د ارزګان والي امان الله خان تیموري خدمتونه او کړني (د افغانستان د ځوانانو ملي او ټولنیز ارګان) او د (ترینکوټ د ځوانانو کلتوري ټولني) له لوري د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په ستاینلیکونو وستایل شو.
یاد مراسم د ارزګان ولایت د ولایت په مقر کې تر سره شول، په پیل کې د افغانستان د ځوانانو ملي او ټولنیز ارګان ولایتي مسؤل ښاغلۍ احمد جاوید خپلواک خبري وکړي او د والي ښاغلي تیموري د ښو کړنو نه ئي په ستایني سره وویل، دا چې په ارزګان ولایت کې د نورو خدمتونو ترڅنګ والي صیب د پوهني ریاست پوري اړوند د مرکز ترینکوټ استاذانو ته په خپلو نه ستړي کیدونکو هلو ځلو سره وتوانید چې یو ښارګوټۍ منظور او تر ټولو قانونې پړاؤنو وروسته یوه یوه نمره زمکه معلمینو ته وویشله یو بې سارۍ خدمت دي چې په ډیر څه ارزي نو ومو پتییله چې د جلالتمآب والي دغه نه هیریدونکۍ خدمت عملاً وستایو، وروسته د ترینکوټ د ځوانانو کلتوري ټولني مشر ښاغلۍ عبدالبصیر سعادت خبري وکړي او زیاته ئي کړه چې والي ښاغلي تیموري د لمړي ورځي څخه د ځوانانو د هڅونې په برخه کې خپلي هڅي جاري ساتلي او تل ئي هغوي ته په دولتي ادارو کې کاري زمینه برابره کړي، همدا راز ئي د پوهني ریاست مشرتابه ته نیکې سپارښتني کړي ترڅو د ارزګان ولایت ځوان قشر د پوهني په ګاڼه سمبال شي.
په پاي کې د ارزګان والي د مدني ټولنو د استازو نه په منني سره وویل چې خپلو خلکو ته خدمت او چوپړ زما یواځینۍ ارمان دي او په دي برخه کې به هیڅکله د ستړیا احساس ونکړم، د خپل ټول وس او توان سره به د ارزګانې ولس د ستؤنزو د حل، سوکالي، امنیت، ثبات او هر اړخیزه پرمختګ په برخه کې له هیڅ نه دریغ ونکړم او دا به زما لپاره د ویاړ ځاي وي چې د خپل ولس د خدمت مصدر وګرځ��.
دوست محمد نایاب
د ارزګان ولایت مقام ویاند