تاند- د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې یو ماشوم، چې د لوبو په مهال په یوه ژور څاه کې لوېدلی و، له ۶ ساعتونو وروسته د امریکايي پوځیانو له لوري روغ رمټ راوایستل شو.

1د امریکايي پوځیانو د مرکزي قوماندې د راپور له مخې څاه ته د ماشوم له لوېدو وروسته کلیوالو ډېره هڅه وکړه چې ماشوم راوباسي خو څرنګه چې څاه ډېره ژوره او قطر یې کوچنی و، څوک څاه ته نه شوای کښته کېدای.

کلیوالو د ماشوم د راایستلو لپاره له افغان امنیتي ځواکونو د مرستې غوښتنه وکړه، افغان ځواکونو هم خواري وکښله خو بریالي نه شول.

راپور وايي چې بالاخره له امریکايي پوځیانو د ماشوم د راایستلو لپاره مرسته وغوښتل شوه. امریکايي پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو په همکارۍ وتوانېدل چې ماشوم له ژور څاه څخه له شپږو ساعتونو وروسته وباسي او یوه کورنۍ له لوی مصیبته وژغوري.

په راپور کې نه دي ویل شوي چې دا څاه چا جوړ کړی او ولي یې هغه نه پوښلی او نه یې شاوخوا ته کټاره ورکړې ده څو په څاه کې د چا د لوېدو د خطر مخه ونیول شي.

1 1 1 1

2 thoughts on “امریکايي پوځیانو په کندهار کې یو ماشوم له ژور څاه راوایست”
  1. Thank you Amreeka for saving & value an Afghan & human life. My fellow Afghans got big mouths & talks a lot but when it comes to deliver they just shit. Stop killing each other & appreciate human life.

  2. چيرچل په خپل كاتب كى ليكلى چى (امريكايان په اخير كى يوسم كاركوى) اوس يي ثابته كره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *