قریب الرحمن سعید

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترمو ورونو!
بلاخره د څو میاشتو ناندرو او ننګونو وروسته ،نن دیکشنبي په ورځ چې د۱۳۹۳ کال د سنبلې دمیاشتې ۳۰ مه ورځ ده، د ولسمشریزو کاندیدانو ، ډاکتر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ دملي یووالي تر نامه لاندې دیوه ائتلافي سهامي حکومت د جوړیدو تړون لاسلیک شو . ددې تړون د متن  څه مواد همدا اوس  په انټرنیټونو خپاره شوي دي چې ورونه کولاې شي د همغه ځآیه پوره معلومات تر لاسه کړي .

داچې دا څومیاشتي نه یواځي زمونږ  میړنې ولس چې ددې ټولټاکنو څخه یی ډیرې هیلې درلودې ، او غوښتل یی په هیواد کې ددغه فاسد او کرغیړن نظام په ځاي یو بدلون   منځته را شي ، هیواد مو خپلواکه اوولسواکه نظام ولري ،اونظام یو داسې ټیم ته په لاس ورشی چې د ريښتوني بدلون هیله ترې کیدې شي ،په پوره توګه و زورید، بلکه ټول اسلامي امت اونړیواله ټولنه  په دې درد کې زمونږ سره ودردیدله.خو برعکس هغه پایلي چې هیله یی ترې کیده    یو ځل بیا په یوه ناکامه او نانندریزداسې  ائتلافي حکومت بدلې شوې چې دبري شونیتا یی ډیره کمه تر سترګو کیږی.

په دې اړه د یوشمیر ورونو د لیکونو اواصرار له مخې باید ووایم  چې :

.حزب اسلامي افغانستان ، چې په هیواد کې د سولی او امنیت  د ټینګښت ، او د هیواد  داستقلال د ترلاسه کولو اوخوندي ساتلو له پاره یو ژمن ځواکمن سیاسي ګوند دې، او هڅه کوي تر څو ټول اسلامي ګوندونه ، او همفکره عناصر په هیواد کې د یوه سالم ، او اصولي نظام په خاطر سره را یوځآي او یولاسی کړي ، د افغانانو تر منځ   دخپلمنځي ژمنو د رامنځته کیدو او د شخړو او جګړو د له منځه وړلو اوپه هیوادکې دامنیت د پایښت له پاره ، دغسې توافقاتو ته پوره اهمیت ورکوي. اوپه درنه سترګه ورته ګوري .

مګر تاریخي بیلګي مونږ ته ډاګیزوي چې دغسې ائتلافي حکومتونه چې هر نوم ورته ورکړل شي او یا په هر نامه یاد کړل شی ، هیڅکله هم دوام نه شی کولې بلکه  د نورو مصیبتونو او ستونزو زیږنده ګرځي .که  د خلق اوپرچم دګوندونه ،چې دواړه د روسي سري کمونیستي امپراطورۍ تر مستقیم کنترول لاندې و، و نتوانیدل چې خپلمنځي ائتلافي حکومت پر مخ بوزی او د قدرت په سر یو بل سره ووژني  ،اویا په دې وروستیو کې  د یو شمیر اسلامي ګوندونو تر منځ ائتلافي نظامونه منځته راغلل خو هغوې هم و نه توانیدل خپل منځي ګډ حکومت مخته بوځي نو ددغو دواړو ټیمونو یعنې د اشرف غني تر مشرۍ لاندې د تحول او تداوم او د ډاکتر عبدالله  تر مشرۍ لاندې د همګرایی ټیمونه چې له یوه اړخه دواړه په خپلو منځو کې عمیق اوژور فکري او روحي احتلافات لری ، او د بله اړخه  د امریکایانو دمستقیمې مداخلې په صورت کې دې ته اړ کړل شوي تر څو د اجبار له مخې دغسې یو تړون په داسې حال کې لاسلیک کړي، چې هیڅ اړخ پرې عقیده  اوباور نه لري،  هیڅکله به و نه توانیږي چې دغسې یو ائتلافي سهامي حکومت ، چې د ویش په سر یی دا څو میاشتي ناندرې وهلي ، پر مخ بوزي .
زه په داسې حال کې چې  دخپل ولس د شجاعت او میړانې څخه ناهیلي نه یم ، خو ددغسې  حکومت  جوړښت ته د تاریخي بیلګو او خپلې تجربي له مخې دشک په سترګو ګورم ، او دنورو مصیبتونو زیږنده یی ګڼم .
د اسلامي تحریک د ټولو متعهدینو ، همفکرانو او مؤمنو عناصرو څخه ارزو لرم چې په دې حساس وخت کې په خپلو منځو کې سره را نژدې شی ، او دراتلونکو مصیبتونو د مخنیوي ، د هیواد داسقلال د تر لاسه کولو ، او په هیوادکې  دامن اوسلامتیا د اعادې له پاره سره لاسونه یو کړي .
د الله تعالي نه غواړم چې  زمونږ  د ولس له پاره دنیکبختۍ او سکون  غوره او بهتریني لاري پرانیزې .
وما ذالک علي الله بعزیز
قریب الرحمن سعید .
۳۰سنبله ۱۳۹۳کال ، ۲۱سپتمبر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *