هرهغه غږ چې په غوږونوخوږ ولګیږي اوپه انسان اونوروژوندیو موجوداتوکی تحول رامنتځته کړی موسیقي ګڼل کیږي ، غږ هغه وخت په موسیقي بدلیږي چی وکولی شي دذهنونوترمنځ اړیکی رامنځته اوانتزاعی محدودیتونه
|
له نن څخه کابو یوسلو څلورڅلویښت کاله پخوا دلومړي ځل دپاره امیرشیرعلی خان له هندوستان څخه یوه ډله سندرغاړی افغانستان ته راوبلل اوهغوی یی دکابل په یوه سیمه کی چی اوس یی نوم ګذرخرابات دی میشت کړل که څه هم هنرمندان یوازی دامیردربارته بلل شوی و چی په خپلوخوږو غږونو اولوړې موسیقي امیرخوشاله وساتي خودوخت په تیریدو سره ددوی دموسیقی څپو ددربار له دیوالونو ولس ته لاره ومونده او ورو ورو یی دهغه وخت دافغانستان ګوده ماته موسیقی ترخپل تاثیرلاندی راوسته اونوی موسیقی په خلکوکی دود اوعام شوه دغوهندی استادانوافغانی موسیقی ته د ځینی بدلونونو په راوستلوسره وده ورکړه
ددغو هنرمندانو اولادونوچی وروسته په ملی هنرمندانوبدل شول افغانی موسیقی ته ډيرکاروکړاویولړ بدلونونه یی پکی راوستل یوترټولولوی کار یی داوکړچی هغه کومی پخوانی سندری چی دله منځه تلو په حال کی وی په هندی قالبونوکی تنظیم اوبیایی په هندی موسیقی کی دافغانستان په ملي محفلونوکی دود کړی او ددی ترڅنګه یی په علمي اواکاديمیکواصولوولاړه موسیقی په خلکوکی دود او رواج کړه
یوترټولو لوی هنرمند چی موسیقي یی دخرابات له محدودی راوایسته استاد غلام حسین و هغه دخرابات موسیقی په روزنیزو کورسونو اومرکزونوکی شامله کړه
استاد غلام حسین (( داستاد سراهنګ پلار)) دشاه امان الله خان په وخت کی موسیقی ته ډيرکاروکړ دخرابات د روزنیز نظام ترڅنګه په علمی اواکاديیمیک ډول دموسیقی دزده کولو داسی مرکزونه جوړ شول چی خلکوته یی دغربی موسیقی دالاتو غږول ښودل په دی برخه کی استاد فرخ افندی چی له ترکیی څخه رابلل شوی ترټولو زیات کاراوخواري ایستی ده
کلاسیکه موسیقي
کلاسیکه موسیقی چی اصلا دخرابات دهنرمندانو میراث ګڼل کیږي هندي موسیقی سره ډيره نژدی ده ددغی موسیقی په زیاتوبرخوکی دسانسکریټ الفاظ په ژبه راوړل کیږي په دغی موسیقی کی زیات تهمری راګ او غزل ویل دود و استاد سرآهنګ ، استاد قاسم ، استاد نتو ، استاد رحیم بخش، استاد موسی قاسمی او استاد هاشم دکلاسیکی موسیقی لوړو پړاوونو ته رسیدلی و
اماتور یا شوقی موسیقی :
اماتوریاشوقی هنرمندان هغه ځوانان وچی دخرابات کوڅه یی نه وه لیدلې په اصطلاح غیرمسلکی سندرغاړی و چی وروسته یی استادانو ته ګوړې کیښودی مسلکی هنرمندان شول او دراډیو په جوړیدو سره ډيرژرشهرت ته ورسیدل
ددوی له جملی څخه مسحورجمال ، ظاهرهویدا ، احمد ولی ، میرمن پروین ، عبدالرحیم ساربان، استاد ډاکترفطرت ناشناس ، عبدالوهاب مددی ، مهوش، منګل ا و شمس الدین مسرور یادولی شو
محلی یا کلیوالی موسیقي
داروپآیی اوهندی موسیقی په عام کیدوسره کلیوالی موسیقی خپل رنګ بایللی و یوازی په لیری بانډو اوکلیوکی دخوښیوپه محفلونوکی اوریدل کیده دکلیوالي موسیقی دزوال بل علت داو چی هنرمندان یی له راډیو لیری پاتی و اویا ورته چا پآم نه کاوه
کلیوالی موسیقی په هره سیمه کی ځانته جلا خوند اورنګ لری لکه لوگـري ، هـراتي ، ننگـرهـاري ، پكـتيا ، ازبكي ، تركمني ، هـزارگي ، نورسـتاني ، پشـه اي ، پنجشـيري، بدخشي ، شــمالي ، بلوچي ، او قـندهاري موسیقي
دیوشمیرهنرمندانو په هڅوکلیوالی موسیقی بیرته راژوندی شوه په دی برخه کی استاد ناشناس . استاد قاسم ، استاد سراهنګ ، عبدالوهاب مددی او استاد ګل زمان هڅی دستایلووړ دی اوپه اوسنیو ځوانو هنرمندانو کی فرهاد دریا ډيرکارکړی دی دغو هنرمندانو کلیوالی سندری په نویوقالبونوکی تنظیم کړی اوپه خپلوخوږو غږونو اونوی موسیقی دلاری یی کلیوالی موسیقی له زواله وژغورله
دموسیقی حالات په اویایموکلونوکی
دداکترنجیب الله دحکومت له ړنګیدو وروسته په ټول افغانستان کی دکورنیو جنګونوپه پیلیدوسره افغانی موسیقی په ټپه ودریده یوشمیرسندرغاړي ووژل شول ځینویی وطن پریښود په نوروملکوکی په نوروکارونوبوخت شول
په ۱۳۷۵ کال کی دطالبانوپه راتګ سره موسیقی حرامه وګڼل شوه دموسیقارانوکاروبارخراب شو اوله سختواقتصادی مشکلاتوسره مخ شول ځکه دوی له همدی لاری ډوډی خوړله زیاتره یی تیښتی ته اړشول او یوشمیرنوریی کابل کی پاتی شول اوطالبانو ته یی له سازه پرته دترانوپه ویلو پیل وکړ .
دولسمشرحامدکرزی په مشرۍدحکومت په جوړیدو سره موسیقی بیرته پیل شوه ګڼو ځوانانوته موقع برابره شوه چی خپل غږ دموسیقی دڅپو دلاری و چت کړي اودالړی تراوسه دوام لری په پیل کی ددغو نویو سندرغاړو ډيرتود هرکلی وشو څکه چی دجنګ په کلونو کی خلک دموسیقی له اوریدولیری پاتی شوی و اوله هرچاسره ذهنی تنده وه خودلږ وخت له تیریدووروسته دځینونویو هنرمندانو له موسیقی اوغږونوڅخه دخلکوخوا واوښته
اوس یوشمیرسندرغاړي کوشش کوي چی یوازی دبازار موندلوپه خاطر موسیقي ته کار وکړي ددوی له موسیقی څخه هدف پیسی اوشهرت ګټل دي
داسی سندرغاړی هم لرو چی دموسیقي دالاتودغږولوتوان نه لري ځینی پکی داسی هم شته چی دموسیقي یوه اله یی ګوډه ماته زده کړی خوپه سر او لی نه پوهیږي
کله کله داسی هم پیښیږي چی هنرمند په یوی اوموسیقي په بله روانه وي هنرمند نه شی کولی دموزیک سره خپل غږ همغږی کړي
دموسیقی یوپخوانی استاد چی وی نه غوښتل نوم یی په دی مقاله کی یاد شی وایي :یوه ډله نورهنرمندان دی چی هم پیسی لګوی اوهم خپلو اخلاقو سره لوبی کوي دمثال په ډول : ځینی ځوانان دی چی مازی غږ پورته کولی شی اونیمه ګوډه ماته الی باندی یی ګوتی چلیږی تاجکستان ته ځی هلته په پیسونڅاګری نجونی کرایه کوي او موسیقارانوته هم زیاتی پیسی مني د سندری دثبتولو لګښت هم خپله پری کوي یوه سندره ورته په دری څلورسوه ډالره تمامیږی داکسان چی کله له تاجکستان څخه افغانستان ته راستانه شي بیانو دهری راډیو اوټلویزیون دروازی ټکوی هیله تری کوي چی سندره یی ورته خپره کړي دټلویزیونونو کارکوونکی یی چی سندره یووارخپره کړي بیانو داوریدونکوقضاوت ته ګوري که چیری بیایی چادسندری داوریدو غوښتنه وکړه ښه ترښه اوکنه نو دآرشیف کندی ته یی ورغورځوي
یوشمیراوریدونکی نه غواړی په خپلوکورونوکی هغه سندری واوري چی په هغوی کی دسندرغاړي سره نڅاګری وي اویا خپله سندرغاړی داسی حرکات ترسره کړي چی دشرمیدو وړ وي دوی وایی ددغونڅاګرواورقاصو په لیدلو سره زموږ داولادونوتربیه خرابیږي اوځینی بیا دغه شان سندرغاړو ته چی په خپلو سندرو کی نجونی ګډوي په کرکه ګوري اوپه بدو نومونویی یادوي
په هرحال یوشمیرځوانان هم شته چی دغه شان سندری خوښوي اوپه مطلق ډول تری انکارنه شی کیدای ددی ترڅنګه یوشمیرنورهغه سندرغاړي دی چی موسیقی ته دهدف په سترګه ګوري خوهغوی بیا له اوسنی بازار اومارکیټ سره سازش نه شی کولی
له اروښاد هماهنګ څخه پوښتنه وشوه چی تاسو خودموسیقي سالاران یاستی او اصیلی موسیقی ته ډيرکار کوئ خوپه دی وختوکی ستاسو یوزوی بازاری سندری وایی داولی ؟
استاد هم آهنګ وویل نن سبا بازار همداسی دی زما زوی چی په کوم واده کی سندری وایی هغه کوشش کوی اصیلی سندری ووایي خویوشمیرڅوانان یی مجبوروي چی بازاری سندری ووایی زموږ یوشمیرځوانان اوس همدغه شیان خوښوي))
خودموسیقی دنظرخاوندان بیا وایی چی موږ باید کوشش وکړو دخپلو اوریدونکودذوق کچه داصیلوسندروپه وړاندی کولو سره لوړه کړو پرنیږدو چی زموږ ځوان موزیک خوښوونکی پښت بازاری موسیقی اوریدو ته اړ شي
پخوابه چی دافغانستان دملی راډیو تلویز یون دلاری کومه سندره خپریده نولومړی دهغی سندری موزیک شعر اوکمپوز ته توجه کیده هغه وخت چاته اجازه نه ورکول کیده چی بی کیفیته اوبی سوره شی خلکوته وړاندی شي خواوس چی آزاد بازاردی اوهنري خپلسري ډیره شوی ده هرسړي ته داجرات پیدا شوی چی څه یی زړه غواړي هغه وکړي خپلسري هنرمندان یووخت له سختوتاوانونوسره مخ کیږي ځکه کوموتیروتنوته چی باید په پیل کی متوجه شوی وای وروسته یی پام کیږی
شمس الدین مسرور چی څلویښت کاله کیږي له موسیقی سره یی کاردی وايی :په سندره کی ترټولومهم دښه اوخوږ اواز لرل دی شعرباید ډيرښکلی وی اوکمپوز دسندری هم باید تازه اونوی وي
نوموړی له کلید راډيو سره په یوه مرکه کی وویل : چی اوسنی موسیقی دخرابیدو په حال کی ده دموسیقی دنیا ته دغیرمسلکی افرادو ننوتل ددی سبب شوي چی دکیفیت له پلوه ددغه هنرکچه راولویږي اوځینی کسان زموږه اصیله موسیقی له نوروسره یوځای کوي چی دی کاراصیلی موسیقی ته تاوان رسولی دی
وایي یوه سندرغاړي په یوه محفل کی سندری ویلی دخلکوله خواپه چکچکواودلاسونوپه پړکولوتشویقیده خواستاد له سندرو وروسته خپه معلومیده چاورته وویل چی ستادسندروډيرتود هرکلی وشو نوبیا ولی خپه یی سندرغاړي وویل دلته چی کوم کسان راغلی واوزه یی ډيرتشویقولم دهغویوکس هم په موسیقی نه پوهیده کومو کسانو چی باید ماته لاسونه پړکولی وای هغوی غلی وو
څنګه کیدای شي افغاني موسیقی له دغه حالته راووځي ؟
نامتوسندرغاړی استاد حفیظ الله ګردش وایي : دجنګ په کلونوکی زموږ یوشمیرتکړه هنرمندان پردیوملکونو ته مهاجرشول ځینی لکه استاد موسی قاسمی ، استاد امیرمحمد ، عبدلرحیم ساربان ،استاد محمد هاشم اواستاد رحیم بخش چی دکلاسیکی موسیقی پیاوړی ستنی ګڼل کیدی په بهرملکونوکی وفات شول که چیری هغوی په خپل وطن کی وای اودژوند شرایط ورته برابروای کیدای شول دهغوی دکلونو تجربی نوی نسل ته ر اانتقال شوی وای او په دی برخه کی ډيرنوی سندرغاړی روزل شوی وای اوس هم چی کوم دګوتوپه شمیراستادان لروهغوی هم دژوند په بدوشرایطوکی ژوند کوي ))
استاد ګردش په خپلوخبروکی داهم وویل
اوسنیویوشمیراستادانوته چی ځینویی موسیقی ته شا اړولی باید دکارزمینه برابره شي هسی نه چی خدای مه کړه یووخت مو دهنردغه لویی څټې هم له ګوتو ووځي
استاد سراهنګ چی ترموږه یی هندیانوزیات قدر کاوه اوپه ارزښت یی پوهیدل په خپل ابدی تګ سره یی دیوعمرتجربی هم له ځانه سره یوړې اوځای یی تراوسه تش دی په پښتوکی استاد خیال محمد ،استاد شاولي اوځینی نورهنرمندان چی باید قدر یی وشي او له هنرڅخه یی استفاده وشي دژوند په نوروشخصي فعالیتونوبوخت دي .
نن سبا ګڼو ځوانانوموسیقی ته مخه کړی لازمه ده چی داطلاعاتو اوکلتوروزارت له خوا یوداسی کمیسون جوړشي چی دهغوی سندری ارزیابی اولارښوونی ورته وکړي او ددی ترڅنګ په هره سیمه کی دموسیقی دزده کړی کورسونه جوړشي څو ځوانان په علمی بڼه موسیقی زده اودراتلونکی دپاره لوی هنرمندان شي
سرچینی :
http://da.azadiradio.org/
http://www.mashal.org/content.