کامې ولسوالۍ کې دانجینیر اجمل شمس په مشرۍد افغان ملت ملي مترقي ګوندلخوا د ډاکټر اشرف غني احمد زي په ملاتړ غونډه

دروان ۱۳۹۳ لمریز کال دجوزا په ۱۶ مه دجمعې په ورځ د دیپلوم انجینیر اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوند لخوا ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې غونډه جوړه شوه . د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ د دې ګوند لخوا په اول پړاو کې هم زیاتې غونډې جوړې شوي او دا لړۍ اوس هم دوام لري .

په یاده غونډه کې د افغان ملت ملي مترقي ګوند د مشرتابه او غړو سربیره د ډاکټر اشرف غني احمدزي فرهنګي سلاکار ښاغلي لال پاچا ازمون او د ننګرهار پوهنتون استاد ښاغلي ببرک میاخیل او دکامې ولسوالۍ په سلګونو قومي مشرانو ، ځوانانو ، د مدني او فرهنګي ټولنو استازو او په ګڼ شمیر کې نورو عامو وګړو ګډون درلود . غونډه د قران مجید د مبارکو آیتونو په لوستلو پیل شوه او ملي سرود واورول شو .

د غونډې په پیل کې معلم سیف الرحمن مومند او معلم رحیم الله د غونډې ګډون والو ته ښه راغلاست وییلو او د غونډې په اهدافو یې رڼا واچوله . وروسته د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر دیپلوم انجینیر اجمل شمس د ډ اکټر اشرف غني لپاره د دې ګوند د انتخاباتي مبارزې او هڅو یادونه وکړه او په دویم پړاو کې یې د خپل ګوند دپوره ملاتړ ژمنه وکړه .

ښاغلي شمس وویل چې افغانستان د خپل تاریخ په یو حساس پړاو کې قرار لري او راتلونکې ټاکنې د هیواد د سرنوشت لپاره ټاکونکی نقش لري . ده زیاته کړه چې ډاکټر اشرف غني احمدزی په هره مانا د هیواد د مشرتابه لپاره موزون شخصیت د ی ا و دده په وجود کې هیواد ته سوله ، امنیت ، ثبات او نیکمرغي راتلی شي . شمس د غونډې په ګډونوالو تاکید وکړ چې د دویم پړاو په ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي او نور هم وهڅوي تر څو بری مو برخه شي .

غونډي ته ښاغلیو لال پاچا ازمون ، ببرک میاخیل ، وصلی خان ملاخیل او زردشت شمس هم خپلې ویناوې وکړې او د ډاکټر اشرف غني احمدزی په شخصیت او علمیت يې خبرې وکړې . دوی ټینګار وکړ چې د ډاکټر اشرف غني احمدزی بری په هیواد کې د سولې او ثبات لپاره اړین دی . غونډه په دعایه کلماتو پای ته ورسیده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *