د پکتیکا والي عبدالکریم متین

تاند- ولسمشر اشرف غني په یوه حکم کې د پکتیکا والي ښاغلی صمیم لېري او پر ځای یې عبدالکریم متین د دغه ولایت د نوي والي په توګه وټاکه.

ویل شوي چې ښاغلي متین د یکشنبې په ورځ رسماً کار پیل کړی دی.

د پکتیکا لپاره نوی والي یوه میاشت وروسته له دې وګومارل شو چې د دغه ولایت په یحیاخېلو کې په یوه وحشیانه ځانمرګي برید کې لږترلږه ۵۰ پکتیکاوال ووژل شول او تر سلو ډېر نور ټپیان شول.

تېره اوونۍ ولسمشر یحیاخېلو ته لاړ چې د دې ولسوالۍ د والیبال په میدان کې د وژل شویو کسانو خپلوانو ته فاتحه ورکړي. د دغه سفر په لړ کې د پکتیکا شاوخوا دوو زرو خلکو مظاهره وکړه او د والي ښاغلي صمیم د لېري کېدو غوښتنه یې وکړه.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ سرچینې وايي چې ولسمشر غواړي چې د یو شمېر ولایتونو جګپوړي چارواکي تبدیل کړي او په ملکي ادارو کې اصلاحات رامنځته کړي.

ده په ملي اردو کې هم د اصلاحاتو د بهیر د پیلولو لپاره له ټیټ پوړو تر جګپوړو چارواکو په اړه څېړنه پیل کړې ده.

خو عملاً ولسمشر غني په ملکي ادارو کې د پام وړ بدلون نه دی راوستی. د پکتیکا تر والي مخکې یې یوازې د کندوز والي لېري او پر ځای یې دغه ولایت ته نوی والي وټاکه.

ګومان کېږي چې د اصلاحاتو لپاره د ولسمشر کارونه تر یوه حده د اجرايي رييس د دندو د ناڅرګندوالي له کبله ځنډېدلي وي.

ویل کېږي چې اوس په دې کار روان دی چې د اجرايي ريیس دندې او صلاحیتونه تعریف او مشخص شي.

2 thoughts on “عبدالکریم متین د پکتیکا والي ټاکل شوی”
  1. ډیر نیک کار شوی دی چی تبدیل کړی یی دی کاشکی د وردګو ولایت چک ولسوالی د شیخ یاسین د کلی کلنیک ته هم پاملرنه وکړی ډاکتران یی زیاته بی غوری کوی په دنده کی نه وی د هفتی څلور ورځی کور کی وی او دری ورځی کلنیک کی وی هغه هم نیمه ورځ کاشکی ته لارښونه وکړی چی زمونژ کلیوال ارامه شی

  2. شکر چی اخیر د پکتیکاوالو یو ژغ هم واوریدل ونیول شیشو کاش چی نورو مشکلاتو ته یی هم غوژ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *