په (١٩٧٧) زيږديز کال د فبرورۍ مياشتې په دويمه نېټه د کولمبيا په يوه ګڼ نفوسه ښار (بارانکيلا) کې د يوه غريب سړي په کور کې له خپلې دويمې مېرمنې څخه يوه ماشومه نړۍ ته راغله.

ښايي دا يې د مور او پلار ګډه سلا وه چې نوم يې ورته (شکيرا) کېښود، خو شکيرا له خپل نوم سره د مور او پلار دواړو نومونه داسې ګډ کړل لکه څه ډول چې د دې په خټه کې د مورني او پلارني فرهنګونو هنري ترکيب نغښتى و، بشپړ نوم يې (شکيرا ايزابل مبارک ريپل) دى.

د شکيرا مور چې (نيډيا ريپل) نومېده د کولمبيا اوسېدونکي وه خو پلار چې ( ويليام مبارک) نومېدو لبنانى عرب و؛ د مبارک مور پلار نيويارک ته کډوال شوي ول او په همدې سيمو کې يې مېشتېدل غوره کړل، داسې ويل کېږي چې د شکيرا پلار هم په امريکا کې نړۍ ته راغلى دى.

شکيرا د مور پلار يوازنۍ لور وه، خو پلار يې له بلې مېرمنې اته لوڼه او يو زوى درلودل؛ شکيرا د دوو کلونو وه چې مشر ورور يې د موټر سايکل په يوه ټکر کې مړ شو.

شکيرا له ماشومتوبه د هنر سره مينه درلوده ښايي همدا لامل وي چې په څلور کلنۍ کې په دې وتوانېده ترڅو شعر جوړ کړي خو په اته کلنۍ کې يې په اساسي ډول په شعر ليکلو پيل وکړ او د خپل لومړني شعر الهام يې، د پلار له لوږي نيولو عينکو او له غمه ډکو سترګو واخيست چې د مړه شوي زوى په غم کې يې ژړل.

له دې وروسته د شکيرا له شعرونو ترانې جوړې شوې او د دي له سندرو به په ښوونځي کې ښوونکو، ټولګيوالو او ګاونډيانو خوند اخيستو، خو کله چې د يوولسو کلو شوه د ښوونځي د ترانې له ډلې وشړل شوه، ځکه دي ډېر قوي غږ درلود، د موسيقۍ ښوونکې يې ورته وويل چې غږ دې ” وزې” ته ورته دى، خو دي بيا هم مايوسه او تسليم نه شوه، بلکې خپلې هنري هڅې يې جاري وساتلې.

دي له ماشومتوبه په دوه ډوله موسيقۍ ” کولمبيايۍ او لبنانۍ” پوهېده، په (١٩٩٠) يانې شکيرا د ديارلسو کلونو وه چې له يو شرکت سره يې د کلمبيايۍ سندرو لپاره قرارداد لاسليک کړ، په پايله کې يې د شکيرا د تېرو پنځو کلونو ټولې خورې ورې ترانې ثبت او د البم په توګه وړاندې شوې، که څه هم دې البم يې نړيوال شهرت ونه ګاټه، خو په خپل هېواد کې يې نوم د ژبو په سر شو.

په ١٩٩٣ زيږديز کال يې د پاپ موسيقۍ يو بل البم هم خپور کړ خو ښه پايله يې نه درلوده، ځکه يې د يو څه مودې لپاره سندرې پرېښودې او په تلويزوني خپرونو کې يې کار پيل کړ، خو د موسيقۍ په نړۍ کې يې خپلې هڅې او تمرينات جاري وساتل؛ دوه کاله وروسته يانې په (١٩٩٥) زيږديز کې کله چې بيا موسيقۍ ته راوګرځېده نه يوازې په سندرو ويلو يې ښه حاکميت درلود، بلکې له عربي طنين سره يې د لاتين پاپ يو ځاى کړ او يو نوى زړه راښکونکى سبک يې ايجاد کړ او د ( لوڅې پښې) په نوم البوم يې ثبت کړ او بازار ته يې وړاندې کړ خو ښه پېرودونکي يې نه درلودل، وروسته له دې يې نور البومونه چې راووتل نو په جنوبي امريکا او اسپانيا کې يې خورا شهرت پيدا کړ، د (Mata) په نوم البوم يې د نړۍ په اتو هېوادونو کې لومړۍ مقام خپل کړ او درې سوره زره کاپيانې يې خرڅې شوې.

شکيرا د خپلو نورو برياوو لپاره د ( اميليو سټفان) په نوم چې د مشهورې سندرغاړې ( ګلوريا) مېړه و، د خپلو هنري چارو د تنظيم او ترتيب لپاره مدير کړ؛ کله يې چې په ( ١٩٩٨) زيږديز کال کې د ( غله چېرته دي) په نامه البوم بازار ته وړاندې کړ، د خلکو په زړونو کې يې ډېر ځاى پيدا کړ، شکيرا له دې البوم سره بې سارې مشهوره شوه او په ټوله نړۍ کې يې اوه ميليونه کاپيانې خرڅې شوې.

شکيرا په لومړي سر کې په انګليسۍ نه پوهېده خو کله چې ( ګلوريا) ترې غوښتنه وکړه ترڅو دا البوم په انګريزۍ هم وژباړي نو نيت يې وکړ چې ښه انګريزي به زده کوي ترڅو د البوم ژباړه په خپله وليکي.

اوس شکيرا په انګليسي، پرتګالي، ايټاليوي، فرانسوي او ګاتالاني ښه مسلطه ده.

په (٢٠٠٠) زيږديز کال کې يې د (Grammy) په نوم جايزه هم وګټله، د ( پاپ) او ( راک) په موسيقيو کې د کال تر ټولو غوره مېرمن هم وبلل شوه او له تقريباً تر پنځوسو پورې بېلا بېلې جايزې هم ګټلي دي؛ شکيرا ” د هاليوډ د شهرت پلي لار” کې ستورى هم لري.

په (٢٠٠٠) زيږديز کال کې يې د انګريزي البوم لپاره کار پيل کړ او يو کال وروسته ( ٢٠٠١) زيږديز کال يې د ( هر کله، هر ځاى) په نوم يې خپور کړ چې د انګريزي ژبو په زړونو کې هم د يوه ستوري په شان وځلېده؛ دا البوم له خپراوي يو کال وروسته هم تر ټولو ډېر خرڅېدونکى البوم و او تقريباً پنځلس ميليونه کاپۍ په ټوله نړۍ کې خرڅې شوې.

شکيرا په (٢٠٠٩) زيږديز کال ” د ليوه ماده” په نامه يو البوم خپور کړ چې د نړۍ په هر ځاى کې وستايل شو او دوه ميليونه کاپۍ يې خرڅې شوې، په دې البوم کې يوه سندره چې ” دا ځل د افريقا وار دى” د (٢٠١٠) زيږديز کال د فوټبال نړيوال فدراسيون له خوا د همدې کال د نړيوالو سياليو اصلي سندره ومنل شوه، چې په ( يوټيوب) کې پنځه سوه ميليونه ليدونکي او پلويان لري، او په يوټيوب کې د نړۍ پنځمه ډېره ليدونکي ويډيو ده.

1په ماشومتوب کې يوه ورځ شکيرا له پلار سره د خپلې سيمې کوم پارک ته لاړه وه، هلته يې يتيم ماشومان وليدل چې ډېر بېوزله ژوند لري، له هماغې ورځې يې پرېکړه وکړه چې که چېرې زه يوه مشهوره هنرمنده شوم نو د دوى مرستې ته به رادانګم، د خپلې ژمنې سره سم يې په (١٩٩٧) زيږديز کال يو بنياد جوړ کړ چې په ښوونځيو کې له غريبو ماشومانو سره مرستې وکړي، له هماغې ورځې را وروسته دي د خپلو کنسرټونو ډېرې ګټلې پيسې په همدې مرستندويه بنسټ کې مصرفوي.

بارک اوباما شکيرا په سپينې ماڼۍ کې د ښوونې او روزنې مشاوره وټاکله چې لوى دليل يې له بېوزله زده کونکو ماشومانو سره مرستې وې.

شکيرا له مشهور فوټباليسټ او د بارسلونا دفاعي لوبغاړي ( جرارلډ پيکه) سره واده کړى چې د ګډ ژوند حاصل يې د (ميلان) په نوم يو زوى دى.

شکيرا د ٢٠١٤ زيږديز کال د فوټبآل نړيوال جام ته چې په برازيل کې ترسره کېدې هم يوه مشهوره سندره د ( لا، لا، لا) په نوم جوړه کړه خو د فوټبال نړيوالو لوبو اصلي سندر نه شوه.

په ٢٠١٤ زيږديز کال يانې سږ کال د فيس بوک لومړنۍ ملکه شوه، ځکه له سل ميليون ډېرو خلکو د شکيرا پاڼه خوښه (لايک) کړه.

وال سټريټ ژورنال ليکي چې په فيس بوک کې د شکيرا دا بريا دوه لاملونه لري يو يې نړيوال جذابيت دويم يې له خپلو پلويانو سره تر شخصي سطحې ملګرتيا پالل دي.

دې په خپلو شخصي يادښتونو کې د دې بريا په اړه وايي:” زه غواړم له خپلو پلويانو سره معنالرونکې او منظمې اړيکې ولرم، تاسو چې کله د خپلو پلويانو او مينه والو سره دا ډول اړيکې وساتئ، د دې کړنې ځواب به ژر تر لاسه کړئ.”

کله چې شکيرا د فيس بوک ملکه وټاکل شوه د (٢٠١٤) زيږديز کال د جولاى په اتلسمه يې په يوه لنډ ويډيويي پيغام کې وويل:” په فيس بوک کې د سل ميليونه پلويانو او مينه والو شتون زما له خياله لرې خبره وه، ستاسو له ملاتړ، ستاسو له وفادارۍ او ستاسو له مينې ډېره مننه، دا زما لپاره رښتيا له باور لرې خبره ده، بيا هم ډېره ډېره مننه.”

سرچينې:

( ويکپيډيا) يا انټرنېټي دايرة المعارف

( ايرانيان انګلستان) انټرنېټي پاڼه

( تاند) انټرنېټي پاڼه

(Beytoote.com) انټرنېټي پاڼه، د هنر و هنرمند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *