچه د کرکی او نفرت سره مخ کړل بلکه د ددوی ناوړه اعمال او کردار د طالبانو د زیږیدو او افغانستان د نړی په کچه د فاسد ترینو هیوادونو په کتار کی ددریدو سبب شول. بله د داکتر اشرف غنی په مشری ډله ده چی د تکنوکراتانو او دګوتو په شمار په کورنیو جګړوکی ښکیلو څیرو څخه جوړه ده خو دا هغه څیری دی چی یا د کورنیو جګړو اصلی لوبغاړی نه وو اویا هم په تیرو کړنو یی پښیمانی ښودلی او لا هم ددین او جهاد په نوم د ملت څخه امتیازات نه غواړی.
نو اوس دافغان ولس په وړاندی دوه انتخابه دی او دریم پکی نشته او هغه داچی:
۱. یا به داسی راتلونکی لپاره خپله رایه کاروی چی حکومتداری به پکی امتیاز نه بلکه وجیبه وی. خلکو ته دهغوی حقونو ته د لاسرسی زمینه برابرول به خپل مکلفیت بولی. رییس جمهور به داسی کس نه وی چی د بشری حقونو په سرغړونو به تورن وی اوداسی کس به وی چی په ملی او نړیواله کچه د ښه مدیریت، قاطعیت، وړتیا او پوهی ښه شهرت لری. همدارنګه حکومت به خپل ملکیت نه بولی چی د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره دومره وزارتونه او د ولایت مقامونه وویشی چی د افغانستان د اوسنی اداری جوړښت څخه څو واری زیات وی.
۲. یا به دداسی راتلونکی لپاره خپله رایه کاروی چی حکومتیان به حکومتداری خپل حق بولی. خلکو ته د هغوی حقونو ته دلاسرسی زمینه برابرول به په خلکو خپل احسان بولی. حکومت به سهامی شرکت او په مصلحتونو ولاړ وی. رییس جمهور او تقریبآ ټول ټیم به یی د تیرو دری لسیزو د بدبختیو اصلی عاملین وی او د جهاد او دین په نوم د ملی شتمنیو لوټلو ته به دوام ورکول خپل حق بولی. داټولی هغه بدبختی دی چی ولس د کرزی د حکومت څخه تری سر ټکوی او د داسی یو بدلون غوښتونکی دی چی دی ناخوالو ته د پای ټکی کیږدی. دداسی بدلون راوستل په ټولو ولسواکه نظامونو کی د ولس کار دی. وبه لیدل شی چی ولس به څومره دداسی بدلون په لور په مستقل ډول حرکت وکړی او د هغه څه څخه چی په دا دریو لسییزو کی ځوریدلی د پای ټکی کیږدی؟
په آخر کی دی یوه شوخی هم پکی وی او هغه داچی ځینی داسی دوستان هم شته چی وایی اشرف غنی ښه وړ شخص دی خو ددوستم له وجی رایه نه ورکوم او عبدالله ته رایه ورکوم. نو دی ښاغلی ته دا وایم چی دوستم منفی محقق مساوی صفر بیا هم داکتر اشرف غنی او سرور دانش په تله د داکتر عبدالله او محمد خان څخه درانده دی او په دی ډول خپل وجدان ته ځان مه ملامتوه. او مشوره می داسی ښاغلیو ته داده چی که په رشتیا دی ارزښت ته ژمن وی نو بیا دی رایه هیچا ته نه ورکوی چی خپل وجدان ته خو ملامت نه وی.
احمد خالد فهیم