د بهرنیو چارو وزارت ویندوی

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په غزې تړانګه کې پر استوګنو سیمو د اسراییلي رژیم حملې وغندلې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شکېب مستغني نن /دوشنبه/ په یوه خبري غونډه کې له کورنیو او بهرنیو خبریالانو سره د خبرو په مهال پر غزې د اسراییلي پوځیانو د حملو د غندلو تر څنګ وویل چې اسراییل باید ژر تر ژره پر غزې بې رحمانه بریدونه بس کړي.

ده وویل چې د دغو بریدونو په نتیجه کې ګڼ شمېر بې ګناه فلسطیني ماشومان او ښځې وژل شوي دي.

تر دې مخکې پرون د افغانستان د ملي شورا دواړو جرګو (مشرانو او ولسي) په جلا غونډو کې د فلسطینیانو وژنې وغندلې.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار وویل چې د مشرانو جرګې غړیو په خپله غونډه کې د اسراییلي جنګي الوتکو له لوري د فلسطینیانو پر کورونو بمبارۍ او د مظلومو فلسطینیانو پر وژنو اعتراض وکړ او د دې لړۍ د پای ته رسېدو غوښتنه یې وکړه.

د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهیمي د اسراییلي پوځیانو له لوري د فلسطیني ماشومانو، ښځو او بوډاګانو بې رحمانه وژنې په کلکه وغندلې او د هغو د بس کېدو غوښتونکی شو.

د اسراییلو له لوري له اوو ورځو راهیسي پر غزې تړانګه حملې روانې دي. ویل شوي چې په دې بریدونو کې تر یو نیم سل زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د ملګروملتو امنیت شورا هم له اسراییلو وغوښتل چې پر غزې حملې بس کړي خو راپورونه وايي چې اسراییل حملو ته دوام ورکوي.

امنیت شورا له اسراییلو غوښتنه کړې چې جګړه بس کړي او اوربند وکړي.

اسراییلي پوځ تېره شپه د غزې د پولیسو د قومندان کور بنباري کړ چې په نتیجه کې یې لږترلږه د قومندان د کورنۍ ۱۷ غړي ووزل شول.

دا برید وروسته له دې وشو چې د حماس د پوځي څانګې د کنډک قومندان عزالدین قسام پلویانو د تل ابیب لور ته څو راکټونه ووېشتل.

فلسطیني سرچینې وايي چې د تېرې شپې په حمله کې ۱۷ ملکیان وژل شوي او تر ۲۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

0 thoughts on “افغانستان پر فلسطینیانو د اسراییلو حملې په کلکه وغندلې”
  1. راشه په خپل ملک کې دې څه تیریږي ابګیان ، پولیس ،طالبان دې څه کوي کله خو اطرافو ته سر شکاره کړه ته یی له مطبوعاتو نه لولې خلک د خپل ځان وژلو ته اړشويدي چه خان ووزنی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *