افغان نوري فـاېبر ملي شبکه

        دا څرګنده ده چې نورې فاېبر د مخابراتې سکتور تر ټولو مهمه او اساسې زيربنا ګڼل کيږي. چې په ياد سکتور کې نوري فاېبر د ليږدونې د ظرفيت (Transmission Capacity) زياتوالي لپاره تر ټولو اقتصادي لار بلل کيږي. همدارنګه د نوري سيګنل هراړخيز استعمال وکولاې شول چې د اطلاعاتو، په ځانکړې ډول د انټرنېټ او اړيکو زياتيدونکې تقاضاووې ته مثبت ځواب ووايي. نو کولای شو چي سربيره پر مخابراتي خدماتو د هيواد په نورو برخو کې هم د پام وړ پرمختګ ارزښت ولري.چې د لوراند څښتن په فضل او د دولتي چارواکو په کوښښ اوس زمونږ ګران هيواد افغانستان هم د نوموړي ستر وړيا څخه برخمن شويدي. چې له نيکه مرغه په ټول هيواد کې افغان نوري فاېبر شبکه (جال) د يو سلو څلور ميلونه امريکايي ډالرو ($ 104 million) په لګښت په دريو پړاوو کې رغول شوي ده. چې د

انجينر عمران خان هدايت
انجينر عمران خان هدايت

يادې شبکې کلنې عوايد تر شپېتو ميلونه امريکايي ډالرو ($ 60 million) پورې رسيږي. که څه هم د نورو هيوادونو په پرتله نوموړي عوايد په څو څو واره کم دي. خو بيا هم د افغانستان په شان هيواد لپاره چې له جګړي تازه راوتلی د دغې ډول سترې شبکې شتون هم د وياړ ځاي دی. چې ساتنه او څارنه (مراقبت) يي په هر مسلکې انجينر او هر عام افغان وګړي باندي لازمه ده.

ليکوال

د افغان نوري فاېبر ملې پروژې پلي کيدل:

    افغان نوري فاېبر ملي شبکې جوړيدل له ۱۳۸۶ هـ ش کال راپدي خوا پيل شويدي، چې په عينې وخت کې ورسره موازي مسي (کاپر) کېبلونه هم هيواد په سترو ښارونو کې وغزول شول، پداسې حال کې چې د نړۍ اکثرا هيوادونو خپلې د مسې کېبل ټولې شبکې په نوري فاېبر بدلې کړې. خو د افغانستان پالېسې جوړونکو دي اصل ته په نه پام کولو مسې کېبلو په غزولو ډېري پېسې ولګولې. د افغانستان په څير هيواد ته بې له شکه ستر مالي زيان ګڼل کيږي. خو په هر حال اوس د حل لارې لپاره وړانديز مې دادی. چې نورې فاېبر په لومړي پړاو کې د هيواد په پنځو سترو ښارو کې نوري فاېبر د Fiber to the Home FTTH تر نامه لاندي حداقل تر Cabinets پوري وغزول شې، او له هغه وروسته تر DPs پوري له هماغه غزول شوي مسې کيبلونه څخه ګټه واخېستل شې. چې له نوموړی تېوري اکثرا اروپايي او د جنوبې اسيا هيوادونو پلې او ګټه يي ورځينې اخېستې ده.

    خو په هر حال د نورې فېبر په اړه د زده کړيالې (محصلی) له وختو يوه کېسه درسره شريکول غواړم. د زده کړيالې په وختوکې به مو د نوري فاېبر په اړه به مو مطالعې او څيړنې کولې. او په کې هيواد نوري فاېبر ملي شبکې د رامنځ ته کيدلو په اړه خبرې به تر غوږو کيدلې. نو د هيواد پالنې انګيزې به د ټولو زده کړيالو په وجود کې راغړيدلې. خو يوه ډيره د خپګان خبره دا چې يوه ورځ د پوهنتون اداري پريکړه وکړه، چې زده کړيالان دي په ډله ايز ډول د نوري فاېبر ليدنې په موخه د افغان تېلي کام مخابراتې شرکت ته ولاړ شي. په هغه وخت کې د نوري فاېبر ډيره چارې تکميلې شوي وي د استادانو د لاښوونې سره سم مو يو ټوټه د نورې فاېبرکيبل له ځانه سره پوهنتون ته يوړه تر څو د ايران اسلامې جمهوريت له خوا په مرسته شوو د نورې فاېبر دستګاوو پواسطه پرې څيړنه ترسره کړو. خو ما بيا يو ټوټه کيبل له نوي 1کېبل چې د نوی دولت لخوا پيرل شوي وو، او د ناکاره کېبلونو په منځ کې يوه ټوټه له هغه نوري فاېبر چې د طالبانو د حکومت په وخت کې پيرل شوي له ځانه سره واخېستل. دواړه د چين توليد وو، خو د پوهنتون په لابراتوار کې مې ومونده، چې د طالبانو د حکومت پر مهال پيرل شوي د نوري فاېبر کيبل د نوي اخيستل شوي کېبل څخه اته (8) ځله د کيفيت او موادو له پلوه ښه او موثر وو. چې نه يواځې ماته بلکې زما ملګرو ته د اندېښنې وړ وو، چې ممکن نوري فاېبر ملي شبکه به ډير وخت دوام ونه شې کړاي. خو نه همت به له لاسه نه ورکوو، افغانان په هيواد مين خلک دي ددغې ملي شبکې څخه به په پاکه هيوادنې او مسلکې مينه او غوره او ښه ډول ساتنه او مراقبت کوي.

افغان نوري فاېبر ملي شبکې ساتنه او مراقبت:

    د نوري فاېبر په شبکه کې تر ټولو مهمه برخه چې کولاي شې شبکې د عمر د زياتوالې سبب شې، د نوي فاېبر شبکې مراقبت او ساتنه ده. له نيکه مرغه افغان نوري فاېبر ملي شبکه هم د مراقبت او ساتنې برخې ته پام وړ توجو کړې ده. او اوس مهال افغان نوري فاېبر ملي شبکه د افغان مسلکې انجينرانو په مرسته ساتل کيږي. چې يادو افغان انجينرانو د مخابراتې په برخه کې کافي زده کړه ترسره کړيدي. او ځينو يي په بهرنيو هيوادونو کې هم لازمې روزنې (Training) ترسره کړي. خو د يادولو وړ ده، چې د افغان انجينرانو تر څنګ پکې د زيټ ټي اي (ZTE) نومې چينايي دولتي شرکت مسلکې کاروکونکې هم ونډه لري. خو له بده مرغه د نوموړي ملي شبکې د بازار موندنې (Marketing) له پېله کمزوري وو، او تر اوسه هم ورته توجو نه کيږي. چې د نوموړي ملي پروژي د برياليتوب لپاره ډيره اړينه موضوع ده. چې بايد په خصوصې او دولتې شرکتونو کې د نوري فاېبر استعمال او رواج شې تر څو له مخابراتې سکتور څخه د هيواد ملي عوايد لوړ شې.

    تر ټولو غټه ستونزه چې د افغان نوري فاېبر ملي شبکې لاسته راوړنې يي له ګواښ سره مخامخ کړيدي. او د يادي شبکې مسولين يي په حل کې تر اوسه پاتې راغلې دې. هغه دا چې هيواد ته لا اوس هم له ګاونډي هيوادونو څخه په قاچاقي ډول انټرنيټ په پراخه کچه وارديږي. او په افغان مارکيټ کې په کم قيمت پلورل کيږي، چې افغان نوري فاېبر ملي شبکې رسمي وارداتي انټرنيټ ورسره په هيڅ ډول سيالې (رقابت) نه شې کولي، مګر اوس مهال د افغان نوري فاېبر ملي شبکې ټول عوايد د هغې کړيو (لينګونو يا Links) څخه لاسته راځي چې د هيواد دننه د نوري فاېبر پواسطه په کرايه ورکړل شويدي. قاچاقي انټرنېت د خصوصې انټرنټې خدماتې شرکتونو (ISPs) په واسطه د نوي او پرمختللې تکنالوجۍ په کارونې، د RM37 ډوله انتنونو په کارولو چې له شپيته کيلومترې (60 Km) څخه زياتې فاصلې کې په مخامخ (Line of sight) ډول د هيواد ختيځ زون (جلال اباد ښار) له لاري يواځې د يو غښتلې کوونکې (Repeater) په مرسته تر کابله رارسيږي. چې په انټرنټې مارکيټ کې د سالمې سيالې ساتنې لپاره ډيره د اندېښنې وړ ده.

 1   له افغان نوري فاېبر شبکې څخه د هيواد په بيلا بيلو برخو کې، لکه: اطلاعاتې اړيکې، انځوريزې اړيکې، غږيزې اړيکې او انټرنېټې موخو لپاره د کارونې وړ دی. هيله من يم. چې د هيواد لدي سترې پانګې څخه اعظيمه او ستره ګټه واخېستل شې. درنو لوستونکو! د وخت له کم والې له امله د نوري فاېبر کارونې يو بيلګه د هيواد په امنيتې سکتور کي په لاندي ډول يادولاي شم.

           بيلګه (مثال): د کابل ښار څلور امنيتي دروازې د کورنېو چارو وزارت سره د مايکرويف لينګ پواسطه نښلول شويدي. چې ياد وزارت پکې يو اندازه پانګونه کړيده. څومره به ښه وای! چې د افغان دولت ټولو وزارتونو ته د مخابراتې او معلوماتې پروژو زيربنايي طرحه (Platform) د مخابراتو وزارت له لوري ورکول کيداي، او د کابل ښار څلور امنيتې دروازې به د نوري فاېبر په مرسته د کم لګښت سره د کورنيو چارو وزارت سره وصل شواي واي. او همدارنګه په دفاع وزارت کې هم اړيکې (ارتباطات) د پوځيانو وژنې را کمولاي شې، د عامې روغتيا وزارت، د زراعت وزارت او نورې دولتې او غيردولتې ادارې…

    افغان نوري فاېبر ملي شبکې ساتنې او مراقبت لپاره دارنګه وړانديز لرم، چې افغان دولت بايد له نړيوالی تجربی او په ځانګړي ډول د اروپايي هيوادونو او جنوبې اسيايي هيوادونو له تجربو ګټه واخلې. او د نوري فاېبر ملي شبکې ساتنه او مراقبت بايد يو نيمه دولتې يا سهامې شرکت ته ورکړل شي. تر څو د يادو ستونزو حل په کم لګښت، سالم مديريت، لږ وخت (چې د مخابراتې شبکو په کارونې کې مهم اصل دي)، د پيرودونکو اړتياوو سره سم تر سره کړل شي. همدارنګه سالم مديريت کولاي شي چې د هيواد په داخل کې د نورې فېبر بانډويت لپاره مارکيټ او د سټلايټ اړتيا له منځه يوسي. او زه باور لرم، لکه څرنګه چې نړيوالو تجربو ښودلې ده، د نوري فېبر په شتون د سټلايټ پورته کول يواځې په ژبو د افتخار موجب کيداي شې نه په د اقتصادي ځواکمن تيا، نو په همدې اساس غوښتنه مې له دولتې چارواکو څخه داده چې د نوري فېبر ملي شبکې مديريت ته ټينګه توجو وکړي. تر څو د مخابراتو په برخه کې خپلې ټولې اړتياووي له همدي ملي شبکې څخه پوره کړو. او پدې عقيده يم چې نوري فېبر د سالم مديريت په درلودلو سره سټلايت ته کومه اړتيا نه ليدل کيږي. او غوښتنه مې دا ده، چې ددې پر ځاې چې په سټلايټ باندې ستره پانګونه وشي. بهتره داده چې د افغان نورې فاېبر ملې شبکه تقويه او موثره وکارول شي.

د آباد، سرلوړي او سوله ايز افغانستان په هيله

انجينر عمران خان هدايت

وری ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *